1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

بادغیس کی د څلورو پروژو کار پیل شو

د بادغیس په ولایت کي د څلورو پروژو کار پیل شوی. په دغو پروژو کي د دوو واټونو او دوو ښونځیو د جوړول شامل دي. یادي شوي پروژي د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالي پراختيايي اداري لخوا تمویلیږي

آرشیف انځور

آرشیف انځور

د بادغيس د ولایت چارواکي وايي چي دا پروژي د ښوني او واټونو د جوړښت په برخو کي دي. دغه چارواکي زیاتوی چي له یاد شویو پروژو څخه به ډیري کسان کټه واخلي.

د بادغیس په ولایت کی په لاره اچول شوي پروژي د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالي پراختيايي اداري «USAID» لخوا تمويلیږی چي ټول ټال لګښت یي 200000 امرکايي ډالرو ته رسیږي.

په دغو پروژو کي د دوو ښونځیو جوړښت او د دوو واټونو شګه اچول شامل دي.

د بادغيس د والي وياند، سيد شرف الدين مجيدي، د دغو پروژو د پرانستني په غونډي کي وويل چي دغه پروژي په ډیري خلکو ته د کار زمینه برابره کړی.

هغه زیاته کړه چی یادي شوي پروژي به د شپږو میاشتو په ترڅ کی بشپړي شي.

د چارواکو په وینا تر دغي پروژي لاندي په جوړ شویو ښونځیو کی به څه نا څه 5000 زده کونکي خپلي زده کړي پر مخ پوزي.

که څه هم د بادغیس ولایت اوسیدونکي د وروستیو پروژو د په لاره اچولو څخه خوښ ؤ خو دا خبره یی هم کوله چی دولت د نورو ولایتونو په پرتله د بادغیس ولایت ته کمه توجه کوي.

دا په داسي حال کي ده چي د بادغيس د والي وياند د هيواد په کچه په خپل ولايت کي د بيا رغوني پروګرامونه، په ځانګړي ډول د ملي پيوستون پروګرام ګړندي او په ښه کيفيت بلي.

د بادغیس ولایت چارواکي وايي چي د USAID له خوا شل نوري د بیا رغوني پروژي هم په لاره اچول کیږي چي د روان کال په لړ کی به ګټي اخيستني ته وسپارل شي.

دويچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش