1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

"تاريخ موږ ټول محکوموي"

«موږ روڼاندو له زرګونو کلونو راهیسې، د کرکي وړ زیانونه رامنځته کړي دي: د یوه آرمان، یوه مکتب او د یوې تیورۍ په نامه وژنې، دا زموږ کار دی، زموږ کشف دی ـ د روڼاندو کشف.»

یادداښت: دغوایي د اوومي او اتمي د کلیزي له پاره دویچه¬وله د مجاهدینو او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند، دوه جلا جلا لید لوری را اخستی. په دغو مقالو کي اساسي پوښتنه داده: د غوایي له اوومې او اتمي څه درسونه تر لاسه کېدلای شي؟» دغه مقاله د آسمایي ویب پاڼي مسئول او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند یوه مخکني غړي حمید عبیدي، لیکلې ده.

دا ملک، یو انقلاب غواړي او بس/ بې حسابه وینه توېدنه غواړي او بس/
نن ورځ نو زموږ د آزادۍ ونه/ زما او ستا له ویني اوبه غواړي او بس/

کله چې د سلطنت په وروستۍ لسیزه کي، دغه شعر د مظاهرو له ستیج څخه لوستل کېده، مظاهره کوونکو به په شور او زوږ راتلل او د هوراوو نارې به یې تر آسمانه لوړېدې. سره له دې، چي دغه شعر به ډېری مهال د یوه جریان او خوځښت له حنجر را پورته کېده، خو په اصل کې یې د هغو ټولو ایدیالوژيکي جریانونو او خوځښتونو، چي په راوروسته لسیزو کې په دوو مخالفو او خونړیو قطبونو کې یو د بل په وړاندي ودرېدل، دا روحیه څرګندوله چې: « د ایدیالوژيکي موخو له پاره چمتوالی- لرو که هرڅومره بیه ولري»

د غوایي د اوومي او اتمي په اړه- چي په تصادفي ډول له شکلي پلوه زموږ په ژبو کې معکوس عددونه دي- ډېرڅه لیکل شوي دي. زه به هڅه وکړم، چې له خپل فردي دریځه یوازي دغه پوښتني ته ځواب ولټوم: ولي هغه لوستونکی نسل، چې زه ورپوري تړلی یم، داسي آسانه ډله ډله او بې پروا پر هغو لارو ولاړه، چي په پاېله کې ئې له ځانه د معاصر تاریخ تر ټولو اوږد، خونړی او ورانونکی ناتار پر ځای پرېښود؟

زما نسل، د سلطنت په وروستۍ لسیزه کې(د اساسي قانون او ولسواکۍ لسیزه) د سیاست ډګر ته ورننوت. دا ښایي ډېره سمبولیکه واوسي، چې موږ د یوځل له پاره هم د خپل اساسي قانون د تصویبېدلو ورځ نه ده لمانځلې! ددې بر خلاف هغه ورځ چې په دغه لسیزه کي هر کال لمانځل کېدله، د لړم دریمه نېټه وه. تر دې ورځي پوري هم موږ په روښانه توګه نه ده درک کړې، چې هغه پېښه ولي او څرنګه رامنځته شوه؟ او هغه بیا د را وروسته سیاسي پېښو په رامنځته کولو کې څه رول یا اغېز درلود؟

مظاهره، مظاهره، مظاهره او ددې وېل، چي «ژوندی دې وي» او «مړ دي وي»، هغه سیاسي فرهنګ و، چې موږ ورسره را لوی شولو. هغه مهال تلویزیون افغانستان ته نه و راغلی. او د انترنت خبره هم نه وه. د ورزش او لوبو له پاره امکانات هم لږ وه. سینما پیسې غوښتې، چې هغه مو هم نه لرلې! موږ د خپلې انرجۍ (انرژۍ) د مصرفولو لپاره یوازي د مظاهرو همدا وړیا کانالونه لرل او بس...ته به وایې، چې جنسي اړتیا مو هم- چې لا تراوسه هم په افغانستان کې په دې اړه خبري کول شرم بلل کېږي- په مظاهرو او په واقعیت کې د ولسواکۍ (دموکراسۍ) په ډانس کولو سره لېري کوله!...

