1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ایران او سوریې اسراییلو ته د ځواب ورکولو ګواښ وکړ

سوریې او ایران اسراییلو ته ګواښ کړی دی چې د چهارشنبې په ورځ دمشق ته نزدې د دغه هیواد د یوې الوتکې د برید ځواب به ورکړي. اسراییلو لا تر اوسه پورې د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

اسراییلو لا تر اوسه پورې هم د سوریې د هغو ادعاګانو په اړه څه نه دي ویلي چې ویلي یې وو، یوې اسراییلې الوتکې دمشق ته نزدې د سوریې یو دولتي څیړنیز مرکز په نښه کړی دی.

له بلې خوا متحده ایالاتو ویلي دي چې د ولسمشر اوباما مرستیال جوبایدن، به د شنبې په ورځ د سوریې د پاڅونکوونکو له مشر الخاطب، سره وویني. هغوی به د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې له یو بل سره غونډه وکړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د مشاور مرستیال بن رودس، له خبریالانو سره په یوه تیلیفوني کنفرانس کې ویلي دي چې د دغې غوڼدې هدف د سوریې د پاڅون کوونکو ملاتړ کول دي. هغه زیاته کړې ده: «د متحده ایالاتو موقف د اسد د رژیم د پای ته رسیدو ملاتړ کول دي.» دغه امریکايي چارواکي ویلي دي چې په دې غونډه کې به بایدن د سوریې بېځایه شویو وګړو ته د متحده ایالاتو د ملکي مرستو په اړه هم خبرې وکړي.

د یوې «نیابتي جګړې» د پیلیدو ویره

هیلري کلنتن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د خپلې کاري دورې تر پای ته رسیدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې اوس داسې نښانې تر سترګو کیږي چې ایران سوریې ته نور جنګیالي او وسلې استوي چې د اسد له رژیم سره مرسته وکړي ترڅو د پاڅون کوونکو پر وړاندې وجنګیږي.

د چهارشنبې په ورځ ځینو پوځي منابعو او د سوریې پاڅون کوونکو ادعا وکړه چې اسراییلي جنګي الوتکو د سوریې په سرحدي سیمه کې یو پوځي قطار په نښه کړی دی. د هغوی په خبره دغه قطار لبنان ته روان وو چې د حزب الله ډلې ته وسلې ورسوي. خو د سوریې پوځ دغه رپوټونه په کلکه رد کړي دي او ویلي یې دي چې اسراییلي الوتکو دمشق ته نزدې يو پوځي څیړنیز مرکز په نښه کړی دی چې په پایله کې یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

میرمن کلنتن همداراز له روسیې څخه وغوښتل چې د اسد له رژیم څخه د ملاتړ کولو په هکله یو ځل بیا فکر وکړي. هغې وویل چې اسد ته روسي پوځي او مالي مرستې رسیږي. میرمن کلتن زیاته کړه چې هغه په سیمه کې د یوې احتمالي نیابتې جګړې (د نورو د ګټو له پاره جګړه) د پیلیدو په اړه انديښنه لري. میرمن کلنتن د سوریې له خوا د هغو ادعاګانو په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه چې اسراییلو پر دغه هیواد باندې برید کړی دی.

سوریې او ایران د ځواب ورکولو ګواښ وکړ

لبنان ته د سوریې سفیر علي عبدالکریم علي، وویل چې سوریه کیدای شي په غیرمنتظره ډول د «اسراییلو دغه برید» ته ځواب ووایي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسین امیر عبدالهیان، هم ویلي دي چې دغه برید به د اسراییلو له پاره خطرناکې پایلې ولري. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو رپوټونو په اړه خپله خواشنیې څرګنده کړې ده.