1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

بوش: په افغانستان کي دي د امريکايانو د فعاليتونو څېړنه وسي

د امريکا جمهورريس جورج بوش امرکړی چي په افغانستان کي دي د امريکايانو د فعاليتونو څيړنه وسي.

موږ غواړو په افغانستان کي يوه سمه او ساليمه استراتيژي پر مخ بوزي.

موږ غواړو په افغانستان کي يوه سمه او ساليمه استراتيژي پر مخ بوزي.

نيويارک ټايمس ورځپاڼي پخپلي پرونۍ ګڼه کي ليکلي،چي د سيني ماڼۍ مسولين غواړي په افغانستان کي د امريکايانو په اقتصادي امنيتي او ډيپلوماسي فعاليتونوکي څه عوامل و، چي په روان کال کي په افغانستان کي د طالبانو د فعاليتونو لمن پراخه سوې او حالت تر پخوا خراب سوی دی.

ددې څيړني په نتيجه کي به په افغانستان کي د امريکاد متحده ايالتونو پوځيانو ډيپلوماتي څانګو او همدارنګه ناټو ته هدايت وسي چي پخپلو فعاليتونو او چارو کي په راتلونکي کي څه بدلونونه راسي.

د امريکي د متحده ايالتونو يو حکومتي استازي د نيويارک ټايمس ورځپاڼي يوه خبريال ته ويلي، چي موږ غواړو په افغانستان کي يوه سمه او ساليمه استراتيژي پر مخ بوزي.

د تيري جمعي په ورځ د ناټو غړو هيوادونو په Edingbrgh کي دې پرېکړي ته سره رسېدلي، چي په افغانستان کي د سولي او ثبات د پاره په يوه درې کلن يا پنځه کلن پلان په طرحي باندي کاروکړي.

د امريکي متحده ايالتونه ددې څخه ناراضي بريښي، چي د ناټو ترقومندي لاندي څلويښت زره مړيوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کي تر اوسه په دې ندي توانېدلي، چي د طالبانو سره په مبارزه کي ستر بريالتوب ندی تر لاسه کړی، همدارنګه په افغانستان کي د کوکنارو په کرلوکي هم کموالی نه بلکي بلکي ډيروالی راغلی.