رښتیا دادي، چې موږ نه ولسواکي سمه پېژندله او نه مو په ښوونځي کې داسې کوم مضمون درلود، چې په دې اړه مو لږ تر لږه سر را خلاص کړي. تر هغه چې تېر شو، د ټولنیزو او سیاسي چارو په اړه مو هم هېڅ مضمون نه درلود. د «منطق» کتاب هم د بل پېر(عصر) او بلي زمانې وه. د ښووني او روزنې نظام هېڅ پر دې بنسټ نه و ولاړ، ترڅو په موږ کي خپلواک تفکر او عاقلانه چلند وروزي. بله نیمګړتیا، د ساینسي او دیني علوم ترمنځ د رامنځته شوی پاڼ تشه وه. دغي تشي هم موږ له ذهني پلوه په عقیدتي ناورین اخته کړي وو.

په دې کې شک نه شته، چې زما نسل د پخوانیو نسلونو په پرتله ډېر لوستي، او کتاب لوستونکي لرل، همدا شان هغوی کتابونو او اطلاعاتو ته تر نورو زیات لاسرسی درلود. په دې توګه له نوري نړۍ څخه د افغانستان د زیات وروسته پاتي والي په اړه خبرتیا موږ ته ناشونې نه وه. او دا زموږ له پاره سخته دردونکې وه، سره له دې، چي موږ «پنځه زره کلن تاریخ» او «ویاړني» لرو؛ بیا هم په داسي حالت کي را ایسار یو. طبیعي ده، چې له دې واقعیتونو څخه خبرتیا، د افغانستان د وروسته پاته والي د لاملونو لټول او د پرمختګ د لارو موندل زموږ لویه فکري مشغولا وه.

د خپلواک تفکر او عاقلانه دريځ تشي، د بغاوت له شوره ډک نسل، په ظاهر کي د دوو متضادو ایډیالوژيکي ډلو پر لور را وکاږه: د «مارکسیزم- لینینیزم» او «سیاسي اسلام» دواړو ایډیالوژيو زموږ او د ولسواکۍ ترمنځ داسي پاڼونه (خندکونه) رامنځته کړل، چي تېرېدل ورڅخه ناشوني ول! موږ سره له دې چې ډېر لږه پوهه مو لرله، دا تصور راسره وه، چې د ټولو چارو اساسي کلۍ زموږ په لاس کې ده. او باید پرته له وېري دغه کلۍ وکاروو...

ای لرونو، ای څټکونو!
سره یو شئ، سره یو شئ!
د زمان پر پنځم برج باندې؛
ور وخېژئ، ور وخېژئ!

او دا کلۍ په کار ولوېده. خو پاېله یې پورته ختل نه و! کښته کېدل، کښته کېدل او کښته لوېدل وه؛ د «بدویت» تر پولي، چې نور نو تر هغه کښته نشته!!
«دغه ملک، یوانقلاب غواړي او بس» ... او «انقلابونه» یو په بل پسې راغلل، راغلل...او وینه هم بې حسابه او بې کتابه توی شوه. خو دا دومره ویني، د «آزادۍ ونې» لپاره «اوبه» نه وې! او دا یې نه شول کولای چې اوبه و اوسي. هغه ایډیالوژي چي افغانستان یې په خونړیو قطبونو ووېشه- سره له دې، چې له ظاهري حالته یوه له بلي سره نه پخلاکېدونکې برېښېدي؛ خو د ماهیت (منځپانګي) له پلوه دواړه توتالیتري وې. دواړو، نه یوازي داچي د فکرونو او سیاست تنوع، او بردباري یې ردوله په اصطلاح نفي کوله، بلکي واک ته رسېدل، د واک او قدرت انحصارول، د قدرت ساتل او د خپلو پروګرامونو پلې کول که د مخالفانو په فزیکي نابودۍ هم پای ته رسېدل، دا ټول یې په پوره ډول روا بلل.

ددې مقالې ليکونکی، حميد عبيدي

ددې مقالې ليکونکی، حميد عبيدي

په یاد مي راځي، چې په نوي زلمیتوب کې د ادولف هیټلرد «زما جګړې» کتاب په تصادفي ډول لاسته راغی. باید د هغه تصادف منندوی واوسم، چي په بله ورځ یې «سبا به دوزخ ته ولاړ شم» کتاب هم زما لاس ته راغی، او د هغه له لاري د هیټلري رژیم د جنایتونو له یوې ګوښې سره آشنا شوم. خو په باوري توګه نه شم ویلای، چي که په هماغه نوي زلمیتوب کې د ویکتور هوګو «بیوزلان»، د ماکسیم ګورکي، «مور» او نور داسې کتابونه لکه، د اناتول فرانس اثر«خدایان تږي دي»، د اناتولي ریباکوف اثر «د آربات بچوړي» او د جورج ارویل اثر «د څارویو فارم» زما لاس ته راغلي وای، پر ما به یې څه اغېز پرېښوده!؟...

