1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

بشري حقونه: طالبانو ته مصوونيت مه ورکوئ

د بشري حقونو د څارني سازمان له افغان حکومته غوښتي دي، چي د دغه هيواد د سولي له پروسې سره د يوځای کېدونکو طالبانو له بخښني څخه ډډه وکړي. د سازمان په خبره په جنگي جنايتونو له تورنو کسانو څخه بايد پوښتني وسي.

د بشري حقونو د څارني سازمان د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۶) وويل، چي افغان حکومت له طالبانو سره ژمنه کړې ده، چي له سولي پروسې سره د يوځای کېدو په صورت کي به هغوی له پوښتنو گروېږنو څخه خوندي وي.

د دغه سازمان په خبره، د افغانستان د سولي د عالي شورا رئيس د رواني مياشتي پر ۱۷ نېټه ويلي ول، هغه طالبان چي د سولي پروسې له بهير سره يوځای کيږي له پوښتنو گروېږنو خوندي ساتل کيږي او نومونه ئې د ملگرو ملتونو د بنديزونو له لسته پاکيږي.

د بشري حقونو د څارني سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «له پوښتنو گروېږنو خوندي ساتل، جنگي جرمونه، له بشريت سره جرمونه او له نورو بشري حقونو څخه سرغړونه، له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.»

د دغه سازمان د آسيا د څانگي مسئول وويل: «له طالبانو سره د افغان حکومت راتلونکي خبري بايد له عدالت څخه په انکار پوري نه وي تړلي. ملکي افغانان بايد دې ته مجبور نسي، چي د عدالت او سولي ترمنځ يو انتخاب کړي.»

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر صلاالدين رباني په روانه مياشت کي پاکستان ته سفر وکړ او هلته ئې له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته ۹ تنه طالب بنديان له پکستاني زندانونو څخه آزاد کړل.

په دغه ليدنه کتنه کي افغان او پاکستاني چارواکي دواړه اړخه د ملگرو ملتونو د بنديزونو له لسته د طالبانو د نومونو د ليري کولو غوښتونکي سول.

په نيويارک کي د بشري حقونو د څارني سازمان

په نيويارک کي د بشري حقونو د څارني سازمان

د بشري حقونو د آسيا د څانگي مسئول ويلي دي، چي د افغانستان د سولي عالي شورا له طالبانو سره د خبرو اترو په تلاښونو کي «نسي کولای چي د عدالت غوښتنه په پام کي و نه نيسي.»

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت له څو کلنو راهيسي په دې تلاښ کي دئ، چي طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي، خو تراوسه پوري ئې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

کابل تلاښ کوي، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري چي له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وزي طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي. خو طالبانو تراوسه پوري د افغان حکومت دغه غوښتنه رد کړې ده او د حامد کرزي په مشرۍ حکومت ئې د امريکا لاسپوڅی بللی دئ.

د بشري حقونو د څارني سازمان، دې ته په کتو سره چي «افغانستان د جنگي جنايتکارانو په بخښنه کي غمجن تاريخ لري» زياته کړې ده «له دواړو غاړو څخه بايد هغه کسان، چي په جنگي جنايتونو او نورو زورزياتيو تورن دي پوښتني گروېږني وسي.»

دغه سازمان ويلي دي، چي له ملگرو ملتونو او بشري حقونو له نورو سازمانونو سره ئې يوځای داسي معلومات راټول کړي دي، چي په جنگي جنايتونو کي د طالبانو پر شموليت دلالت کوي.

د دوی په خبره په دغه جنگي جنايتونو کي، پر ملکي خلکو باندي بريدونه، ځانمرگي بريدونه او ماين ښخووني او په ځانمرگو بريدونو کي له کوچنيانو څخه کار اخيستنه شامل دي.

د بشري حقونو د څارني سازمان دې ته هم اشاره کړې ده، چي د افغانستان په پارلمان کي جنگسالارانو په ۲۰۰۷ کال کي داسي قانون تصويب کړ، چي له مخي ئې هغوی له پوښتنو گروېږنو خوندي دي.

دويچه ويله/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم