1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

بهرني ځواکونه: 60 تنه طالبان مو وژلي

په افغانستان کي د امريکې تر قومندې لاندي د بهرنيو ځواکونو ټلوالي ويلي دي چي د وی د افغاستان په سويلي لوېد يز ولايت هلمند کي 60 تنه طالت جنگيالي وژلي دي.

جکړه د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې

جکړه د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې

د فرانس پريس آژانس د راپور له مخي د بهرنيو ځواکونو په وينا په دې يوه ورځنۍ جکړه کي چي د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي د سې شنبې په ورځ رامنځ ته سوې شاوخوا شپېته تنه وسلوال طالبان پکښي وژل سوي دي.
خبر زياتوي چي جگړه هغه مهال ونښته کله چي بهرنيو ځواکونو غوښتل يوه سيمه له طالبانو څخه پاکه کړي. د راپور له مخي په دې جگړې کي له هوائي ځواک څخه هم کار اخستل سوی، او د بهرنيو ځواکونو لخوا هم د يوه عسکر د مړني او څلورو د ټپي کېد و خبر ورکړل سوی د ی.