1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

تاجکستان د افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق لاره

د تاجک سياسي کارپوه سلطان احمد دا هم وايي چي : «تاجکستان دي ته اړ بريښي چي د لويديځي نړي سره ځان نژدي کړي ځکه تر اوسه روسيه په دي ندي توانيدلاي چي له تاجکستان سره، په تيره بيا په اقتصادي برخو کي پراخي مرستي وکړي .

په افغانستان کي دنشه يي توکو توليد او قاچاق په بيساري اندازي سره وده کړي

په افغانستان کي دنشه يي توکو توليد او قاچاق په بيساري اندازي سره وده کړي

دنشه يي توکو د قاچاقو په ضد دمبارزي د پاره به دامريکي متحده ايالتونه دتاجکستان دپاره خپلۍ مرستي زياتي کړي .

دغه خبره پرون په تاجکستان کي د امريکي دمتحده ايالتونو لويی سفيري ميرمن

Tracy Ann Jacobson وکړه . او هسي چي ويل شوي دي دتاجکستان په پلازمينه دوشنبي کي پرون د 9.42 مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د مرستي يو تړون ليک لاسليک شوي هم دی. دغه پيسي بايد په دي لاره کي ولګول شي چي دسويلي نا آرامه ګاونډي هيواد افغانستان له لا ري تاجکستان ته دترياکو اودهيروينو دقاچاقو مخنوي وشي .

د 2001 ميلادي کال د پاي راهيسي چي په افغانستان کي دامريکايانو دایتلافي ځواکونو په پوځي مداخلي سره په دغه هيواد کي د طالبانو تندلاري رژيم له قدرت څخه را پروزول شوي دي ، په افغانستان کي دنشه يي توکو توليد او قاچاق په بيساري اندازي سره وده کړي او له افغانستان څخه بهر ته زياتره د نشه يي توکو قاچاق د تاجکستان او ايران له لاري سرته رسول کيږي .

دهغوارقامو له مخي چي د ملګرو ملتونو دمخدره موادو او جناياتو سره دمبارزي دڅانګي له خوا خپاره شوي، د دي اټکل کيږي چي له افغانستان څخه په سلو کي 32 هيروين او په سلو کي 58 ترياک د تاجکستان او دمرکزي آسيا د پنځو نوروجمهوريتونو له لاري بهر ته ځي . د 1992 ميلادي کال راهيسي تر اوسه واشنګتن له تاجکستان سره دنشه يي تو کو په ضد دمبارزي دپاره د 37 مليونو دالرو څخه زياته مرسته کړي . او دغه پيسي زياتره دافغانستان او تاجکستان په ګډو پولو کي د سرحدي کنترول او د تاجکستان دسرحدي پوليسو د روزني دپاره ورکړ شوي دي .

روسي سرحدي عسکرو له افغانستان څخه قاچاق شوي ترياک نيولي دي

روسي سرحدي عسکرو له افغانستان څخه قاچاق شوي ترياک نيولي دي

دامريکي متحده ايالتونه له ډيري مودي راهيسي داهڅه لري چي دافغانستان دشمالي ګاونډي هيواد تاجکستان سره ښي اړيکي وپالي . په تيره بيا چي امريکايان غواړي دتاجکستان له لاري افغانستان ته خپل اکمالات ورسوي اوهسي چي ويل شوي دي ، تاجکستان له دي سره موافقه کړي چي امريکايان او ناتو کولاي شي چی د تاجکستان له لاري افغانستان ته خپل غير نظامي اکمالات ورسوي . که څه هم ځيني کار پوهان په دي عقيده دي چي ښايي د واشنګتن او دوشنبي ترمنځ ښي اړيکي به د مسکو او دوشنبي په دوستانه اړيکو باندي منفي اغيزي ولري خو څنګه چي تاجکي سياسي کار پوه سلطان احمد وايي :

«تاجکستان به دي ته اړ نه وي چي له ماسکو سره د خپلو ښه اړيکو د ساتلو په خاطر د لويديځو هيوادونو سره د ښو اړيکو په پاللو کي لټي وکړي.»

او بيا تاجک سياسي کارپوه سلطان احمد دا هم وايي چي :

«تاجکستان دي ته اړ بريښي چي د لويديځي نړي سره ځان نژدي کړي ځکه تر اوسه روسيه په دي ندي توانيدلاي چي له تاجکستان سره، په تيره بيا په اقتصادي برخو کي پراخي مرستي وکړي . مونږ له روسيي څخه ډيري تمي درلودي خو دغه تمي هسي چي ښايي ندي تر سره شوي . له بله پلوه مونږ دخپلو پولو دامنيت سا تلو او دنشه يي توکو دقاچاقو مخنوي ته اړ يو . خو بيا سلطان احمد داهم وايي چي د امريکي دمتحده ايالتونو سره به زمونږ د اړيکو ښه کيدل به په دي مانا هم نه ويٍ چي له ماسکو سره به زمونږ اړيکي سړيږي .

ډير شمير نور تاجکي کار پوهان په دي عقيده دي چي له دي وروسته به دتاجکستان اهميت په سيمه کی ډيريږي ، په تيره بيا که د ناتو او د امريکايانو غيرنظامي اکمالات دتاجکستان له لاري افغانستان ته وليږدول شي نو دا به د واشنګتن او دوشنبي په اړيکو باندي ډيري مثبتي اغيزي ولري .

يو بل تاجک کار پوه نور علي دولت وايي چي :

امريکا هغه لمړني هيواد و چي د تاجکستان دخپلواکي نه وروسته د دغه هيواد خپلواکي يي په رسميت وپیژندله . او نن ورځ تر څو چي امريکايي وسله وال ځواکونه په افغانستان کي وي نو دواړه هيوادونه به د يو بل همکاريو ته اړ وي .

فرانس پرس/ ضياء الحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم