1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تبصره: افغانستان د تحت الحمایه توب په لور

د ولسمشر اوباما هغه پریکړه پر ځای ده چې غواړي په افغانستان کې د خپل هیواد پوځي حضور وغځوي. خو د دویچه ویله د افغانستان او پاکستان د څانګو مشرفلوریان وایګند وايي، په دغه پلان کې د وتلو یوه سنجول شوي ستراتیژي نه لیدل کیږي.

دا د حیرانتیا خبره نه ده چې افغانستان نه شي کولای په یوازې سر د خپلو امنیتي مسوولیتونو له عهدې څخه ووځي. کارپوهان، د پوځ غړي او پخپله افغانان ګواښ کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل مخکې له وخته دي او کیدای شي چې دغه هیواد یو ځل بیا د انارشي یا ګډوډي حالت په لور روان کړي.

خو له بلې خوا بیا په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره، دیپلوماتان او سیاستوال ټینګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي چې د خپل هیواد ثبات وساتي. هغوی ټینګار کوي چې اوس افغانستان یوازې پوځي مشاورینو ته اړتیا لري چې ورته د ناټو د نوي ماموریت «قاطع ملاتړ» په چوکاټ کې برابریږي.

خو تر هغه وروسته چې سړی د افغانستان ریښتینی حالت وارزوي نو په ډیرې اسانۍ سره پوهیدای شي چې د دغو دوو استدادلالونو له ډلې څخه کوم یې یې سم دی. ۲۰۱۵ کال په تیرو ۱۴ کلونو کې د طالبانو د رژیم له راپرځیدو وروسته تر ټولو خونړی کال دی. تندلاري اسلامپال توانیدلي دي چې په دغه کال کې په بیلابیلو ولایتونو کې لا ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي – دا په افغانستان کې هغه بدلون دی چې تر ډیره حده پورې د نړیوالو له نظره لیرې پاتې وو.

لویدیځو هیوادونو دغه موضوع د خطر تر یوه زنګ وروسته درک کړه. د برلین له پاره دغه زنګ هغه وخت ووهل شو چې د کندز ښار چې تر تیر کال پورې په کې آلمانیان میشت وو، تر برید لاندې راغی. د ټولې اروپا له پاره دغه زنګ د ډیر شمیر افغان کډوالو له رسیدو سره او د امریکا متحده ایالاتو له پاره په افغانستان کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې له پیاوړي کیدو سره ووهل شو.

له همدې کبله د ولسمشر اوباما دا پریکړه چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم سرتیري ساتي، پرځای ده. لویدیځ هیوادونه باید په خپل توان کې هر کار ترسره کړي چې په سیمه کې ثبات وساتي. هغوی باید دا کار نه یوازې د افغانانو له پاره وکړي، بلکه باید د خپل امنیت ساتلو او په خپلو هیوادونو کې د سیاست له کبله هم په دې کار لاس پورې کړي. خو اوباما دا پریکړه ډیره ناوخته وکړه. اوباما د خپلې دې پریکړې ته د امریکایانو په منځ کې د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره له افغانستان څخه د بیرې کیسو ته اړتیا لرله.

اوس نو باید څه وشي؟ داسې ښکاري چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د غځولو پریکړې تر شا کومه پراخه ستراتیژي موجوده نه ده. باید دا موضوع له یاده و نه باسو چې د ایساف ماموریت په افغانستان کې د دغه هیواد له بیارغونې، د دیموکراسي له رامنځته کولو او د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره په مستقیم ډول تړلی وو. دا هر څه د دې له پاره طرح شوي وو چې افغانان پخپله، خپله راتلونکې وټاکي او ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی په خاوره کې ځای وموندي. خو دا ټولې هڅې ناکامه شوې دي.

له بلې خوا په افغانستان کې اوس وضعیت تر پخوا هم بدتر شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو له وروستۍ پریکړې سره، په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو ماموریت نه دی روښانه شوی. د کابل حکومت هم د خپلې بقا له پاره د لویدیځ پر مرستو ولاړ دی او یوه سمبولیکه دیموکراسي تجربه کوي. دا د یوه داسې هیواد له پاره چې د کولونیالیزم او انارشیزم له ګواښونو سره مخامخ دی، ښه بنسټونه نه دي. حقیقت خو دا دی چې افغانستان د لویدیځې نړې «تر ساتنې لاندې» یا په اصطلاح تحت الحمایه توب په لور په لور روان دی.

له همدې کبله مهمه نه ده چې امریکا متحده ایالات په دې هیواد کې چارې یوازې پر مخ وړي، له ناټو سره همکاري کوي او که آن د ملګرو ملتونو له تایید سره دغه کار تر سره کوي. تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې د ماموریت واضح چارچوکاټ نه وي او د دغه هیواد د حکومت د جوړښت پیاوړي کولو او له ګاونډیو ایران او پاکستان سره د خبرو کولو له پاره جدي اقدامات و نه شي، په دې هیواد کې به دوامداره سوله رامنځته نه شي.

یو څه روښانه ده، او هغه دا چې آن تر ټولو لیبراله افغانان به و نه غواړي چې په یوه تحت الحمایه هیواد کې ژوند وکړي، داسې هیواد چې د یوه بل پیاوړي هیواد تر تاثیر او کنترول لاندې وي.

DW.COM