ایران د امریکايي بې پیلوټه الوتکي کاپي جوړوي | دويچه ويله پښتو | DW | 22.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ایران د امریکايي بې پیلوټه الوتکي کاپي جوړوي

د المان د ډي ای ډي پي خبري اژانس د خبر له مخي، ایران د خپلو معلوماتو په حواله دغه هیواد په تیر کال کي د رالوېدلي بې پیلوټه امریکايي الوتکې یوه کاپي یا نقل جوړوي. د یکشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو مشر ويلي دي، چي پر دې سربیره کارپوهان په دې هم بوخت دي چي په امریکايي بې پیلوټه الوتکه کي ثبت شوي معلومات خوندي کړي. د تیر کال د ډسمبر په میاشت کي یوه بې پیلوټه امریکايي الوتکه د ایران په ختیځ کي رالوېدله. امریکا هم د الوتکي لا درکه کیدل تصدیق کړي ول.