1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

بلغاریه: د مهاجرو له پاره موقتي تم ځای

سږکال تر ۴۵۰۰ ډیرو مهاجرو بلغاریې ته پناه ور وړی ده. خو ډیري دغه مهاجر نه غواړي په دغه هیواد کې پاتې شي. د دویچه ویله خبریالې ماریا کولو د بلغاریا د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ هارمانلي څخه لیدنه کړی.

د ترکیې په ۶۰ کیلومترۍ کې د بلغاریې هیواد تر ټولو لوې کمپ (هارمانلي) موقعیت لري. ۳۷ کلن سوریایې مهاجر رشید علاوي له نن څخه دوه کاله مخکې دغه کمپ ته راغلی دی. هغه لوړی زده کړی کړي او په انگلیسي ژبه خبرې کوي. رشید مخکې له مهاجرت څخه په دمشق کې د بهرنیو سیلانیانو سره د لارښود په توگه کار کاوه.

د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر میاشت کې رشید علاوي ترکیې ته ولاړ. هغه له یوه قاچاقبر سره خبرې وکړې چې د ۵۰۰ ایرو په بدل کې به یې اروپا ته رسوي. خو هغه سره یوازې همدمره پیسې وې چې تر بلغاریا پورې یې ورسوي.

اوس رشید علاوي په دغه هیواد کې د سیاسي مهاجر په توگه منل شوی دی او د مهاجرو یوه کمپ ته نږدی د شارا زاگورا، په ښار کې ژوند کوي. هغه د بلغاریا هیواد له سره صلیب سره د فرهنگي مشاور په توگه کار کوي.

علاوي ته په میاشت کې ۵۰۰ ایرو معاش ورکول کیږي. که څه هم دا ډیرې پیسې نه دي، خو په بلغاریه کې د ژوند کولو له پاره کفایت کوي. ۵۰۰ ایرو په بلغاریه کې د متوسط کارگر د معاش دوه برابر پیسې دي.

مهمه دا ده چې له بلغاریا څخه ووزي

ډیر لږ داسې پيښېږي چې د رشید علاوي په څیر یو مهاجر سره سړی مخامخ شي. که څه هم د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته کیدای شي دا د مهاجرو له پاره یوه بدیله لار وي، خو ډیري کډوال له دې لارې څخه ډډه کوي.

هغه کسان چې بلغاریا ته رسیږي، وروسته له لنډې مودې څخه غواړي له دغه هیواد څخه ووزي. د ۲۰۱۶ کال د پيل راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۴۵۰۰ مهاجر د دغه هیواد د کډوالو په کمپونو کې ثبت او راجستر شوي دي.

رشید علاوي اوس په بلغاریا کې له سره صلیب سره کار کوي.

رشید علاوي اوس په بلغاریا کې له سره صلیب سره کار کوي.

د دوی له جملې څخه یوازې ۷۰۰ تنه په بلغاریا کې باقي پاتې شوي دي. د دې کار یو لامل د بلغاریا خراب شهرت دی چې خپل سری ډلې د خلکو څخه د دفاع په نوم کډوال زوروي. حتی څه موده مخکې یوه افغان مهاجر چې غوښتل یې له سرحدي پولې ور واوړي په ډزو وویشتل شو.

ډیري مهاجر د ټولنیزې هوساینې له مخې هڅه کوي لویدیځو اروپایې هیوادونو ته ځانونه ورسوي. د هارمانلي د مهاجرو کمپ رئيس یوردان مالینوف، وایې چې «مهاجر په دې ښه پوهیږي چې دوی په آلمان، ډنمارک او سویډن کې ښې مالي مرستې ترلاسه کولې شي.

نوموړی زیاتوي: «موږ سره دوی یوازې سرپناه او خواړه ترلاسه کوي. حتی هغه ۳۳ ایرو چې په میاشت کې یوه کډوال ته ورکول کیده هغه هم د یوه کال راهیسې بندې شوي دي.

