1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ایټالیا په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو مخه نیولې ده

ایټالیاوي ځواکونه وایي چې دوی په افغانستان کې د ځانمرگو بریدونو مخه نیولې ده. له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې په افغانستان کې د ایټالیاوي ځواکونو ویاند ډګروال وینزینزو لاورو، وویل چې د ایټالیا استخباراتي ادارې د تیرو څو میاشتو پلټنو وروسته افغان ځواکونو لس ځايی شکمن کسان نیولي دي.

دې لس کسانو د افغانستان په ګڼو سیمو کې پر ایټالیاوي او افغان چارواکو د بریدونو پلانونه لره. له شکمنو کسانو سره چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.