1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

بارک اوباما په فلوریدا کې هم د گټونکي په توگه اعلان شو

د متحده ایالاتو د دویم ځل له پاره ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما په فلوریدا کې هم په رسمي توگه د گټونکي په توگه اعلان شوی دی. له ټاکنو څخه څلور ورځې وروسته د دغه سویل ختیځ ایالت کابو ټولې رایې شمیرل شوي دي. د مسئولو ادارو د وینا پر اساس بارک اوباما ۵۰ سلنه او د هغه سیال میټ رامني چې د جمهوري غوښتونکو نوماند وو ۴۹،۱ سلنه رایې گټلي دي. خو د دغه ټاکنو پایلو د اوباما په انتخابولو کې ټاکونکی نقش نه درلود.