1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

بان کي مون د سوريې د ماموريت د بدلون وړاندیز وکړ

د ملگرو ملتونو سرمنشي ويلي دي چي د سوريې له پاره د څارنې په ماموريت کي بدلون راوستل په کار دي. د هغه په وينا د داسې اوربند د څارنې پر ځای چي هيڅ وجود نه لري، بايد د سياسي حل له پاره تلاش وسي.

اټکل کيږي چي ملگري ملتونه به سوريې ته د خپل هغې څارونکې ډلې د غړو په شمېر کي کموالی راولي، چي په دغه هيواد کي د اوربند د څارنې په کار بوخته ده. د دغې کمونې دلايل په سوريې کې د وضعې لا کړکېچن کیدل او د ملگرو ملتونو پلاوي ته د گواښونو زياتیدل بلل کيږي.

د بېلابيلو خبري رسنيو د راپورونو پر اساس بان کي مون، د امنيت شورا ته د سوريې په هکله يو راپور استولی دﺉ. په دغه راپور کي وړانديز سوی دﺉ چي سوريې ته د لېږدول سوي څارونکي پلاوي په ماموريت کي دې بدلون راوستل سي. وړانديز سوی دﺉ چي د ملګرو ملتونو دغه پوځي ډله چي د غړو شمېر ئې ۳۰۰ تنو ته رسیږي، پر داسې یوې ملکي ډلې باندې بدله سي چي د غړو شمیر ئې ۱۰۰ تنه وي. د دې تر څنگ د څارونکې ډلې په مسئوليتونو کي د بدلون راوستلو خبره هم سوې ده.

د بان کي مون په راپور کي ويل سوي دي: «د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې د کار تمرکز بايد تبديل کړل سي. دغه ماموريت بايد د جگرې له ډگر څخه پلازمینې ته انتقال سي چې د غړو امنيت ئې له زيات گواښ سره مخامخ نه وي. د پوځي ډلې پر ځای بايد ملکي ډله د سياسي پروسې پر اړخونو کار وکړي.»

بان کي مون په خپل راپور کي ويلي دي چي دغه بدلونونه به له هغه شپږ ټکيز پلان سره هم مرسته وکړي چي د کوفي عنان له خوا وړاندې سوی دئ. سوريې ته د ملگرو ملتونو او د عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، تیره اونۍ د سوريې له پاره په ژينیوا کي د سولې يو نوی پلان وړاندې کړی وو.

په پام کي ده چي د امنيت شورا به د چهار شنبې په ورځ پخپله غونډه کي د بان کي مون پر وړانديزونو غور وکړي. د امنيت شورا به سوريې ته د ملگرو ملتونو د ماموريت پر څرنگوالي او د هغه د نوي کولو په هکله هم بحث وکړي. دا په داسي حال کي ده چي په سوريې کي د ملگرو ملتونو د اوسني ماموريت موده د روانې ميلادي مياشتې په شلمه نيټه پای ته رسېږي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش