1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ایټالیا د سپما سخت تدابیر تر لاس لاندی نیسی

د ایټالیا حکومت پخپله کورنۍ بودجه کې د نورو سپماو له پاره لاره خلاصه کړه. د کابینې د پریکړې له مخې به په روان کال کې د ۴،۵ میلیارده یورو سپما وشي. په راتلونکې کال کې باید دغه اندازه ۱۰،۵ او په ۲۰۱۴ کال کی بیا یوولسو میلیارده یورو ته لوړه سي.

سربېره پر دې به د صحي او نورو ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د لسو څخه تر شلو فیصدو پورې کارځایونه له منځه ولاړ سي.