آلمان ته په الوتکه کې

یوه سوریایۍ مهاجره هوردا حسین چې امیدواره هم ده په دې اند ده چې په آلمان کې هر څه ډیر ښه دي. نوموړۍ د ۶ میاشتو راهیسې له خپل میړه او ۷ ماشومانو سره د بلغاریا په مانلي کیمپ کې اوسیږي. دغې کورنۍ قاچاقبر ته ۹۰۰۰ ایرو ورکړې وې چې له ترکیې څخه یې تر آلمانه پورې ورسوي.

میرمن هوردا حسین وایې: «کله چې موږ له بلغاریا څخه د آلمان پر لور حرکت وکړ ډیر سخت ورښت وو. موږ له یوه ځنگل څخه تیریدلو چې موټر چلونکي موټر ودراوه او وې ویل چې باید ښکته شو. ټاکل شوې وه چې یو بل موټر به موږ صربستان ته ورسوي، خو هیڅ څوک رانغلل.»

وروسته دوی پولیس نیسي او خپلې موخې (صوفیه) ته تر رسیدو مخکې یې سفر پای ته رسیږي. د دغې کورنۍ د پناه غوښتنه منل شوې او د بلغاریې پاسپورنه یې ترلاسه کړي دي. دغه کورنې کولې چې له خپلو پاسپورتونو سره په اروپا کې دننه آزادانه تگ راتگ وکړي.

یوه سوریایۍ میرمنه هوردا حسین، میړه او ماشوم یې.

یوه سوریایۍ میرمنه هوردا حسین، میړه او ماشوم یې.

خو دغه کورنۍ اوس هم په زړه کې آلمان ته د رسیدو هیله لري. میرمن هوردا وایې: «که موږ آلمان ته په تگ بریالي شو او هلته د دریو میاشتو په ترڅ کې ځانته کار پيدا کړو. ممکن موږ له نوو اسنادو سره په آلمان کې ژوند وکړو.»

خو دغه کورنۍ د الوتکې ټکټ د بیریدو توان نه لري او په دې تمه دي چې په فرانکفورد کې خپلوان یې ورته پيسې واستوي. دغه کورنۍ په پام کې لري چې په دغو پيسو له بلغاریې څخه آلمان ته د یوې ټیټې بیې ټکټ واخلي او خپل نیمگړی خوب (آلمان ته رسیدل) بشپړ کړي.

د هارمانلي د مهاجرو کمپ رئيس یوردان مالینوف، وایې چې مهاجر تر یوې اونې د ډیر وخت له پاره په دغه کمپ کې نه پاتې کیږي. نوموړی زیاتوي هغه کسان چې پيسې لري قاچاقبر ته ورزي او خپل سفر ته دوام ورکوي: «د شپې په جریان کې دوی له کمپ څخه وزي او بیرته نه راگرځي.»

مالینوف په یاد راوړي چې یوه کورنۍ له خپل یوه ماشوم سره څلور ځلې د تیښتې هڅه وکړه او هر ځل د صربستان د پولیسو له خوا نیول شوې او بیرته زموږ کمپ ته استول شوې ده.» نوموړی زیاتوي چې په پنځم ځل دغه کورنۍ بیرته رانغله. کیدای شي د صربانو په زړه کې رحم راغلې وي او دوی یې پریښي وي چې له سرحد څخه واوړي.

د دغه کمپ مشر وایې تر څو پورې چې د اروپایې اتحادیې په ټولو غړو هیوادونو کې د مهاجرو د منل کیدو له پاره یو ډول شرایط او مالي امکانات نه وي موجود مهاجر به یوازې شتمن هیوادونه انتخابوي. نوموړی زیاتوي چې اوس د پخوا په پرتله د کډوالو مشخصات هم تغییر شوي دي.

د هغه په خبره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې ډیر روزل شوي او تعلیم یافته خلک راتلل، خو اوس د عراق او افغانستان څخه ډیر ځوانان د «اسلامي دولت» ډلې له ویرې مهاجر کیږي. نوموړی شکایت کوي چې ۹۰ سلنه د دغو مهاجرو خپل پیژند پاڼه غورځوي او ډیر لږ شمیر د دوی کار او په ټولنه کې مدغم کیدو ته لیواله دي.

DW.COM