1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

برلین: ښاروال د هوایي ډګر د پرانیستنې د ځنډیدو پړه پر غاړه واخیسته

د برلین ښاروال کلاوس وریات، د دغه ایالت د نوي هوايي ډګر د جوړیدو پر بهیر د ډيرو لګښتونو او د هغه د پرانیستلو د ځنډیدو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

وریات د نوي جوړیدونکي هوايي ډګر د څارونکي تیم مشري د براندنبورګ صدراعظم ماتیاز پلتڅیک، ته سپارلې ده.

په پلان کې وه چې د برلین نوی هوایي ډکر په ۲۰۱۳ کال پرانیستل شي خو اوس دغه کار ښايي ۲۰۱۴ کال ته وځنډیږي.