د اوریانا فالاچي مشهور آثر «ژوند، مړینه او نور هېڅ» مي هماغه د زلمیتوب په دوره کي لوستی وه؛ خو له هغه څخه زما په ذهن کې یوازي د امریکا «ملامتیا» ځای نیولی وو. د ښکېلاک(استعمار) د ملامتیا په اړه- هغه څه چې د رسمی لیکل شوي تاریخ او «شفاهي تاریخ» ترمنځ زیات توپېر پکې نه تر سترګو کېده او کولای شو ووایو، چې زموږ د «تاریخي حافظې» برخه بلل کېږي- څه ناڅه پراخي ګډ نظرۍ شتون درلود. ځکه نو له «انګریز» سره زموږ حساب روښانه وه. د ویتنام جګړه، او په دریمه نړۍ کې له دیکتاتورو رژیمونو څخه د امریکا ملاتړ- په تېره بیا له پاکستان او ایران څخه- زموږ په ذهن کې د «انګریز» تصور را ژوندی (تداعي) کاوه. له دې لاري «زما نسل» که څه هم چې د تېرو نسلونو د باورونو په وړاندي بغاوت وکړ؛ خو په څو برخو کې یې له خپلو تېرو نسلونو سره توپېر نه کېده:

د لویديځ د مادي- تخنیکي لاسته راوړنو په وړاندي حېرانتیا، او په خوا کې یې د غرب د افکارو، سیاستونو او سیاسي فرهنګ ردول او له هغو څخه کرکه. د ګرباچف، او «پریسترویکا» او «ګلاسنوست» دې کور ودان وي، چې «اوسپنیز دیوال» یې له بیخه ونړاوه. ځکه چي له همدې راهیسي مي د هغو پوښتنو له پاره، چې له ډېره مهاله یې زما ذهن را ژویه، ځواب وموند. نن ورځ چې هر پلو مخ اړوې، د وړیا خبرونو وسایل ستا په واک کې دي، او څه ناڅه «هرڅه» زموږ تر سترګو لاندي دي، خو بیا هم ځنو وګړو ځانونه د خپل ذهن په جال کې بند ساتلي:
- هغوی چې لا هم د روسي کمونیزم له «زینې» څخه «د زمان پنځم برج» ته د ورختلو له تصوره نه دي را خلاص شوي، پر ګرباچوف لعنت وایي، چې د شوروي د ړنګېدلولامل شو.

- د«پنځم برج» مخالفان لا هم داسي تصور لري، چي د شوروي له منځه تلل او د برلین د دیوال ړنګېدل باید د هغوی په کارنامو ور زیات شی...
او ډېری مهال اورئ او لولئ، چې: «موږ مسئول نه یو»، «موږ څه نه دي کړي»، «نور مسئول دي.» او لږ دي داسي وګړي، چې ووایي: «چل او دروغوېل پرېږدئ، تاریخ موږ ټول محکوم کړي یوو.» آیا نن ورځ زما د نسل «روڼاندي» چې د «شپیتو او ماتېدو» په عمردي، کولای شي، د یوې غوره او ښې را روانې ورځې له پاره یو کار سرته ورسوي؟! ولې داسي فکر کوم، چې موږ روڼاندي کولای شو یو کار وکړو؟

په دې دلیل، چې موږ روڼاندو له زرګونو کلونو راهیسې، د کرکې وړ زیانونه رامنځته کړي دي: د یوه آرمان، یوه مکتب او د یوې تیورۍ په نامه وژنې، دا زموږ کار دی، زموږ کشف دی ـ د روڼاندو کشف. همدومره چې د انسانانو احساسات د یو بل پر خلاف را ولاړ کړوو- که څه هم چې ډېری مهال په ډېرو پاکو نیتونو ترسره شوي دي- لوی کار موکړی دی. هېڅوک نشي کولای ووایي، چې داسې کار زموږ له وسه بهردی.

هوکی، موږ «انقلاب» ته اړتیا لرو، خو «بې له وینې توېدلو انقلاب» ته: موږ د «ذهني پاکوني» او د سترګو، غوږونو، ژبي «وینځلو» انقلاب ته اړتیا لروو؛ ترڅو د تېري د لیدلو او له هغه د درس اخستولو او په خپلو اشتباه ګانو د اعتراف، او د نننیو واقعیتونو او امکاناتو د درک شهامت او زړورتیا ومومو.

یادښتونه:
د ایراني شاعر، سید محمد رضا میرزاده عشقي شعر (۱۲۷۲-۱۳۰۳ )
** کارل پوپر، «روښانفکرانه آزادي او مسووليت».

حميد عبيدي
کتونکی: نجيب الله زيارمل