1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ټاکني

تبصره: د ټاکنو گټونکي رايي ورکوونکي دي

د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر فلوريان وايگند، د افغانستان د ټاکنو په اړه په خپله تبصره کې لیکلي دي چې په دغه بهیر کې د ډیرو افغانانو گډون ښيي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره نوري پرمختیايي مرستې هم وکړي.

د رايي شمېرني پروسه به څو اوونۍ وخت ونیسي خو د دغو ټاکنو اصلي گټونکي وختي لا روښانه دي چې هغه افغان رايي ورکوونکي دي. د طالبانو پر گواښونو سربیره هم افغانانو د ټاکنیزو مرکزونو په مخکې اوږده کتارونه جوړ کړل، څو خپلې رایې وکاروي. د بېلا بېلو قومونو په زرونو ښځي او نارینه په ویاړ سره په ټولنیزو شبکو فیسبوک او تویتر کې داسې انځورونه خپاره کړل چې هغوی پکښي د رايي ورکولو په حال کې ښوول شوي ول. په ټاکنو کې د خلکو د گډون کچه دومره لوړه وه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايي اچووني وخت یوه ساعت نور هم وغځاوه.

بې له شکه چې په دې بهیر کې به درغلۍ موجودي وي چې اندازه به یې په راتلونکو ورځو کې روښانه شي. خو دا موضوع باید روښانه شي چې په جنگ ځپلي هیواد افغانستان کې دیموکراسي شونې ده او له دې سره، لږ تر لږه د پرنسیپ له مخې د نړیوالې ټولنې هغه هدف ترلاسه شوی دی چې دولس کاله مخکې یې د افغانستان له پاره ټاکلی وو. دغه پرمختگ باید په داسې یوه هیواد کې چې تر اوسه پوري یې په خپل تاریخ کې له دیموکراتیکي لاري د واک لیږد نه دی تجربه کړی په کښته سترگه و نه کتل شي.

دا هم روښانه ده چې د ټاکنو بایلونکي څوک دي. د دغه بهیر بایلونکي طالبان دي. د دغې ډلي گواښونو او په ځینو مواردو کې په ولایتونو کې پر بریدونو سربیره، هغوی و نه توانیدل چې د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي. که څه هم پرته له طالبانو د افغانستان د شخړي حل نه شته، خو د داسي یوې ډلي په توگه چې د افغانانو پر ملاتړ باندي تکیه وکړي اعتبار نه لري.

لا ډیرو مرستو ته اړتیا

لویدیځه نړۍ چې اوس یې په افغانستان کې گټې مخ پر کمېدو دي، باید خپله توجه هغو کسانو ته متمرکزه کړي چې په ډېره حوصیلې سره يې د خپلو رایو د کارولو له پاره انتظار ایستلی دی. دغه کسان تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو په مشري د ایساف ځواکونو تر وتلو وروسته هم زموږ د مرستو ارزښت لري. که لویدیځ هیوادونه د افغانستان له باثباته کولو سره یوه ریښیتنې لیوالتیا لري، باید د افغانستان له خوځښت څخه گټه واخلي او د پرمختیایي مرستو په برخو کې باید اړیني ژمني وکړي.

د ولسمشر کرزي ځای ناستې به له سترو چلينجونو سره لاس او گریوان وي. راتلونکی ولسمشر باید د اداري فساد، بې وزلۍ، امنیت، د ښځو د حقونو او اقتصاد په برخه کې ستونزي له منځه یوسي.

خو مثبتي نښاني لیدل کیږي. په ټاکنو کې درې مخکښ کانديدان هر یو نوي خبري لري. اشرف غني چې د نړیوال بانک پخوانی مشاور دی د افغانستان له پاره یو پراخ اقتصادي پروگرام لري، عبدالله عبدالله بیا وایي چې د قانون د حاکمیت له پاره به کار وکړي او زلمي رسول بیا د یوې ښځینه مرستیالي په ټاکلو سره د ښځو پر حقونو باندي ټینگار کوي.

د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي، په حکومتوالي کې تجربه لري او د زلمي رسول دوهمه مرستیاله ده. د همدې ښځینه مرستیالي له کبله دا ځل ان په کندهار ولایت کې هم ډیرو ښځو خپلي رايي وکارولې.

د راتلونکي ولسمشر کاري تمرکز

خو د دې ډیر امکان شته خوشبیني ډیر وخت دوام و نه کوي، ځکه کیدای شي چې هیڅ یو نوماند هم و نه توانیږي چې تر پنځوس سلنه ډیري رایې ترلاسه کړي او په دې ترتیب سره به ټاکني دوهم پړاو ته وغځیږي. له دې سره کیدای شي تحمیلي ایتلافونه رامنځ ته شي، څو ټول سیاسي اړخونه په واک کې ښکیل شي. جنگ سالاران چې پکښي یو شمیر بدنامه جنگي جنایت کاران هم شامل دي، اوس هم په افغانستان کې قوت لري او امتیازات غواړي.

له بلي خوا د ولسمشریزو ټاکنو ټولو مخکښو کانديدانو ویلي دي چې که ټاکنې وگټي نو له امریکا متحده ایالاتو سره به دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي. افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده. د دې تړون له مخې به امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر ځواکونه وساتي.

په عین حال کې ټول کانديدان وایي چې د بریالي کیدو په صورت کې به له طالبانو سره خبري وکړي. له دغو ټولو مسئولیتونو سره سره، د افغانستان راتلونکی ولسمشر ښايي له داسې یوه وضعیت سره مخامخ شي چې باید پکښي د جنگسالارانو، امریکا متحده ایالاتو او طالبانو متغایري گټي متوازني کړي.