1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

بې عدالته بخښنه؟ افغانستان د «کابل قصاب» د راتګ په درشل کې

له ډیري مودې راهیسې ګلبدین حکمتیار يو جنګي جنایتکار شمیرل کیږي. په ۹۰مه لسیزه کې د هغه کسان د ویري او زورزیاتي سبب شول. دغه اسلامپال تر دې وروستیو پورې د حکومت او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگېد.

د تیرکال په سپتمبر میاشت کې نوموړي له افغان حکومت سره سوله وکړه او د روان کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې ملګرو ملتونو پر هغه باندې لګول شوي بندیزونه لیرې کړل. له دې سره اوس حکمتیار کولای شي کابل ته راشي. ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت هیله مند دي چې د سولې له دې تړون سره به ښايي طالبان هم ورته سولې ته زړه ښه کړي. خو بل لوري ته بیا ځینې کسان دې کار ته د شک او تردید په سترګه ګوري او هغه هم له دې امله چې له دې جنګي جنایتکار څخه ولې پوښتنه نه ده شوې.

پوښتنه دا ده چې ایا داسې څوک چې د «کابل د قصاب» لقب ولري او تر دې وروستیو پورې د ترهګریزو بریدونو مسول وي، یو ځل بیا په ډیره اسانۍ سره د افغانستان سیاست ته راوګرځي؟

د افغانستان د بشري حقونو مشرې، سیماثمر دغه پوښتنه مطرح کړې. سیماثمر خپله یوه ملګرې، حمیده برمکي په ۲۰۱۱م کال کې هغه وخت له لاسه ورکړه چې حزب اسلامي د کابل په یوه سوپر مارکیټ کې بمي چاودنه وکړه. په دې پیښه کې حمیده برمکي، د هغې مېړه او څلور ماشومان یې ووژل شول.

د افغانستان حکومت غوښتل چې پرته له مجازات څخه افغانستان ته د «کابل د قصاب» راتګ ممکن کړي.

ثمر وايي: «زه د بدل اخیستني مخالفه یم. زه د اعدام د سزا مخالفه هم یم. مګر زه د قربانیانو د ټپونو رغښت غوښتونکي یم. له حکمتیار سره د دې تړون په نهايي کولو سره زما سترګو ته د خپلې همکارې «میرمن برمکي» انځور دریږي. زه اوس د یوې قرباني شوي کس په توګه خبرې کوم او د دې درد هیرول ډیر سخت کار دی.»

دغه خبرې سیما ثمر وروسته له هغې چې د حکمتیار او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې پر تړون هوکړه وشوه، په آلمان کې د ۱ تلویزوني کانال یا «اې. آر. ډي» د جنوبي آسیا په سټوډیو کې وکړې.

حکمتیار د هغه ټوپکسالارانو په ډله کې دی چې د شوروي پر ضدي یې جګړه کړې. له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته، په هیواد کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. حکمتیار چې په خپله هم یو تندلاری اسلامپال دی، پرته له دې چې فرق وکړي، پر کابل یې راکټي بریدونه وکړل. د هغه کسانو په افغانستان کې وژني او جنسي تيري کړي. د طالبانو رژیم تر نسکوریدو وروسته، هغه د افغانستان د دولت او نړیوالو ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه. هغه له طالبانو سره هم جوړ نه وو.

د افغانستان حکومت غواړي چې داسې یو انځور خلکو ته وښيي: وګورئ موږ کولای شو چې له خپلو دښمنانو سره هم توافق وکړو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر، تادامیچي یاماماتو هم په ورته نظر دی. یاماماتو وايي: «د سولې دغه توافق ښيي چې حکومت کولای شي ډیر وړاندي ولاړ شي او د حزب اسلامي په شان ډلي یو ځل بیا د افغانستان ټولنې ته راولي. باید ټولو اسلامپالو ته وښودل شي چې حکومت په ټول ځواک سره هڅه کوي چې حکومت کولای شي چې هغوی بیرته له ټولنې سره یوځای کړي. له همدې امله موږ پرمختګونه نه یوازې په علاقمندی سره تعقیبوو، بلکي غواړو چې له حکومت سره په ورته پروژو کې ملاتړي شوو.»

یوازې دوې اونۍ مخکې، ملګرو ملتونو پر حکمتیار باندې وضع شوي بندیزونه لیرې کړل. ځکه دغه کار کابل ته د هغه د راتګ شرط ګڼل کیدو. هغه اوس کولای شي یوځل بیا سفر وکړي او خپلو مالي سرچینو ته لاس رسۍ پیدا کړي. خو، لکه څرنګه چې یاماماتو زیاته کړه، عدالت باید له پامه و نه غورځل شي.

د افغانستان د څیړنې د شبکې یو له دوو بنسټ ایښودونکو څخه یو یې توماس روتیګ دی او هغه دې ته د شک او تردید په سترګه ګوري چې له حکمتیار سره به سوله، افغانستان ته د ښه والي پر لور لار برابره کړي.

روتیګ وايي: «زه په دې باوري نه یم چې ګواکې طالبان دې داسي فکر وکړي چې هغه څه چې د حکمتیار له پاره مناسب وو، زموږ له پاره دې هم هرو مرو مناسب وي. دواړي ډلي خپلې جلا سترایژۍ لري.»

سربیره پر دې روتیګ وايي چې د حکمتیار ګوند له نظامي اړخه نور حضور نه لري، خو له سیاسي اړخه کولای شي چې خپل نفوذ ولري او دا ځکه چې حزب اسلامي یو قوي جوړښت لري. دا چې په کابل کې د اوازو خبري ډیرې ګرمي وي. دا پوښتنې چې آیا حکمتیار له وړاندې څخه په کابل کې دی؟ او یا تر اوسه هم په بهر کې ژوند کوي؟ او هغه به څه رول ولوبوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې زیاتره کابلیان یې په هکله هیله مند دي چې ګواکې د دغه جنګسالار په راتګ سره به څه نا څه سوله رامنځ ته شي.