1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

«ایراني ښځو د رای حق پخپله ګټلې دی»

په ۱۳۴۱ کال کې ایراني ښځو د رای اچولو حق تر لاسه کړ. میرمن شرین عبادي وایي چې ښځو دغه حق د خپلو هلو ځلو په پایله کې وګاټه، نه دا چې هغوی ته د وخت د واکمنو له خوا ورکړل شو.

د ۱۲۸۵ کال د میزان میاشتې په ۱۵ نیټه د ایران د هغه وخت ملي شورا یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې له ښځو څخه د انتخابیدو او انتخابولو حق واخیستل شو. تر دې نیټې وروسته ښځو د خپل دې اساسي حق د لاس ته راوړلو له پاره مبارزې پیل کړې.

که څه هم ښځو د دې مسودې پر ضد ډیر اعتراضونه وکړل خو یو کال وروسته په ۱۲۸۶ کال کې د ایران ملي شورا د دې هیواد اساسي قانون تصویب کړ او په رسمي توګه یې د ښځو دغه قانوني حق له هغوی څخه واخیست.

د ایران د ملي شورا مجلس په دویمه دوره کې هم د دغې ستونزې د حلولو له پاره په کوم اقدام لاس پورې نه شو. تر دې وروسته په ۱۲۸۹ کال کې د ایران د ټاکنو قانون تصویب شو چې په کې ښځې د رای ورکولو له حق څخه محرمه شوې وې.

خو ښځې بیا هم چوپه خوله پاتې نه شوې. هغوی د خپل حق د تر لاسه کولو له پاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړ. پر ښځو سربیره ځینې نارینه هم ول چې د هغوی پر حقوقو باندې یې باور لاره. د دغو کسانو له ډلې څخه د ښاغلي حاج محمد تقي نوم په تاریخي اسنادو کې ډیر یاد شوی دی. هغه د ایران له «همدان» څخه د دې هیواد په ملي شورا کې د خلکو استازی وو.

د اصلاحات پیل

که څه هم رضا شاه ان د خپل سلطنت د دورې تر پیلیدو مخکې په اصلاحاتو لاس پورې کړ، خو تر ۱۳۴۱ کال پورې په ایران کې ښځو د رای ورکول حق نه لاره. بلاخره د همدې کال د دلوې میاشتې په ښپږمه نیټه ښځو د لومړي ځل له پاره د د «شاو او خلکو سپین انقلاب» په ریفرندوم کې رایې ورکړې. او تر دې وروسته په ۱۳۴۲ کال کې ایراني ښځو د ملي شورا په ټاکنو کې ګډون وکړ او د هغوی له ډلې څخه ښپږ ښځو دې مجلس ته لاره وموندله.

یو شمیر کسان په دې نظر دي چې په ایران کې ښځو ته د انتخابیدو او انتخابولو حق د هغوی د هلوځلو په پایله کې نه، بلکې د هغه وخت د حکومت له خوا ورکړل شوی دی. خو د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ایرانۍ ښځه میرمن شیرین عبادي، دغه خبره نه مني او وایي چې دغه اصلاح د ښځو د مبارزو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

هغې له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «زه په بشپړه توګه د دې نظر سره مخالفه یم. د مشروطیت له تاریخ څخه د پاتې شویو اسنادو له مخې دا خبره روښانه کیږی، چې ښځو تل د دې موضوع په اړه چې ولې هغوی ته یې تر ټولو لومړنۍ سیاسي حق چې د رای حق دی نه دی ورکړل شوی. هغو په دې برخه کې د پام وړ مبارزې کړې دي.»

هغه وایي چې رضا شاه د همدغو ښځو د غوښتنو په پایله کې په اصلاحاتو لاس پورې کړ او بالاخره یې داسې قوانین تصویت کړل چې له مخې یې ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو.

په همدې حال کې میرمن عبادي د ایراني ټولنې ستونزو ته اشاره کوي او وایي چې که څه هم میرمنو تر ۱۳۴‍۱ کال وروسته د رای ورکولو حق تر لاسه کړ، خو بیا هم هغوی په سیاسي ‌ډګر کې ډیر نه دي مطرح شوي. هغه زیاتوي: «تاسو دا خبره مه هیروې چې زموږ په هیواد [ایران] کې له یوازې څو د ګوتو په شمار مواردو پرته، ټاکنو خپل ریښتنې مفهوم نه لاره او نه یې لري.»

هغه وایي چې په ایران کې ډیر وخت ټاکنې په آزاد ډول نه تر سره کیدې. میرمن عبادي په سیاسي ډګر کې د ښځو د لږ ګډون دویم دلیل په هغه وخت کې د ښځو په منځ کې د سواد د کچې ټیټوالي بولي. هغه وايي چې پر دې سربیره یو شمیر باسواده او له سیاسي لحاظه فعالو ښځو له شاه سره ستونزې لرلې او له همدې کبله د سیاست ډګر ته نه شوای راتلای.

په ایران کې د شاهي دروې تر پای ته رسیدو وروسته له ښځو څخه د رأې اچونې حق وا نه خیستل شو، خو پر دې سربیره هم په وروستیو کلونو کې ډیرې ښځي په دې نه دي توانیدلي چې د ایران په سیاسي ډګر کې مطرح شي.