1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

بريتانيا غواړي ماشوم مهاجر ومني

بريتانيا غواړي چي په سونو بې سرپرسته کوچني مهاجر ومني. دوی ويلي دي چي د سوريې او نورو هيوادونو چي جنگونه پکښې روان دي تر ټاکل سوي شمېر ډېر مهاجر به ومني.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي غواړي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې سره په گډه په «استثنايي» ډول په سوريه او د هغه په گاونډیو هيوادونو کي له کمپونو څخه په سوونو کوچنيان چي سرپرست نه لري بريتانيا ته انتقال کړي.

بي بي سي ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ د بريتانيا په پارلمان کي د مهاجرو مسئول جيمس، ويلي دي چي بريتانيا به له جنگ ځپلو هيوادونو څخه په سونو بې سرپرسته کوچنيان ومني.

بريتانيا پتېيلې ده چي تر ۲۰۲۰م کاله پوري ۲۰زره سوريايي مهاجر ومني. تر اوسه لندن د سوريې ۱۰۰۰ مهاجر منلي ول.

په دې وروستيو کي د بريتانيا لومړی وزير دېويد کمرون نه يوازي د اپوزيسيون، بلکي د خپلو له خوا هم تر فشار لاندي راغلی وو، څو په دې برخه کي زيات څه وکړي.