1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تبصره: د ټاکنو اصلي ګټونکي کانديدان نه، بلکه افغان ولس دی

په افغانستان کي د ټاکنو ورځ که څه هم د ديموکراسي د جشن ورځ ښايي ونه ګڼل سي، خو د افغان ولس د ارادي او هوډ څخه په ښکاره توګه ويندويي کوي.

خلک غواړي چي د سياسي نظام د تصميم نيولو په پروسه کي ونډه ولري.

خلک غواړي چي د سياسي نظام د تصميم نيولو په پروسه کي ونډه ولري.

که چيري په مليونونو افغانانو خپلي رايي ورکړي هم نه وای، خو دونه ويلای سو چي لږ ترلږه په سل ګونه زره خو د ژوند د خطر په منلو سره د رايو د ورکړي د صندوقونو پر لور روان سول.

طالبانو د هيڅ ډول ګواښ ولو او ويري اچولو څخه سپما ونه کړه ترڅو خلک د رايه ورکولو څخه منع کړي. خو دوی په خپل دې هدف کي بريالي نه سول.

افغانانو د ويري او ډار څخه پرته د طالبانو او د هغوی د متحدينو، د جګړې او خپل سري واکمنۍ پر ضد ږغ راپورته کی.

خلکو د خپلو رايو په ورکړي سره ښايي هدف دا نه و چي دا يا هغه کانديد وټاکل سي. بلکه هغوی تر ډيره حده يوه سياسي سيستم ته رايه ورکړه، چي هلته پر فرد او د هغه پر سياسي فکر باندي حساب وسي، نه د هغه پر جنسيت چي نارينه دی که ښځينه، نه د هغه پر قومي، ژبني او مذهبي تعلقاتو باندي.

ځکه نو سړی بايد تعجب و نه کړي چي په 2001 کال کي د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته د ولسي جرګي په دوهم ځل ټاکنو کي د پخوا په پرتله د ښځينه رايو ورکونکو ونډه پراخه وه.

افغان ښځي ښه پوهيږي، که چيري طالبان يا د جګړه مارانو واکمني بيرته راژوندۍ سي، پر دوی به د ژوند نوري ناخوالي وتپل سي.

ډير هغه کسان چي پرون په کندهار، هلمند، ارزګان، باميان، کندوز، بدخشان يا کابل کي د رايو صندوقونو پر لور ګام واخيست، ښايي د ديموکراسي په بشپړ مفهوم او ارزښت او يا جزيياتو پوه نه وي.

ښايي هغوی له دې څخه هم خبر نه وي چي د افغانستان د پارلمان دنده څه ده. خو په يوه څه ښه پوهيږي، هغه دا چي: «غوره ده چي ټاکني وي، نسبت ودې ته چي هيڅ نه وي».

خلک غواړي چي د سياسي نظام د تصميم نيولو په پروسه کي ونډه ولري، که څه هم د افغانستان د قدرت ځيني واکمنان او يا د ټولني ځيني نخبه کسان پرهغو باندي د سياسي پوهي د نه بلوغ ګمان کوي.

افغان ولس بلاخره غواړي چي دوی ته بايد په درنه سترګه وکتل سي او د هيواد د ښيګڼو په هکله د دوی سره سلا مشوره وسي.

ډيرهغه خلک چي پرون يي خپلي رايي ورکړي ښايي په دي نظر وي چي د هغوی په رايو سره کوم څه ته بدلون ور نه کړای سي.

ښايي دوی په دې نظر هم وي چي د نوماندانو په برياليتوب يا ناکامۍ کي ډير نور فکتورونه نقش ولري نسبت د دوی و رای پاڼو ته.

خو بياهم دوی په ټاکنو کي ګډون وکړ تر څو خپلو خلکو او نړيوالي ټولني ته يو پيغام ورکړي.

د هغوی پيغام دا دی: « که چيري په افغانستان کي د سولي پروسه ناکامه کيږي، وجه يې ښايي دا نه وي چي افغان ولس يې ملاتړ ونه کړ.» سر بيره پردې هغوی د دغه پيغام دي پوښتني ته هم ځواب غواړي چي: « موږ چمتو يو د هغه څه لپاره چي د ديموکراسۍ په نامه ياديږي، خپل ژوند قربان کړو. خو پوښتنه دا ده چي نړۍ په افغانستان کي ديموکراسي څومره جدي ګڼي؟».

اوس به وليدل سي چي په افغانستان او نړي کي د چارو مسوولين دغه ښکاره او څرګند پيغام څومره جدي ګڼي. بل داچي دې ته هم بايد انتظار وايستل سي چي په افغانستان او نړۍ کي ټولنيز او سياسي لوبغاړي د ديموکراسۍ پوښتني ته څه ځواب وايي.

رتبيل آهنګ/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل