1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ایا په افغانستان کې د ناټو ماموریت بریالی وو؟

په افغانستان کې د ایساف د ماموریت پای ته یوازې یو کال پاتې دي خو اوس هم د دغه هیواد حکومت پیاوړی نه دی، له فساد سره لاس او گریوان او د یاغیانو سره په جگړه کې بوخت دی.

«د امنیت په برخه کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت داسې یو ماموریت وو چې د افغانانو له پاره د ډیر رنځ او مرگ ژوبلې لامل شو او هیڅ لاس ته راوړنه یې نه لرله. ځکه افغانستان اوس هم امن نه دی.» دا د ولسمشر حامد کرزي خبري دي چي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې يې کړي دي. نوموړي د روان کال د اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه په خپله مرکه کې د ناټو پر ماموریت باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې امریکا متحده ایالات او په ناټو کې ملگري هیوادونه یې په دې کې پاتې راغلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانانو له پاره سوله او ثبات راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر کرزي دغه نیوکې د ناټو د عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، له خوا په کلکه ردې کړل شوې. هغه په یوه خبري کنفرانس کې پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې افغانستان په تیرو لسو کلونو کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلې دي: «[په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې] رامنځ ته شوي بدلونونه د پام وړ دي او له ځاني او مالي منابعو له لحاظه زموږ پانگونې بې سارې وې. هیڅوک له دې خبرې څخه انکار نه شي کولای او د دغو هڅو درناوی باید وشي.»

د ایساف د ماموریت اصلي هدف د افغانانو له پاره د «مؤثر امنیت» برابرول، او د داسې امنیتي ځواکونو روزل وو چې اجازه ورنه کړي چې په راتلونکې کې افغانستان د ترهګرو په یوه پټنځای باندې بدل شي. خو اوس چې د دغه مامویت پای ته یوازې څه باندې یو کال پاتې دی، ډیری کارپوهان په افغانستان کې د ایساف له ماموریت څخه یوه مختلطه نتیجه ګیري کوي.

یو شمیر کارپوهان استدلال کوي چې د القاعدي د مشر اسامه بن لادن وژل، او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګولو سره په دې هیواد کې د القاعدې د ډلې د فعالیتونو مخنیوي کول، کفایت کوي چې سړی په افغانستان کې د ناټو مامویت بریالی وبولي. خو یو شمیر نور کارپوهان بیا وایي چې اوس د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ دي او ناټو به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د دغه هیواد خلکو ته یوه جګړه پرځای پریږدي.

په واشنګټن کې د څیړونکو له ودرو ویلسن نړیوال مرکز (Woodrow Wilson International Center for Scholars) څخه مایکل کوگیلمن، دویچه ویله ته وویل: «طالبان اوس واک په لاس کې نه لري خو هغوی د دې گواښ رامنځ ته کړی دی چې کیدای شي په راتلونکې کې واک ته ورسیږي. یاغیان همدا اوس په نسبي ډول د افغانستان د یو شمیر کلیدي سیمو کنترول په لاس کې لري. هغوی په خاصه توگه په سویل او ختیځ کې پر ځینو سیمو کنترول لري.» دغه چارواکي زیاته کړه چې که څه هم اوس القاعده په افغانستان کې د پخوا په څیر حضور نه لري خو د هغه په خبره القاعده اوس په پاکستان کې فعالیت کوي او له افغانستان څخه ډیری تښتیدلي غړي یې په همدې هیواد کې میشت دي.

په افغانستان کې اوس هم امنیتي وضعیت ډیر ماتیدونکې دی.

په افغانستان کې اوس هم امنیتي وضعیت ډیر ماتیدونکې دی.

لوړه بیه

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپل ۱۲ کلن ماموریت ډیره لوړه بیه ورکړې ده. د بروکینگس انستیتوشن (Brookings Institution) له خوا د راټولو شویو شمیرو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۳۳۰۰ تنو ایتلافي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې منځ کې بیا امریکا متحده ایالاتو تر نورو ټولو هیوادو خپل ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي چې شمیر یې ۲۱۵۶ تنو ته رسیږي. داسې اټکل کیږي چې د افغانستان جگړې یوازې د امریکا پر متحده ایالاتو باندې ۶۶۰ میلیارده ډالر لگښت راوستی دی. د دغو پیسو له جملې څخه یوازې ۵۶ میلیارده ډالر د افغان د امنیتي ځواکونو پر روزنې لگول شوې دي.

د افغانستان د ماموریت انساني او مالې لوړ لگښت د ډیر شمیر کسانو له پاره په خاص ډول په داسې حال کې پوښتنې رامنځ ته کړې دي چې افغانستان اوس هم امن نه دی او ډیر شمیر ملکیان د جگړې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په حواله اوس یاغیانو په افغانستان کې د خپلو بریدونو تمرکز له بهرنیو سرتیرو څخه افغان ملکیانو او سیمه ییزو قومي مشرانو ته اړولی دی تر څو وکړای شي په لیریو پرتو سیمو کې پر خلکو باندې کنترول ولري.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال همدې مودې په پرتله د تاوتریخوالي له کبله د ملکي افغانانو د مړینې په شمیر کې ۲۳ سلنه لوړوالی راغلی دی. پر دې سربیره ویل کیږي چې تر هغه وروسته چې ایساف ځواکونو افغانانو ته امنیتي مسوولیتونه وسپارل، د دغو ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه دوه برابره شوې ده. د دې تر څنگ د افغانستان جگړې همداراز ۵۹۰۰۰۰ کسان له خپلو سیمو څخه کوچیدو ته اړ کړي دي.

«د ناورین له پاره ښه شرایط»

په افغانستان کې د امنیتي شرایطو خرابیدو په دې اړه چې افغان امنیتي ځواکونه دې وکړای شي چې په خپل هیواد کې امنیت ټینگ کړي ځینې پوښتنې رامنځ ته کړې دي. مایکل کوگیلمن وايي چې یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه اوس په یوه ډیر ستونزمن وضعیت کې دي. هغه زیاتوي چه دغه ځواکونه د مخدره توکو د استعمال، بې سوادي، له دندې د تېښتې او د جگړې پر مهال د لازمو مهارتونو او تجهیزاتو د نه لرلو له ستونزو سره لاس او گریوان دي. هغه وایي: «دغه ځواکونه د نړۍ په یوې داسې سیمې کې دنده ترسره کوي چې ډیر ماتیدونکی امنیتي چاپیریال لري. دا مهمه نه ده چې نړیواله ټولنه او افغانستان د دغه وضعیت د پټولو له پاره څومر هڅه کويٍ، دا د یوه ناورین د رامنځ ته کیدو له پاره تر ټولو مناسب شرایط دي.»

له بروکینگس انیستیتوشن څخه د بهرني سیاست د پالیسي څیړونکې وندا فیلباب برون (Vanda Felbab-Brown) هم یو ورته نظر لري. هغه وایي: «افغانان اوس هم په کافي اندازه لوجیستیکي، حمایوي او د [خپلو ماموریتونو] د ملاتړ له پاره نور ضروري امکانات نه لري. پر دې سربیره د هغوی په منځ کې په پراخه کچه اداري فساد، خپل خپلوان پالنې، قوم پالنې او قومي اختلافاتو نفوذ کړی دی.»

که څه هم نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسې هم د دغه هیواد مالي ملاتړ کوي، خو بیا هم په دې برخه کې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. دا خبره هم لا روښانه شوې نه ده چې تر دې کال وروسته به په افغانستان کې څومره ځواکونه پاتې شي او په مشخص ډول به یې د عملیاتو موخه څه وي. په عین حال کې افغانستان لا تر اوسه پورې له امریکا متحده ایالاتو سره د یوه مهم امنیتي تړون پر سر چې پر اساس یې امریکا په دې هیواد کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل اډې ساتې کومې موافقې ته نه دی رسیدلی.

افغانستان په وروستیو لسو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې په نسبي ډول ډیر پرمختگونه کړي دي.

افغانستان په وروستیو لسو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې په نسبي ډول ډیر پرمختگونه کړي دي.

پرمختگونه

پر دغو ټولو ستونزو سربیره بیا هم یو شمیر کارپوهان وايي چې په افغانستان کې وروستیو امنیتي لاس ته راوړنو او اقتصادي پرمختگونو د میلیونونو افغانانو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوستي دي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زده کوونکو په شمیر کې د پام وړ لوړوالی راغلي دي. په عین حال کې افغانستان د ښځو د حقوقو د تأمینولو په برخه کې هم په نسبي ډول د پام وړ پرمختگونه کړي دي. اوس ډیر شمیر نجونې ښوونځیو ته ورځي او د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو برخو کې په فعالیت بوختې دي.

په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم د نړۍ د ډیرو غریبو هیوادو نو په کتار کې شامل دی، خو بیا هم دغه هیواد په تیرو لسو کلونو کې له اقتصادي لحاظه ډیره اوږده لاره وهلې ده. د نړیوال بانک په حواله له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د افغانستان کې ناخالصه ملي عاید هر کال ۹.۲ سلنه لوړ شوی دی.

په آلمان کې د ترهگرې په اړه څیړنو او امنیتي پالیسي (Institute for Terrorism Research & Security Policy) له انیستیتوت څخه رالف توفووین، وايي: «پر دې سربیره د مخابراتو، ترانسپورت او روغتیایي خدمتونو په برخو کې هم ډیر پرمختگونه شوي دي چې په دې برخه کې د آلمان په گډون د ناټو غړو هیوادونو ډیرې مرستې کړې دي. آلمان هر کال په افغانستان کې ۴۳۰ میلیونه ډالر د بیارغونې پر پروژو باندې مصرفوي.»

ایا لاس ته راوړنې له گواښ سره مخامخې دي؟

اوس چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته یوازې څو میاشتې وخت باتې دی، د افغانانو اصلي اندیښنه د امنیتي وضعیت سره تړلې ده. په ۲۰۱۲ کال کې د اسیا د بنسټ (Asia Foundation) له خوا یوه ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي چې یوازې ۵۲ سلنه افغانان په دې فکر دي چې هیواد یې په سم لوري روان دی. دغو کسانو په عین حال کې د کارموندنې، زده کړې او عامه خدمتونو په اړه هم اندیښنه څرگنده کړې ده.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د برخه لیک په اړه کومه قاطع وړاند وینه نه شي کیدای. اوس هم په دې هیواد کې په پراخه کچه اداري فساد موجود دی. کارپوهان وایي چې افغان حکومت د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پر مهال د درغلیو د تورونو له کبله د یو شمیر افغانانو په منځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. فیلباب برون وايي چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې به د دغه هیواد د برخه لیک له پاره ډېرې مهمې وي. هغه همداراز په افغانستان کې ثبات له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له کامیابي سره تړلې بولي.

کوگیلمن بیا روښانوي چې په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیری سړکونه جوړ شول، نجونې ښوونځیو ته ولاړې او نور پرمختگونه وشول، خو د هغه په خبره د ناټو د ماموریت اصلي بریالیتوب به دې پورې اړه ولري چې ایا په راتلونکې کې له دغو پرمختگونو څخه ساتنه کیدای شي او که نه.

DW.COM