1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

تبصره: ترهګري وېرې اچونې ته وايي

په مونشن کې وارخطايي: د بايرن په آيالتي پلازمېنه کې د المپيا په نوم سوداګريز مرکز کې شوي خونړي بريد آلمان سخت ځپلی دی. دغه هېواد حيران او له يو چلنج سره مخامخ دی. په دې اړه کريستوف شتراک تبصره لري.

دا يو خراب ماښام وو، شپه به لا خرابه او غمجنه وي. ډزې، ټپيان او مړي. د وحشت فضا او د ترهګرۍ ګواښ. د هغو انسانانو له پاره چې دا هر څه له نژدې څخه ويني، دا په رښتيا ترهګري ده. دا مونشن، د بايرن د آيالت وياړمن مرکز دی. دا هغه آيالت دی چې پوليس يې تکړه او بيداره دي. ترهګري «وحشت» ته وايي. دغه وېره اچونه اوس آلمان او د دغه هېواد ښارونو ته رسېدلی دی. هغسې وحشت چې پنځه کاله مخکې په اوتويا کې پيل شو، چيري چې نارويژي، انېرس براويک، خونړی بريد وکړ. يا هغه وحشت چې څو ورځې مخکې په نيس کې وو. طبعاً د سړي فکر خپله د تېرو اتو ورځو بريدونو ته هم ورستنيږي. هغه وحشتناک خونړی بريد چې لږ تر لږه ۸۴انسانان يې د فرانسې په جنوب کې پروت په نيس ښار کې شا ته پرېښودل، بريدګر د ۸۴داسې انسانانو ژوند واخيست چې د دوبي په يوه ښايسته شپه د خپلې ملي ورځې د لمانځنې په موخه سره راټول شوي ول.

دغه کرکه له کومه راځي؟

بل د يوه ځوان افغان کډوال بريد دی چې د ورڅبورګ په شاوخوا کې يې په اورګاډي کې يو شمېر چينايي سيلانيان سخت ژوبل کړي ول. آلمان هغه وخت په لومړي ځل حيران پاته وو چې يوه ۱۷کلن زلمي به ښايي له هغه هېواد او هغو انسانانو سره کرکه لرلې وي چې له ده سره يې مرسته کوله. خو يوه خبره څرګنده ده: تر اوسه لا هيڅ معلومه نه ده چې د دغې ترهګرۍ شاليد او انګېزه څه ده. له وخت مخکې قضاوتونه بايد ونه شي. خو هر څه بايد روښانه کړل شي.

په دې برخه کې ډېرې پوښتنې شته. د هغو پوښتنو زغم بايد ولرو، چې جوابونه ورته هرومرو پکار دي. کېدای شي هغه به هيڅکله جواب هم نه شي يا به له کړاوه ډک جوابونه ولري. د ځينو انسانانو د حيرانتيا له مخې شوي سوالونه به تل بې جوابه پاته شي. اوس د دولت او چارواکو نوبت رارسېدلی دی. اوس بايد له ټولو پوليسو څخه مننه وشي چې د خلکو د خونديتوب غم خوري او کوم چې خپل ژوند هم په خطر کې راولي.

کريستوف شتراک

کريستوف شتراک

غيراخلاقي «رسنۍ»

بلې غاړې ته د ټولنيزو رسنيو په نوم پديده ده چې په دغسې يو وخت کې يې ټولنيز اخلاق چندان ونه ښودل. ډېر ځله دغه رسنۍ غيراخلاقي وي او انسانانو ته په سپکه ګوري. لومړی مړی لا تائيد شوی نه وو، انسانان لا له وژل کېدو څخه وېرېدل، چې لومړنيو کسانو په تويتر کې د صدراعظمې، انګلا مېرکل، استعفا يا په وړاندې يې د نه اعتماد بهير غوښتی وو. بله خبره هم شته: د المپيا د لوی پلورنځي څخه داسې تلويزيوني انځورونه شته چې خلک په عاجله او بيړه کې ښېي. وروسته هغه په بل چېنل کې په «ژوندۍ» بڼه خپريږي. په رسنيو کې هيڅ شی «ژوندی» نه خپريږي. د ژوند مسئله د هغه چا له پاره «ژوندۍ» او مطرح ده چې په سيمه کې ځپل کيږي، کوم چې د خپل ژوند د له لاسه ورکولو وېره لري. رسنۍ بايد هم زغم کول زده کړي. هغه په کراره ويل کېدونکې خبره چې ترهګرۍ په وروستيو کلونو کې يوازې فرانسه، هسپانيا، لويه بريتانيا، بلجيم او ترکيه اغېزمنه کړې ده، اوس نور صدق نه کوي. دا خبره بايد هم هېره نه کړو چې په استانبول يا جربه کې هم جرمنيان ووژل شول. که په دغه شپه نور هر څه پېښيږي، خو هغه به د غم او وير شېبې وي. کله چې اصلي معلومات حاصل شي او د قربانيانو، مړو، او ټپيانو شمېرې تائيدې شي، نو آلمان به يو بل ډول هېواد ګرځېدلی وي. خو آيا هغه به بدل شوی هم وي؟ دغه هېواد له يو چلنج او ننګونې سره مخامخ دی، خبره د ټولنيز پيوستون، د بېلابېلو ادارو د قاطعيت او منطق او د سياسي مشرتابه د ځواکمنتيا ده. خو له ډېرېدونکو ستونزو سره د چلن په برخه کې بايد رښتيا هم وويله شي، که هغه اسلامپاله ترهګري وي، که د يوې ټولنې په وړاندې کرکه وي په کومه کې چې درز راغلی دی. وحشت اوس آلمان ته رارسېدلی دی.

DW.COM