1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

براون:کرزی بايد د عمل يو پلان طرح کړي

د بريتانيا لومړي وزير، ګوردان براون د افغانستان په جمهور رييس حامد کرزي باندي فشار اچولي چي په راتلونکو دو مياشتو کي د عمل يو پلان طرح کړي چي د هغه له مخي بهرني ځواکونه وکړاي شي، له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي...

د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون:جمهور رييس کرزي بايد هغسي يو د« اعتباروړ پلان» جوړ کړي چي بهرني ځواکونه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د کنتورل په سپارلو کي مرسته وکړي.

د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون:جمهور رييس کرزي بايد هغسي يو د« اعتباروړ پلان» جوړ کړي چي بهرني ځواکونه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د کنتورل په سپارلو کي مرسته وکړي.

براون د سکاي نيوز نومي تلويزوني شبکي ته د جنوبي امريکا په هيواد ترينيداد کي په يوه مرکه کي وويل: مخکي له دي چي د جنوري په 28 په لندن کي د افغانستان يو کنفرانس داير شي، جمهور رييس کرزي بايد هغسي يو د« اعتباروړ پلان» جوړ کړي چي بهرني ځواکونه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د کنتورل په سپارلو کي مرسته وکړي.

له دي مخکي د بريتانيا لومړي وزير اعلان وکړ چي په لندن کي د جنوري په 28د افغانستان کنفرانس کي به پرته له طالب ياغيانو د افغانستان د کړکيچ ټول اړخونه سره ګډون وکړي.

«مونږ په دي نظر يو چي د لندن کنفرانس د راتلونکي لپاره د افغانستان او د نړيوالي ټولني د هلو ځلو په موخه يو تګ لاره وټاکي، هغه يوه تګ لاره چي پوځي او سياسي ستراتيژی سره همږغي کړي»

د لندن په کنفرانس کي به د افغانستان د جمهور رييس کرزي او ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون په شمول په افغانستان کي د نړيوال ايتلاف هغه هيوداونه چي سرتيري په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد جنګيږي او د افغانستان سيمه ايز ګاونډي هيوادونه ګډون ولري.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وويل:

«د لندن کنفرانس او همداراز د هغه په تعقيب په کابل کي يو کنفرانس به په راتلونکو څو مياشتو کي جوړ شي، بيا به د هغه يو پلان طرحه وشي چي د هغه له مخي افغانان د خپل برخه ليک په ټاکنوکی مخکښ نقش ولري.»

براون کله چي د کامنولت يا همګتو هيوادونو د سرمشرايزي په څنډه کي د لندن د کنفرانس د پلان اعلان وکړ، خبريالانو ته وويل چي کرزي بايد پوه شي ، د براون د خپلي جملي له مخي چی « ځینی پړاونه به وټاکل شي چي د هغو له مخي پر ده باندي قضاوت کيږي او دي بايد دا هم ومني چي نړيواله ټولنه معيارونه ټاکي.»

د جنوري کنفرانس چي د آلمان د لومړي وزيري انګلا مرکل له خوايي هم ملاتړ شوي دي، د واشنګتن له خوا ورته شين چراغ ورکړ شو.

مايک هامر، د متحده ايالاتو د امنيت له شورا څخه د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «متحده ايالات د يوي اساسي اجندا د جولو لپاره ليوالتيا لري هغه يو اجنداء چي په افغانستان کي زمونږ ډله ايز هڅو ته د پرمختګ لاره پرانيځي.»

د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما به د راتلونکي سه شنبي په ورځ د افغانستان په هکله خپله نوي ستراتيژي بربڼده کړي. انتظار کيږي چي هغه به څه د پاسه 30 زره نور سر تيري افغانستان ته واستوي.

خو د متحده ايالاتو مشر چي هوډ کړي ترڅو په افغانستان کي خپله

«دنده بشپړه» کړي، له دغه هيواد څخه به د وتلو یوه ستراتيژي هم وړاندي کړي.

د بريتانيا لومړي وزير دا هم وويل چي هغه هيواد به د افغانستان د امنیتی ځواکونو په رزولي کي خپله ونډه پراخه کړي:

« د دوالس مياشتو په موده کي به په هلمند کي زمونږ له خوا 5000 نور افغان سر تيري وروزل شي او په زر ګونو نور به د دغه هيواد په نورو برخو کي و روزل شی.»

د بريتانيا مشرهمدا راز د خپل هيواد او متحده ايالاتو څخه بهر د 5000 نورو سرتيرو لپاره غوښتنه وکړه چي د نورو هيوادونو له خوا د ناتو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک ته بايد چمتو کړي.

ګوردن براون د سکاي نيوز تلويزوني شبکي ته وويل چي هغه هيله من دي چي د لندن له کنفرانس څخه وروسته د افغانستان جمهور رييس د ولايتونو واليان او د ولسوالیو ولسوالان وټاکي، هغه وويل پر ځينو دغو ټاکنو باندي به په دقت سره غور وشي.

AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

DW.COM