1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

براون پر سختو تلفاتو سربيره بيا هم د پوځونو تقويه کيدل رد کړل

دبرتانيې صدراعظم ګوردن براون پرون افغانستان ته د اضافه عسکرو ليږل رد کړل ،خو په عين حال کي دا هم نه مني چه برتانوی پوځ ښه ندی مجهز ...

د انګلستان صدراعظم ګوردن بروان او د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی

د انګلستان صدراعظم ګوردن بروان او د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی

ويل کيږي چه په 24 ساعتو کښي د 8 عسکرو پر وژل کيدو سربيره په خلګو کښي حتی د افغانستان دپوځي ماموريت څخه طرفداري ډيره سوې ده .

ګوردن براون د برتانيا په پارلمان کښي وويل چه په سيمه کښي د برتانوي پوځونو قوماندان ده ته ډاډ ورکړی دی ،چه د اوسنيو پوځي عملياتو دپاره پوره عسکر موجود دي . ده که څه هم په پارلمان کښي د عسکرو د پوره تجهيزاتو څخه خبري وکړلې،خو ډاډ يې ورکۍ چه په عين حال کښي به د پوځونو ټول ضروريات پوره کي .

د برتانيې د حکومت مخالفينو پر حکومت تور لګولی دی ،چه عسکر په افغانستان کښي پوره هليکوپترونه نلري . د محافظه کارانو نظامي- سياسي وياند توريس لِيام فوکس وايي ، داچه عسکر زيادتره وخت مځکني عمليات کوي ،او په حرکت کښي وي ،نو هلته د چاودونو امکانات هم ډير دي ،اوهغه ددوی د زخمي کيدو او وژل کيدو سبب ګرزي .

بروان د خپلو عسکرو په منځ کښي ليدل کيږي

بروان د خپلو عسکرو په منځ کښي ليدل کيږي

همدا لږ وخت مخکښي 700 نور برتانوي سرتيري افغانستان ته ولاړل ،تر څو د جمهوري رياست د انتخاباتو امنيت وساتي .

د جولای د شروع څخه په افغانستان کښي 15 برتانوي عسکر وژل سوي دي،چه 8 تنه يې يوازي تيره پنجشنبه او جمعه ووژل سول . پدې ترتيب د 2001 عيسوي کال راهيسي په افغانستان کښي د برتانوي وژل سوو عسکرو تعداد 184 تنو ته پورته سو .

AFPD/

کتونکي : محمد قاسم نوري