1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

بریتانیا خپله غټه پریکړه وکړه

اکثريت بریتانویان غواړي د اروپا له اتحادیې ووځي. د دویچه ویله خبریال کریستوف هاسلبخ په نظر دی چي د اروپا اتحادیه باید د دغې پریکړې سره اجازه ور نه کړې چې د غچ اخیستونکو احساساتو تر اغیزې لاندې راشي.

دا نتیجه یو ناورین دی، نه یوازي د بریتانیا، بلکي د ټولو له پاره. له دې پریکړې سره هیڅوک گټونکی نه دی. د اروپا له اتحادیې څخه د وتلو چې بریتانویانو پرې «بریکسیت» نوم ایښی دی، پلویان هرمرو د خپلواکتوب احساس کوي، خو ډير ژر به پوه شي چې دا یوازي یوه ظاهري خپلواکي ده. دغه هیواد به نورهم بې وزلی شي. او ډيره مهمه دا چې: د بریتانیا متحد سلطنتي دولت کیدای شي چې سره ټوک ټوک شي، ځکه سکاتلندیان ټول غواړي چې د اروپا په اتحادیه کې پاته شي او کیدای شي چې له بریتانیا څخه جلا شي. دغه راز د یو متحد آیرلند غږ هم ښايي پورته شي، ځکه د بریتانیا له وتلو څخه وروسته د اروپا د اتحادېې بهرنې پولي د آیرلند په دننه کي تیریږي.

خو په عین وخت کې دغه ډول ناخوال عواقب ښايي د اروپا د اتحادیې په نورو برخو کې رامنځ ته شي. نه یوازي دا چې دغه اتحادیه یو ډير مهم مالي ونډه ورکونکی هیواد له لاسه ورکوي، بلکي له بهرني سیاست، دیپلوماتیک او پوځي لحاظه یو ډير غښتلي دولت به یې نور تر څنگ نه وي، هغه یو دولت چې د اروپا اتحادیه یې نړۍ پرانیستې پر لور او په اقتصادي سکتور کې د رقابت په لور وهڅوله. په خاصه توگه آلمان به بریتانیا پسې ډير خفه شي. ډير هیوادونه دي چې غواړي د گلوبلایزیشن په وړاندی د اروپا اتحادیې ته خنډونه واچوي او د هغوی له پاره د لگښت دسپلین یو ناآشنا لغت دی. حال دا چې لندن او برلین په دې برخه کې د یو بل ترڅنگ ولاړ ول. دغه ډول یو شریک نور برلین نه لري.

د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا وتل تر ټولو سخت عواقب ښايي سیاسي وي او ښايي په سختې سره درک کړای شي: د بریتانیا مثال ښايی یو درس وگرځي. حتمي نه ده چې اوس به نور هم یو په بل پسی وځي. خو د دغې اتحادېې نورغړي کیدای شي دې ته ورته د ټولپوښتنو گواښونه وکړي او د بریتانیا په څير لږ تر لږ په لومړي سر کې د ځانگړو امتیازاتو او ځانگړنو حقوق غوښتونکي شي. په پاې کې به هغه یو اروپايي اتحادیه پاته شي چې هر یو د خپلې خوښی له مخې برخه پکې غوښتل غواړي او هیڅ مکلفیت به هم پر ځان نه مني. د یو نړیوال، جدي لوبغاړي په توگه به دغه اتحادیه نور خپل نقش له لاسه ورکړي.

اروپايي ارزښتونه چیرته او په څه کې نغښتي دي؟

ډير خلک به په اروپا کې اوس له اتحادیې څخه د بریتانویانو د وتلو اغیزې احساس کړي: وتل وتل دي. بیا نو نوري تیریدنې امکان نه لري. د اروپا اتحادیه غواړي چې دا یو مثال وگرځي او له دې سره هغو دولتونو ته چې دغه ډول تمایل لري ښکاره کړي چې «فراري» ته ( هغه یو اصطلاح چې د اروپايي کمېسیون رئیس، ژان کلود یونکر اسعتمال کړی ده) بخښنه نه شته. له انساني لحاظه دا ډول یو دریځ د درک او پوهیدو وړ دی، خو دا به خپلو گټو ته هم تاوان وي. څوک چې د غچ اخیستلو په لټه کې وي، لکه د هغو کسانو چې د اروپا د اتحادیې په وړاندي بدگمانه دي،

په ډيرو اروپايي دولتونو کې د اروپا د اتحاديې ضد احساسات یې سم نه دي درک کړي او یا یې نه دي پیژندلي. له تهدیدونو سره په دې برخه کې فضا نوره هم خړه پړه کیږي. د دې پر ځای غوره دا ده چې سړی باید خپل عصاب آرام وساتي او هڅه وکړي چې له بریتانویانو سره نوي اړیکې ټینگي کړي. ښکاره ده چې دا ډول نوي اړیکې به په دې معنی نه وي چې هغه بیرته د یو بشپړ غړې په توگه وگڼل شي، خو هغه یو سیاست چې «یا ټول یا هیڅ» کومه گټه نه کوي.

په پای کې د اروپا اتحادیه باید له خپل ځان څخه انتقادي پوښتنه وکړي. د اروپايي وگړو له پاره د بروکسل دا منتر چې گواکې «ډيره اروپا» ټولې ستونزي حل کوي، نور بې تاثیره شوی دی. یوه بیلگه یې د مهاجرو کړکیچ دی، هغه کړکیچ چې د ډيرو له پاره یو ستر چلينج گڼل کیږي. د «ډيري اروپا» وجیزه د آلمان پر غوښتنه کی پرې ټینگار شوی دی، هغه یوه غوښتنه چې له مخې له نظري لحاظه نامحدود شمیر مهاجر پر ټوله اروپا وویشل شي، حال دا چې داسي هیوادونه هم شته چې اصلا هیڅ مهاجر ته اجازه نه ورکوي چې ورداخل شي. دعه راز د نه حل شوي دولتي پورونو کړکيچ د «اروپايي ځواب» سره د ټپونو د درمل کولو پر ځای ډير زیات نور د درد او رنځ سبب شوو: شتمن دولتونه احساس کوي چې ناوړه استفاده ترې شوې او بې وزلي دولتونه احساس کوي چې متابعت ته مجبوره شوي دي. د اروپايي همکارۍ زیات ارزښت باید په راتلونکې کې په هره انفرادي قضیه کې جلا جلا مدلل کړای شي. دا نور بسیا نه کويٍ چې د اروپا اتحادیې ته د یوې سوله ايزې پروژې په توگه مخ واړول شي او ټولي نوري ستونزي او پوښتنې یوې خواته پریښودلي شي.

هو! په دې کې هیڅ شک نه شته چې د بریتانیا تصمیم یوه خپسکه ده. خو په عین وخت کې دا د راپاڅیدو یو ډير لوړ زنگ دی چې ساری نه لري. خپل ځان ته د انتقاد د گوتې نیولو او په یو ډير ژور تفکر سره سړی باید په دې هکله همدا اوس فکر وکړي چې په راتلونکې کې څه ته رسیدل غواړي: د اوسني شیبې تقاضا اوس همدا ده.

تاسی کولای شی چې د دغې مقالی په پای کې خپلې تبصرې ولیکی. مونږ ستاسو نظر ته هرکلی وایو.