1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

بُنډسټاگ د افغانستان پوځي ماموريت تمديد کړ

د آلمان مرکزي شورا يا بُنډسټاگ په افغانستان کي د آلمان د پوځ ماموريت تمديد کړ. آلمانی پوځ د ۲۰۰۲م کال راهيسي په افغانستان کي د ايساف په چوکاټ کي ماموريت لري.

آلمانی پوځ د ۱۲ کالو راهيسي په افغانستان کي پوځي ماموريت لري. د دغه جنگي ماموريت په هکله پايلي په بېله توگه ارزول کيږي. د هغه برسېره د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۰مه) د آلمان مرکزي شورا بُنډسټاگ دغه ماموريت تمديد کړ. دا به وروستی ځل وي چي د آلمان مرکزي شورا په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت غځوي.

د آلماني پوځ د ماموريت د تمدېدو په حق کي د شورا اکثريت غړو خپلي رايي ورکړې. پدې توگه سره به د روان مېلادي کال تر پای پوري په افغانستان کي تر ۳۳۰۰ پوري آلماني عسکر پاته وي.

«ملکي او نظامي مسؤليت»

د آلمان د مسيحي اتحاد د بهرنيو چارو کارپوه، پېټرباير وايي چي د آلماني پوځ ماموريت به دوه اړخه ولري. هغه زياته کړه: « هغه څوک چي غواړي د افغانستان په راتلونکي بهير کي اغېز ولري، بايد هم په ملکي او هم په نظامي ډگر کي پدغه مشترک ماموريت کي ونډه واخلي.»

په شورا کي د حزب اختلاف کيڼ گوند او د زرغون گوند يو شمېر استازو د دغه ماموريت د تمديدېدو پر ضد رايي ورکړې. د کيڼ گوند د پارلماني ډلې ځای معين، ؤلفگانگ گېرکه وويل: « پدغه جگړه کي د المان ښکېلېدل د اخلاقي پلوه شرمناک، بشريت ضد او په سياسي توگه ناسم کار ؤ.» د کيڼ گوند نوموړي غړي د دې غوښتنه وکړه چي آلماني عسکر دي په سمدلاسه توگه د افغانستان څخه وايستل سي.

خو د افغانستان څخه د آلماني عسکرو بشپړه وتنه د روان مېلادي کال د پای ته رسېدو وروسته وخت په هکله لا نده پلان سوې. په افغانستان کي د ايساف قواوي غواړي چي د ۲۰۱۵م کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي.

دوه اړخيزه امنيتي تړون

آلمان غواړي چي پدغه راتلونکي ماموريت کي د ۶۰۰ او ۸۰۰ تر منځ د خپلو عسکرو په مرسته اشتراک وکړي. خو دا چي دغه پلان سوی ماموريت به په رشتيا هم پلي سي که نه، لا نده څرگنده. د دغه ماموريت لپاره دا شرط دی چي افغان حکومت دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړي. دغه تړون تر اوسه لا ندی لاسليک سوی.

په افغانستان کي د ناټو ماموريت په ۲۰۰۲م کال پېل سو. د هغه راهيسي په افغانستان کي ۵۵ آلماني عسکر وژل سوي دي. خو دا یوازنۍ وجه نده چي د دغه ماموريت د لاس ته راوړنو په هکله نظرونه وېشلي دي.

د آلمان د حکومت ائتلافي گوند سوسيال ډيموکراټ غړي، رولف ميونڅه نيش دا خبره مني چي په افغانستان کي اوس هم مخدره توکي او اداري فساد لويي ستونزي دي. هغه وايي چي د طبي آسانتياؤ او د چښاک د اوبو تر څنگ د تعليمي ادارو په ترڅ کي لاس ته راړوني هم سوي دي.

«لاس ته راوړني بايد لا زياتي وای»

د آلمان په مرکزي شورا کي د حزب اختلاف د زرغون گوند استازي، اُميد نوري پور وويل چي آلماني پوځ په افغانستان کي زياتي لاس ته راوړنې لري. خو هغه دا هم وويل چي لاس ته راوړنې بايد تر دې هم زياتي وای.

خو د نوريپور د گوند بل غړي، هانس کرسټيان شټريوبله په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت په تړاو زیات انتقادي نظر درلود. شټريوبله وويل چي د دغه ماموريت په تمديدولو سره د پارلمان هر هغه غړی چي مثبته رايه ورکوي، د نورو تر څنگ د ملکي افغانانو د وژني مسؤليت هم په غاړه اخلي.

د هغه برسېره د دغه ماموريت په حق کي د ۵۹۹ څخه ۴۹۸ استازو رايي ورکړې. د ماموريت د تمديدېدو پر ضد صرف ۸۴ استازو خپله رايه وکاروله. د بُنډسټاگ ۱۷ غړو هيڅ رايه وانه چوله.

په همږغه توگه سره د کيڼ گوند استازو د ماموريت د تمديدو پر ضد رايي ورکړې. د دغه گوند د پارلماني ډلې معين، گېرکه وويل چي د افغانانو دغه احساس چي د هغوی پر هيواد تېری سوی دی، د دې سبب گرځي چي خلک د طالبانو سره يوځای سي.