1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

بان په اټومي شخړه کي د شمالي کوريا له تياری څخه هرکلی کړی دئ

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د شمالي کورياددې تياري څخه هرکلی کړی دی چي يورانيم به نه غني کوي او اټومي ازمويني به نه کوي. شمالي کوريا په پيکينګ کښي د امريکاد متحده ايالاتو سره په خبرو کښي د غير اټومي کولو د پروګرام څخه خبري کړي وې. او امريکا بيا په مقابل کي د شمالي کورياخلګو ته د غذايي موادو د ليږلو وعده ورکړې وه . د نوي موافقې پراساس به نود نړيولي اټومي انرژۍ د سازمان پلاوی بيرته شمالي کوريا ته ولاړ سي ، تر څو د غير اټومي کولو د وعدې مراعتول امتحان کړي.