1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ایا افغانستان په لنډه موده کې هوايي ځواک لرلی شي؟

ایا افغانستان کولای شي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې داسي هوایي ځواک ولري چې د دې هیواد ساتنه وکړي؟ که څه هم افغان چارواکي وایي چې روزنیز او تجهیزاتي پروگرامونه ئې پر سم لوري روان دي خو بیا هم په دې اړه پوښتنې موجودې دي.

اوسنیو امکاناتو او روانو پرمختګونو ته په کتو سره دا هیله عملي نه ښکاري خو ناټو وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې به افغان امنیتي ځواک د مستقلو هوایي عملیاتونو توان ولري.

د افغانستان په پوځ کې یو شمیر سرچینې وايي چې د امریکا متحده ایالتونو پر ډیرو ژمنو سربیره بیا هم دوی ته پوره اندازه جنګي او ترانسپورتي الوتکې نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي چې د شینډنډ پر هوايي ډګر باندې څه باندي ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالر مصرف شوي دي خو په دې هوایي ډگر کې یوه الوتکه هم نه شته.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې اوس افغان پیلوټان په افغانستان او له دې هیواد څخه دباندي په روزنه بوخت دي او که چیرې نړیواله ټولنه له دوی سره خپلې ژمنې عملي کړي نو حکومت به د ۲۰۱۶ کال تر پیل پورې د یوه خپلواکه او کار ته چمتو هوايي ځواک خاوند وي.

د ملي دفاع وزارت د ویندوی دفتر غړي برید جنرال دولت وزیري، په کابل کې وویل چې اوس د افغانستان د هوايي قواوو د تجهیز او روزنې چارې په چټکۍ سره روانې دي:

«د ۲۰۱۶ کال تر پیله پورې به موږ ۱۴۶ وزره څرخي الوتکې، ترانسپورتي الوتکې، کشفي او حمایوي الوتکې ولرو خو د هوايي ځواک صنف ډیر ګران بیه دئ. زموږ د یوې څرخي الوتکې بیه ۱۷ میلیونه ډالره دئ. د پیلوټانو روزنه هم ډیر وخت ته اړتیا لري. او موږ هیله لرو چې څو کاله وروسته به داسې هوايي ځواک ولرو چې موجودو ګواښونو ته ښه ځواب ورکړای شي.»

خو سره له دې ټولو اندیښنو او پرمختګونو افغان ځواکونه مجبور دي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیو سرتیرو تشه ډکه کړي او هغه خطرناکې سیمې له خپل دښمن څخه وژغوري چې د ډيرو سرتیرو د وینو په تویېدو نیول شوي دي.

ویره موجوده ده چې افغان ځواکونه به دا وړتیا و نه لري چې د بهرنیو سرتیرو تشه ډکه کړي ځکه نه په سمه توګه تجهیز شوي دي او نه هم هوايي قواوې لري. د سرتیرو د روزنې د کچې ټیټوالی خو لا بله لویه ستونزه ده.

د دفاع وزارت د ویندوی مرستیال جنرال وزیري، هم اعتراف کوي چې دمګړۍ د هوایي ځواک په برخه کې یو لړ ستونزې موجودې دي چې د دوی پرمختګونه ئې ټکني کړي دي:

«په ملي اردو کې موږ د مثبتو اړخونو پر وړاندې ستونزې هم لرو. زموږ هوايي ځواک په هغه اندازه نه دئ پیاوړی چې باید وای. زموږ ډیر شمیر سرتیرې بې سواده دي. خو له نیکه مرغه موږ د سرتیرو له پاره د سواد د زده کړې کورسونه هم پر لاره اچولي دي.»

وزیري زیاتوي: «اوس موږ تر ۷۵ سلنه پورته پوځي عملیات پخپله کوو. بهرنیان یوزاې د پلان جوړولو او ملاتړ کولو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي او بس.»

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي. تر دې نیټې وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش