1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

ایرلند افغانستان ته ماته ورکړه

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې له ایرلند څخه د پنجشنبې په ورځ ماته وخوړله. دغو دواړو لوبډلو د ۲۰۱۵ کال د کرکیټ نړیوالې۵۰ اوریزې سیالي ته د لارموندنې له پاره له یو بل سره لوبه وکړه.

افغانستان په دې لوبه کې د پچي په ګټلو سره د توپ اچولو پریکړه وکړه. افغان لوبډلې ډیره ښه لوبه پیل کړه. ایرلند وتوانید چې افغانستان ته یوازې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکي. د افغانستان له ډلې څخه دولت ځدران دوې ویکیټې، شاپور ځدران درې، ګلبدین نایت یوه، محمد نبي یوه او حمزه هوتک دوې ویکتې واخیستې.

تر دې مرحلې پورې لوبه د افغانستان په ګټه وه، او افغان لوبډلې د لوبې د ګټلو ډیرې هیلې لرلي. خو دا هیلې هغه وخت له منځه ولاړې چې د ایرلند لوبډلې په توپ اچولو پیل وکړ. ایرلند د لوبې په پیل کې د افغانستان د تکړه منډه جوړونکو له سوځولو سره افغان لوبډله تر فشار لاندې راوسته.

په دې ترتیب سره افغانستان یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړي او لوبه ئې په ۵۹ منډو د ایرلند هیواد ته وبایلله. افغانستان له دې لوبې څخه هیڅ کوم امتیاز تر لاسه نه کړ. خو ایرلند د دوو امتیازونو په تر لاسه کولو سره بیا هم د دغې سیالي د جدول په سر کې پاتې شو.

تر دې مخکې د جولای په دریمه نیټه، د افغانستان او ایرلند تر منځ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سخت باران له امله ځنډیدلې وه‎. که څه هم په دې ورځ په ایرلند کې اسمان شین او صاف وو خو د سه شنبې د ورځې باران بیا د لوبې میدان لوند کړی وو.

د ایرلند او افغانستان تر منځ د کرکیت یوه ورځنۍ لوبه د دوهمه درجه هیوادونو د لوبو په ترڅ کې کیږي. په دې ترڅ کې به افغانستان، کانادا، متحده عربی امارات، نیدرلند ، ایرلند، سکاتلند، نامیبیا او کینیا له یو بل سره نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

دغه هیوادونه د ۲۰۱۵ کال نړیوالې پنځوس اوریزې سیالي ته د لار موندنې په موخه له یو بل سره لوبیږي. د دې هیوادونو له ډلې څخه به دوه گټونکي هیوادونه دغې سیالۍ ته لار ومومي. افغانستان د دغو لوبو په لړ کې تر اوسه له کانادا، متحده عربي امارتو، او نیدرلند سره لوبې کړې دي چې تر نیمی زیاتې ئې ګټلي دي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض