1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

بوش واييي ملگري ملتونه او افريکه بايد په زمبابوې کې معامله سره وکوي

د امريکې مشر جورج بوش له ملگرو ملتونو او افريکايي ټولنې څخه غوښتي دي، چې د زمبابوې د کشالې د حل په لاره کې لاسونه سره ورکړي.

د امريکې مشر جورج بوش او ميرمن په افريکا کی

د امريکې مشر جورج بوش او ميرمن په افريکا کی

بوش په واشنگټن کې په ډاگه کړه، دواړه ټولنې بايد د دې لانجې د حل په لاره کې شريک رول ولوبوي. نوموړي په زمبابوې کې د مارچ د مياشتې په ٢٩ ورځ شوو اولسمشريزه ټاکنو د پايلو سمدلاسه راايستلو غوښتنه هم وکوله.

د دې ترڅنگ د مخالف گوند MDC مشر مورگان د بي بي سي راديو ته په خپله مرکه کې ويلي دي، چې د مارچ د مياشتې له ټاکنو وروسته د ده گوند د رابرت موگابي د گوند له غړو سره، د يوه دموکراتيک بدلون راوستلو په موخه د شريک حکومت جوړولو خبرې کړېدي. خو هغه روغې جوړې ته له رسېدلو نه لږ څه وړاندې ناکامه شوې.