1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ټاکني

تبصره: د قانون د واکمنۍ پر لور د افغانستان بل گام

افغانانو د دیموکراتیک بدلون له پاره خپله اراده څرگنده کړه. د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر فلورین وایگند، په خپله تبصره کې وايي، امریکا باید په بیړه له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره د عراق اشتباه تکرار نه کړي.

«د رایو پاڼې د گولیو پر ځای» - دغسې یو زیرې هغه شعار ورکوی چی نامعلومو گرافیتی هنرمندانو په رنگه کرښو د افغانستان په یوه دیوال ترسیم کړی دی. د دغه گرافیتی ترڅنگ د سولی کوتره هم انځور شوی ده. دغسی یو انځور ځانگړی سمبولیک قوت او ارزښت لری.

پر ځان باندې د ټولو خطرونو له منلو سره، افغانان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې هم د رایو د صندقونو پر لور ولاړل. د دویم پړاو له پاره په دې وجه اړتیا وه چی هیڅ یو کاندید د اپریل د میاشتی په ټاکنو کې ونه توانید چې اړین نصاب پوره کړي. له خپلو رایو سره به افغانان په خپل تاریخ کې د لومړی ځل له پاره سیاسی قدرت په دیموکراتیکه توگه له یوه ولسمشر څخه بل ته ولیږدوي. هغوی دغه ستر هدف ته د وخت او زمان له عصري وسایلو گرافیت، تویتر او فیسبوک سره خپل غږ پورته کړ. په دې کې شک نه شته چی د ټاکنو پایلې لا تر اوسه معلومې نه دي او پایلو ته باید یو څه نور انتظار وایستل شي. خو مهمه خبره دا ده چې افغانستان نور هغه هیواد نه دی چې ۱۵ کاله مخکی وو، هغه وخت چې طالبانو پر دې هیواد باندې حکومت کاوه.

البته دا ډیره سخته ده چې د دغې تاریخی پېښی احساسات له پام څخه وغورځول شي. خو څو پوښتنې باید سړی وکړي: آیا په تیرو ۱۲ کلونو کې د نړیوالې ټولنې زیارونه او په میلیاردو ډالرو مرستې بې ځایه وې؟ آیا هغه تجربه چې دیموکراسي د عمل په ډگر کې پلي شي،د افغانستان په څیر یوه هیواد کې چې ډیرو له دې مخکې د یوه ناکامه دولت په توگه گڼلی وو، بریالیتوب ته ورسیدله؟

دا هیواد په دې شپو او ورځو کې تر پخوا رڼا ښکاري، ښایی په دې وجه هم چې د اسلامي نړۍ له نورو دولتونو څخه خبرونه له تورې تیاری څخه ویندویي کوي. سوریه د کورنۍ جگړې په تورتم کې ډوبه ده، په عراق کې د بغداد په لور اسلامی قوتونه د پرمختگ په حال کې دي او په پاکستان کې طالبان د دې هیواد پر ستر هوایي ډگر کراچۍ باندې بریدونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په مصر او لیبیا کې د عربي پسرلي غوټۍ لا مخکې مړاوې شوې دي.

که چیرې د افغانستان پر وضعیت له نژدې نظر واچول شي داسې ښکاري چې هغه هم لا تر اوسه کڼډ او کپره لاره په مخکې لري چې که چیرې اواره نه کړای شي ښایي دا هیواد د تباهۍ کندې ته ټیلوهي. اختلاس، کمزوری اقتصاد او قبیلوی جوړښتونه لا تر اوسه د یو عصري او د قانون پر بنسټ ولاړ دولت د جوړیدو په لاره کې پراته خنډونه دي.

دواړه کاندیدان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله، او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غنی احمدزی ښه چانسونه لري. په همدې وجه د دې هڅو خطر چې د ټاکنو یوه کابو مساوي نتیجه ښایي د درغلیو او انحصار له لارې یو څه لوړه کړای شي ډیر زیات دی. خو یو ولسشمر چې په ټاکنو کې د درغلیو له لارې قدرت ته رسیږي، هغه به د یوه کمزوري دولت مشر وي.

له بلې خوا امنیتي وضعیت لا تر اوسه ستونزمن پاتې دی. که څه هم د ټاکنو پر ورځ له نیکه مرغه کومه ستره امنیتي پېښه ونه شوه، خو امنیتی چارواکو د څه د پاسه ۱۵۰ امنیتي پیښو رپوټونه ورکړل. دا چې په مجموع کې د ویرو او اندیښنو پر خلاف تر سره شوې ټاکنی د طالبانو له سترو عملیاتو په امان کې پاتې شوې باید د هغوی د کمزورتیا په توگه تفسیر نه شي. په دی کې شک نه شته چې د افغانستان د ملي پولیسو او د ملي پوځ ځواکونو ستره میړانه او زړورتیا ښکاره کړه. دا ځکه که چیرې سړی گاونډي هیواد پاکستان ته نظر واچوي هلته د یو ډیر مسلکیياو اغیزمن پوځ او د یوه ویرونکي استخباراتي سازمان پر شتون سربیره افراطیون وتوانیدل چې ځانونه آن د دې هیواد یوه ستر هوايي ډگر ته ورسوي. ښایی د دغو افراطینو چې ځانونه د «د خدای د لارې جنگیالي» بولي له پاره دیره گرانه نه وای چې دې ته ورته عملیات یې په افغانستان کې هم په لاره اچولي وای. دا چې له دغو تند لارو اسلام پالو سره چا معامله کړي وي ترڅو د هغوی د زورزیاتیو مخه ونیسي، ښایي هرمرو له داسې وعدو سره مل وي چې په راتلونکي کې به یې طالبان غوښتنه وکړي. هغوی د هندوکش د غرو د لمنو په پروت هیواد کې د قدرت د یو فکتور په توگی پاتې دي.

په همدی وجه نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعاله پاتې شي. عراق یوه ډيره ښه بیلگه ده. له دغه هیواد څخه ټول امریکایي سرتیري وایستل شول. د عراق تجربه باید په افغانستان کې تکرار نه شي. که څه هم په بیړه د ځواکونو ایستل ښایی په کورني سیاست کی لنډ مهاله مثبې اغیزې له ځان سره ولری، خو له سیاسي- جغرافیایي لحاظه کیدای شي د تباهی سبب وگرځي. واشنگتن او د هغه متحدین باید پر هغه تصمیم چې غواړي د ۲۰۱۶ کال په پای کې افغانستان پریږدي یو ځل بیا له له سره غور وکړي.

DW.COM