1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تبصره: اخراج افغانستان ته؟ نه تصمیم نیول هم یو ښه تصمیم دی

تر هغې چې ټول افغانستان د جگړې ډگر ونه گڼل شي، مجرم مهاجر او هغه مهاجر چې د آلمان له پاره خطر وگڼل شي، هغه به له دې هیواده اخراجیږي. د دویچه ویله د افغانستان د څانگې مشر وایگند، په نظر دا د اکثرو افغان مهاجرو په گټه دی.

غټه پوښتنه لا تراوسه دا ده چې: آیا افغانستان په کافي اندازه امن دی یا نه؟ « هو! او نه!» دا هغه یو څه دي چې سړی يې د آلمان د حکومت دریځ تعبیرولای شي، که څه هم حکومت خپل دا دریځ د رسنیو په وړاندی ډير په دیپلوماتیکه توگه څرگند کړی دی. معنی دا چې: سیاسي تصمیم نیونکو ظاهرا ټینگ هوډ کړی چې نه غواړی په دی اړه تصمیم ونیسي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت یوه نوې ارزونه لا تراوسه پر ځاې پاتې ده

او حتی د یوه داسې مذب ذب دریځ د غوره کولو له پاره هم د آلمان د کورنیو او بهرنیو چارو کارپوهانو څه د پاسه دوه میاشتې وخت ونیو چې د دغه ډول دریځ له پاره لاره اواره کړي. د می میاشتی په پای کې په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې برید چې د پاسه ۱۰۰ تنو پکښې خپل ژوند له لاس ورکړ، د آلمان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو عامو خلکو او رسنیو او حتی په آلمان کې افغان مهاجرو ته، ژمنه ورکړه چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت یوه نوې ارزونه به وکړي. خو اوس یوازې دومره ویل کیږي چې د آلمان د سفارت په اصطلاح یوه مقدماتی رپوټ به د آلمان ایالتونو ته واستول شي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې د آلمان په روان دریځ کې «د هیڅ بدلون له پاره اړتیا نه شته». معنی دا چې: وروسته له دې به هم «انفرادي» اخراج تر سره شي، امنیتي وضعیت البته د نورو مسایلو سر بیره، د افغانستان  مختلفو سیمو، د افرادو شخصي شرایطو او دا چې اړوند مهاجر کوم قوم پورې اړه لري، تړلی دی.

دا په داسی حال کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغه رپوټ د نتایجو په هکله خپلې څرگندونې وکړې، خو هغه او یا د حکومت نورو چارواکو د دغه رپوټ د محتوا په هکله هیڅ ډول یادونې نه دي کړي.  دلیل یې ښايي واضح وي: کله چې دغه رپوټ په افغانستان کې د روان وضعیت رښتیني انځور وړاندې کړې، نو بیا هغه پر ویرونکو حقایقو سترگي پټولای نه شي. 

Weigand Florian Kommentarbild App

فلوریان وایګند، د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشر

 

د افغانستان پلازمینه کابل، چې تر اوسه پورې د «امن» ښار په توگه یې ستاینه کیدله د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي پورې د بې شیمرو تروریستي بریدونو ډگر وگرځید، چې څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان د دغو بریدونو قربانیان وګرځیدل. دغه راز  په « مصون» هرات کې همدا څو اونۍ مخکې له ۳۰ تنو شیعه مسلمانانو څخه چې په سوله ایزه توگه د لمانځه له پاره خپل جومات کې راټول شوي وو ژوند واخیست. سربیره پردې همدا تیره اونۍ طالبانو او د داعش ډلې په خپل یو بیساري گډ برید کې په یوه کلي کې ۵۰ کلیوال چې په هغو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل وو، عام قتل کړل.  هغه هم د هیواد په شمال کې چې تل ویل کیدل چې دغه سیمې د نورو سیمو په پرتله له امن څخه برخمنې دي.

افغانان هم دلته مجرم مهاجر نه غواړي

دا چې په افغانستان کې څوک، چیرته، څرنگه او څه وخت نسبتا نورو ته لږ له خطر سره مخامخ دی، د آلمان حکومت د دې پوښتنې په وړاندی د ځواب پوروړی دی. البته په دې خبره کې حکومت حق په جانبه دی چې مجرم، خطر پیښوونکی شخص او یا هغه اشخاص چې د خپل هویت له ښوولو څخه تل انکار کوي، له اخراج سره تهدید کړي. که چیرې سړی د افغانانو ټولنیزو شبکو ته نظر واچوي، سړی هلته  په څرگنده توگه موندلای شي چې هغوی هم د آلمان د حکومت له دا ډول دریځ سره موافق او همنظره دي. اکثریت مهاجرین هم نه غواړي چې هغوی دې له مجرمینو او یا تروریستانو سره په اصطلاح په یوه تنور کې واچول شي. هغوی غواړي چې د هغوی ماشومان په دې هیواد کې پرته له کومې بد نامۍ سره ستر شي او ژوند وکړي.

د مهاجرو په منځ کې هم دا نظر عمومیت لري چې یو مجرم (البته نه هغه یو شخص چې یوازې په گاډي کې بې ټکټه سپور شوی وي!) حتی نا امنو او جنگي سیمو ته بیرته واستول شي. خو یوازې د آلمان حقوقي سیستم د دې خبرې مخالفت کوي. یعنی: هغو سیمو کې چې جگړه روانه ده، هلته دې څوک وا نه استول شي. په همدې وجه د آلمان د حکومت له پاره به وروسته له دې هم گرانه وي چې ټول افغانستان د «جگړې د سیمې» په توگه یاد کړي. ځکه بیا نو د آلمان د قانون له مخې حتی هغه کسان هم دلته پاتې کیدای شي چې دلته د جرم مرتکب کیږي او یا هغه خطر پیښوونکي کسان چې دلته له نورو مهاجرو سره یو سوله ایز ژوند تر پوښتنی لاندې راولي. که چیری د آلمان حکومت پر خپلې دې خبرې ټینگ پاتې شي چې یوازې مجرمین او یا خطر پیښوونکي اخراجوي، بیا نو دا د حکومت خپل تصمیم دی، چې څرگند او واضح تصمیم ونه نیسي چې آیا افغانستان او یا هلته کومه سیمه د بلې په پرتله مصوونه ده که نه! له دا ډول یو دریځ سره سړی ویلای شي چې دا هم ښايي یو ډير ښه تصمیم وي.

تاسې هم د دې تبصرې لاندې کولای شئ چې خپله تبصره او نظر څرگند کړئ. مونږ ستاسو له نظر څخه هرکلی کوو.