1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اېلمار بروک: د اوکراين د سولي خبري د ټولو په ګټه دي

د کيف او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو خبري اتري د جمعې د ورځي (د دسمبر ۲۶مه) راهيسي قطع سوي دي. د اروپايي اتحاديې د پارلمان غړی اېلمار بروک پر ټولو اړخونو ږغ کړی چي بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي. يوه مرکه:

ډويچه وېله: په اروپا کي د امنيت او همکارۍ د سازمان په منځګړيتوب د مينسک خبري اتري لکه چي درېدلي دي. ستاسو په فکر اوس به څه کيږي؟
اېلمار بروک: زه هيله لرم چي د خبرو اترو دغه وقفه به لنډه وي. که روسيه غواړي چي ورباندي لګول سوي بنديزونه ليري کړل سي، نو بايد چي د مينسک تړون عملي سي. بېله دې چي د مينسک په وروستيو خبرو اترو د زندانيانو پر تبادله تفاهم رامنځ ته سو، دغو خبرو اترو نوري لاس ته راوړنې نه دي درلودلي.

ډويچه وېله: دواړه اړخونو حد اقل دوې ورځي يو د بل سره خبري اتري وکړې. د دواړو اړخونو تر منځ د بنديانو د تبادلې موضوع تاسو څنګه ارزوئ؟
اېلمار بروک: دا يو ښه اقدام او پرمختګ دی. دا يوه بشري موضوع وه. پر دغه موضوع کي د مينسک هغه تړون هم بريالی ؤ چي د سپتمبر په مياشت کي لاسليک سو. خو دا هغه يوازنۍ موضوع ده چي پکښي په رښتيا پرمختګ سوی دی. په ياد تړون کي پر اوربند هم توافق سوی ؤ خو دغه اوربند هيڅکله رامنځ ته نه سو. زما په فکر لومړۍ مهمه خبره دا ده چي څوک جګړه څنګه درولای سي چي دواړه اړخونو يو د بل څخه د سيمو د نيولو هڅې پرېږدي.

ډويچه وېله: ايا د اوکراين دغه هڅې چي غواړي ناټو ته نژدې سي، د دې سبب سوې چي د مينسک روانې خبري اتري ودريږي؟
اېلمار بروک: زه داسي فکر نه کوم او دا هيله هم نه کوم چي داسي دي سوي وي. اوکراين خو د پخواني ولسمشر يانوکوويچ هغه تګلاره چي څلور کاله تر مخه يې رامنځ ته کړې وه او له مخې يې اوکراين بې طرفه سوی ؤ، بېرته ليري کړه. په اوکراين کي دا ډول بې طرفي يو نوی شی ؤ. اوس پېترو پوروشېنکو ويلي چي غواړي ۷ کاله وروسته د دغې پوښتني په تړاو په اوکراين کي يوه ټولپوښتنه تر سره کړي او په دې توګه دغه خبره اوس حالآنه مطرح نه دی.

ډويچه وېله: د روسيې په نظامي تګلاره يا دوکترين کي بدلونونه راوستل سول چي له مخي يې ناټو د روسيې لپاره تر ټولو لوی بهرنی ګواښ بلل سوی دی. پوتين دغه نوي دوکترين لاسليک کړي دي. تاسو يې څنګه ارزيابي کوئ؟
اېلمار بروک: لومړۍ خبره خو دا ده چي دا يوه حقيقي مسئله نه ده. په ناټو کي د اوکراين د غړيتوب غوښتنه په ۲۰۰۸م کال لا منفي جواب سوې. په دغه منفي جواب کي آلمان او فرانسې هم برخه درلوده. دويمه دا چي دا په آساني سره ممکنه ده چي پر دغه موضوع د روسيې سره داسي تفاهم رامنځ ته سي چي اوکراين د ناټو تر غړيتوب تېر سي. دا هغه وخت چي روسيه د مينسک توافق عملي کړي او د دې غم وخوري چي روسيه پلوه بېلتون غوښتونکي هم د مينسک تړون عملي کړي. بايد نړۍ وال قانون تطبيق کړل سي. زما په فکر دا هيڅ کوم لومړيتوب نه دی چي اوکراين ته په ناټو کي غړيتوب ورکول سي.

ډويچه وېله: په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان په دې ترڅ کي څه ډول کردار ادا کولای سي؟
اېلما بروک: زما په فکر په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان ډېر ښه او مثبت رول ادا کولای سي. هغه په دې وجه چي په دغه سازمان کي د روسيې په شمول ټول اړونده اړخونه غړيتوب لري. ياد سازمان هغه حقوقي او جوړښتي او لازم امکانات په لاس کي لري چي څارنه وکړي او امنيت تامين کړي او په دې توګه د و يو سوليز تفاهم ته د رسېدو په لاره کي د اړخونو سره کومک وکړي. د دغه سازمان تګلاره چي په هېلسينکي کي تصويب سوه، اصلي مقصد يې همدغه دغه دی چي د دوو دولتونو تر منځ ستونزه په خپله په اروپا کي دننه هواره کړل سي. زه هيله لرم چي دغه سازمان چي مشري يې اوس د سويس په غاړه ده، په مهارت سره خبرو اترو ته بېرته لاره هواره کړي.