برازيل په خپل لمړني گول سره ددغي اتلولۍ تر ټولو ښه گول ولگوی | لوبي | DW | 15.06.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

برازيل په خپل لمړني گول سره ددغي اتلولۍ تر ټولو ښه گول ولگوی

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA د پنځمي ورځي په اوله مسابقه کښي نيوزيلنډ او سلواکيا 1 په1 مساوي، د عاج ساحل او پرتگال هم صفر پر صفر مساوي، او برازيل شمالي کوريا ته 2 پر 1 ماته ورکړه

default

د F په گروپ کښي اوله مسابقه د نيوزيلنډ او سلواکيا تر منځ وه ، او په تعجب آوره ډول سره نيوزيلنډيان د سلواکيانو سره مساي سول ، او دا هم په داسي حال کښي چه نيوزيلنډ په 1982 کال د هسپانيې د فټبال په نړيواله اتلولۍ کښي ټولي مسابقې بايلولې،او وروسته تر هغه یې پکښی شرکت هم ندی کړی . د همدې کبله د نيوزيلنډد ملي ټيم ترينر رايکي هربرت ډير خوشاله دی ، اووايي ،

« ډير اعلی . ما هيڅ وخت زموږ پر ځوانانو عقيده نده بايللې . موږ به ډير مايوسه وای ، چه که موږ په خالي لاسو سره د ميدان څخه وتلي وای . موږ 5 کاله پر دې باندي کار وکی ، چه د فټبال په نړيواله اتلولي کښي يو څه پلاس راوړو . او هغه مو هم ددنيا د 31يا 34 ښه ټيم په مقابل کي پلاس رواړل. .»

د برازيل شمالي کوريا مسابقه

د برازيل شمالي کوريا مسابقه

دغي مسابقې ته چي د روسټن بورگ په سټوډيم کښي تر سره سوه ، 20000 تماشاچيان ورغلي وه .پخپله نيوزيلنډيانو او هم سلواکيانو په خپلو هيوادو کښي د فټبال د نړيوالو مسابقو په مناسبت ډير پروگرامونه درلودل .

په داسي حال کښي چه تر ډيره وخته پوري سلواکيان پر ميدان باندي حاکم وه ، او په 50 دقيقه کښي يې نيوزيلنډيانو ته گول ورکی ، خو بيا د بازۍ د رسمي ختميدو د اضافي وخت په 3 دقيقه کښي د نيوزيلنډ د ټيم څخه بَيک وينسټن رايډ گول ولگوی ، او ميچ يې يو پر يو مساوي کی .

اوس نو د F د گروپ په جدول کښي څلور سره ټيمونه په مساوي حالت کي قرار لري ، ځکه چه ددوشنبه په ورځ د ايټاليا او پرتگال مسابقه هم 1 پر 1مساوي پای ته رسيدلې وه .

د G د گروپ څخه بيا په همدغه ورځ د عاج د ساحل او پرتگال تر منځ هم ميچ صفر پر صفر مساوي پای ته ورسيدی .

Fußball WM 2010 Südafrika Brasilien vs Nordkorea Flash-Galerie

په دغه ميچ کښي چه وتلو او تکړه فټبالرانو کريستيانو رونالډو او ډيدر دروگبا برخه اخيستې وه ، هيڅ گول ونه لگيدی ، خو دواړه ټيمونه د مسابقې د نتايجو څخه خوشاله دي .

دغو ټيمو چه د 37000 تماشاچيانو په مخکي يې بازي کوله ، فارورډ دروگبا دڅنگلي د تکليف له کبله د مسابقې لږ دمخه په هغه کښي د گډون اجازه پيدا کړه ، او پسله 66 دقيقو څخه بايدبيرته وتلی وای . دی وايي

«دا زموږ دپاره يو ډير سخت ميچ ؤ ، خو زه فکر کوم چه صفر پر صفر زموږ دپاره ډير مهم دی . موږ ددنيا ددريم تر ټولو ښه ټيم په مقابل کي بازي وکړه ، او زه فکر کوم موږ نن ډير منظم ميچ وکی . دا زموږ هدف ؤ چه لا اقل گول ونه خورو ، او موږ د هغه څخه ډير راضي يو . طبعأ موږ د گول وهلو ځيني امکانات درلودل ، او حتی دواړو خواوو . خو زه فکر کوم چه په آخره کښي موږ د نمرو څخه راضي يو . »

WM100615 Brasilien Nordkorea

خو اوس راځۍ چی افغانستان ته ولاړسو او هلته د فټبال د شوقيانو خصوصأ هراتيانو دا واورو :

د G د گروپ څخه چي بيا دريمه مسابقه د برازيل او شمالي کوريا تر منځ تر سره سوه ، برازيل که څه هم په ډير زحمت، خو په برياليتوب سره د شپږم واري اتل کيدو دپاره مسابقه پيل کړه . په 55 دقيقه کښي يې د خپل ماهرانه گول په کولو سره دا بيا ثابته کړه ، چي کولای سي دا پلا هم نړيواله اتلولي پلاس راوړي .

په 72 دقيقه کښي د برازيل د ملي ټيم څخه ايلانو د يوه بل گول په لگولو سره پر شمالي کوريا باندي فشار نور هم زياد کی . ليکن بيا په 89 دقيقه کښي د شمالي کوريا د ملي ټيم څخه يي يون نم يو گول ولگوی ، او مسابقه 2 پر 1 د برازيل په گټه پای ته ورسيدل .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي هندوراس د چيلی ،هسپانیه د سویس او جنوبي افريقا د اوروگوای په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

سټيفان /محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل