1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

ايوب صابر څوک وو؟

ایوب صابر د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ضلع د ځنگل خیل په کلي کښي زیږیدلی وو.

نن بیا د پښتو د یوه لوی شاعر او ادیب مرحوم ایوب صابر په باب له تاسو سره خبري کوم. او هغه خاطرې چې د ده د وفات په وخت چې په ۱۹۸۹ کې وفات شوی وو در سره شریکوم.

د زمانې څپې ډیري ترخې څپې دي. تندي څپې دي، بې رحمه څپې دي، ظالمي څپې دي او دې څپو ډیري وني او نیالگي له ځانه سره وړي دي او ډیري هستۍ او ځوانۍ ئې خاوري کړي دي.

دا څپې همداسي تندي رواني دي هستي وړي، شخصیتونه وړي او داسي کسان وړي چې هغه یوازي د کورنۍ زیان نه، بلکي د یوې سیمي زیان وي، د یوه ولس زیان وي، د یوې ټولني زیان وي، د یوه ملت زیان وي او ان چې د ټول بشریت او انسانیت له پاره زیان وي.

هو هغه هم دې نا ترسو څپو له ځانه سره یووړ، له موږ نه ئې بیل کړ او په نه راگرځیدونکې لاره ئې له ځانه سره روان کړ.

صابر ښیم، ایوب صابر، د پښتو شاعر صابر، د پښتو ادیب صابر، د پښتو نقاد صابر او د اردو ورسره هم.

ده دا څپې نزدې لیدلي وې، د دې څپو ځوږ ورته رسیدلی وو او ددې څپو نخښي نښانې ئې لیدې. نو ځکه ئې د دې څپو تر وروستني او مرگوني گوزار څه وخت وړاندي په غزله کې ویلي ول.

ژوند یو سمندر دئ له غمونو ډک
دا څپې چې وي نو زه ئې وړی یم

خو د زمان څپې له خپلو ټولو ناترسیو او بې رحمیو سره سره هغه څوک له ځانه سره نه شي وړلای چې د جسماني ژوند تر څنگ ئې معنوي ژوند موندلی وي. دا څپې هغه کسان نه شي محوه کولای، چې د زمان او مکان له قیده وتلي وي. د یوې سیمي نه وي د ټولي سیمي وي او د یوې زمانې نه وي د ټولو زمانو وي.

صابر له همداسي کسانو او همداسي هستیو څخه وو، دی داسي څپو یوړو چي په معنا ژوندی دئ او د تل له پاره به ژوندی وي. ده د خپل فن او علم په وسیله دا مقام تر لاسه کړی وو او داسي ژوند ئې تر لاسه کړی وو چې د زمانې څپې ئې نه شي وړلای او دا عارضي مرگونه ئې نه شي وژلای.

دی د هر پښتون په زړه کې ژوندی دئ او حتي د هر واقعي انسان په زړه کې ژوندون لري. دا ځکه چې ده ژوند د ځان له پاره نه کاوه، د جهان له پاره ئې کاوه او د انسان له پاره ئې کاوه. نو تر څو چې انسان وي او تر څو چې جهان وي، صابر به ژوندی وي، صابر به یاد وي او د صابر انساني او پښتون غږ به د پښتونخوا او دنیا په فضا کې آزانگه کوي. پسې خوریږي به او د خوریدو ساحه به ئې پراخیږي.

څو کاله وړاندي د صابر صاحب ځوان زوی ځواني مرگ شو او له همدې سره د صابر صبر هم بې صبره شو او د ده نیغه ملا ئې ور غبرگه کړه.

کوم لاس مي د کار وو هغه پرې شولو
زه یو بد قسمته بچی مړی یم

او له دې سره د ده ناروغي زیاته شوه او د مرضونو راز راز څپو هپي پرې وکړه. زه هماغه وخت له کویټې نه پر کوهاټ راغلم او د ده پوښتني ته ورغلم، د لیدو قسمت مي شوی وو، په یوه کوڅه کې سره تیر و بیرنه، بلکي سره مخامخ شو. کور ته ورسره ولاړم او کله چې ئې ما ته ډوډۍ راوړه نو دی خپلي پرهیزدانې ته کښېناست او بې مالگې خواړه ئې په خوند خوند خوړل.

زما د معنا دارو کتلو په ځواب کې راته مسکی شو او ویویل:«زه پرهیز کوم، غواړم چې څه وخت نور هم ژوندی پاته شم، څه کارونه مې تر لاس لاندي دي چې هغه تر سره کړم.»

په دې توگه ده ژوند تش د ځان د پایښت له پاره نه غوښت، بلکي د دې له پاره ئې غوښت چې کار وکړي، د ژبې له پاره خدمت وکړي، وطن ته خدمت وکړي، پښتون ته خدمت وکړي او انسان ته خدمت وکړي.

ده څو کاله ترخه پرهیزونه هم په دې نیت وکړل چې څه وخت نورهم ژوندی پاته شي او کار وکړای شي. صابر په حقیقي معنا شاعر وو، ژوندی او د ژوند شاعر وو، با ضمیره او ویښ زړه شاعر وو. ده نرم زړه درلود، انساني زړه ئې درلود او د مینې ډک زړه ئې درلود.

د ده د تیري او تجاوز سره ورانه وه، د ظلم او ظالم سره ئې نه لگیده او د ناوړه او ناروا مصلحتونو تابع نه وو. ده چې به بد او ظلم په هره بڼه کې لیده، غندل به ئې او مظلو به چې هر ځای وو د ده به ژړا ورسره مله وه.

یوه ورځ په ټل کې د ارواښاد محمدالدین مسید په یاد مشاعره وه د مشاعرې صدر صابر صاحب وو کله چې مشاعره خلاصه شوه، صابر صاحب په خپل صدارتي تقریر کې په خوږه ادبي ژبه یو انساني سیاسي تقریر وکړ. ده په هغه وخت کې چې امریکا پر لیبیا کوم تیری کړی وو هغه ئې هم وغانده او په افغانستان کې ئې د روسي سره ښکیلاک نادودي هم وکاږلې. ده د دنیا په هر کونج کې د انسان ربړول وغندل او له ټول مظلوم انسانیت سره ئې د خپل زړه او ضمیر غږ شریک کړ.

ما د روان کال د جنورې د میاشتې پر ۳۰مه نیټه د صابر صاحب یو غزل ولوست غالباً چې نوی به هم وو خو د ده حسب الحال وو او هغه خاص صداقت او انفرادیت ئې درلود چې د ده په شاعري کې اښکل شوی او د ارواح غوندې په کې پوک وهل شوی دئ. د غزل نه مې دومره خوند واخیست چې صابر مې په ذهن کې ناست پاتې شو، حتې په هغه شپه چې صابر صاحب وفات کیده یو ځل بیا مې په کور کې د میز تر شا رایاد شو او بې اختیاره مې د ده ځیگرخون را واخیست، را وا مې ړا وو او پر دې غزل پیښ شوم.

بوی دي گډ کړو په هوا کې
ای انسانه ځکه گرځې په خلا کې

او بیا مې د کتاب پاڼي واړولې را واړولې او ډیر څه مي پکي ولوستل او ډیر وخت له ایوب صابر سره مشغول شوم. د ده ښکلی حمد مي هم ولوست چې پکي ویلي ئې دي:

د هر کس دی د هر چا دی
ړومبی توری ئې دعا دی
هيڅوک نه لرم زما دی

او د ده غزلي او آزاد نظمونه مې هم ولوستل. باور وکړی بیا مي هم پر ذهن ناست پاته وو او کله چې د زیارت تر وخته اسلام آباد ته روان ووم په همدې کې مي فکر کاوه چې زه به د صابر د شاعري صداقت او انفرادیت تر عنوان لاندې د ده پر شاعرۍ او فن باندي یوه مقاله لیکم، نو همداسي له یوه چرت سره په نوې اډه کې په موټر کې کښېناستم. اخبار فروش راغلی، ما د وحدت پوښتنه ترې وکړه ویویل شته، وحدت مي واخیست په موټر کې کښېناستم، اخبار مي پرانیست د پرانیستو سره مي د اخبار پر دې عنوان سترگې وموښتې«ایوب صابر په حق ورسید.»

باور نه کېدونکې خبره وه، صابر او مرگ؟ داسي خوږ او مهربان انسان او مړینه؟ هک پک پاته شوم خو چې اخبار مي ولوست نو هغه مړ شوی هم وو، جنازه ئې خاورو ته سپارل شوې هم وه او زه هغه وخت پوه شوم چې دا پوره یوه هفته ولي دی زما په ذهن کې ناست وو او څه علت وو چې د خپلو ټولو غمونو او پریشانیو سره د دې خوږ او مهربان انسان او خوږ ژبي شاعر له یاد سره لوبیدلم.

هو صابر ولاړ، رښتیا هم ولاړ او هر انسان به ځي، ځکه «کل نفس ذایقة الموت» دئ خو د صابر تر شا د ده داسي لیکونه پاته شول او د ده داسي شاعري پاته شوه چې دی به تل ژوندی ساتي او دی به تل زموږ او راتلونکو نسلونو سره مل ساتي.

د ده شاعري نه تکلف لري او نه موشگافي او نازکخیالي او نه د ادیو او بدایو په زیور کې ورکه ده، بلکي عادي شاعري ده، ساده شاعري ده، خو ډیره خوږه. دا ځکه چې د ده صداقت پکي نغښتی دئ او د ده انفرادیت پکي ښکاري او همدې صداقت او انفرادیت د ده شاعري ته یو خاص خوند ورکړی دئ. دی له هري موضوع سره انصاف کوي او په هره موضوع کي خپل خاص برداشت بریښوي.
په یوه منقبت کې په خپله گناه څومره ښه اعتراف کوي، خو خپل خلوص او مینه څومره صداقت څرگندوي:

عاصي یم گناهگار یم خو چې ذکر د حسین وي
کافر به یم صابره که خندا ته مې زړه کیږي

صابر په نظم کې لوی لاس لري خصوصاً په آزاد نظم کي او په دې نظم کې په دومره مهارت مطالب ځایوي چې د غزل باریکي ته ئې هم رسولای شو او د قصیدې د تشبیب، گریز او بیان تسلسل هم پکې وینو.

ده د مولان عبدالقادر یوه مرثیه په آزاد نظم داسي ویلې ده:

یو سړی وو، نه خطا شوم اداره وه انجمن وو
د پښتو جنډۍ ئې هسکه گرځوله، پر پښتو او پښتنو باندې مین وو
یو استاد وو، نه خطا شوم، پوهنځی وو پوهنتون وو د یو قام د فکر یون وو
بس یو کس وو، نه خطا شوم، یو کس نه وو د پښتو اکاډمي او ادبستان وو په خپل ځان کې یو جهان وو، یو خادم وو، نه خطا شوم، خادم نه وو یو مخدوم او هر چا ته ښه معلوم وو، یو عالم وو، نه خطا شوم، عالم نه وو یو عالم وو سترگه ور وو محترم وو یو آواز وو، نه خطا شوم، یو آواز نه وو یو شور وو د پښتو د کومي زور وو د صابر د سترگو تور وو یو ساعت وو یوه گړې وه، نه خطا شوم ساعت نه وو گړۍ نه وه یو لوی عهد وو چې تیر شو بیداري وه او ژوندون وو چې مرگی ترې راچاپير شو. یوه چیغه وه آذان وو چیغه ډوبه شوه اقامه آذان ښخ شو د پښتو له میني گرم اور وو یخ شو یو آئین وو یو دستور وو آئین ړنگ شو دستور مات شو، اې پښتو کور دې میرات شو.

دا دومره اغیزمنه مرثیه ده چې په سل هاوو قصیدې ترې ځار شه. زه چې اوس د صابر صاحب ناڅاپي مړیني دومره دردولی یم د دغه توان نه لرم چې داسي خوږه مرثیه ئې په یاد کې ووایم. نو زه همدا مرثیه چې ده د مولانا عبدالقادر په یاد کې ویلې ده په حال هم صادقه او له حال سره سمه بولم له لوی خدای نه ورته اجرونه او جنتونه غواړم او ادبي دوستانو او شاگردانو ته ئې تسلي او د زړه ډاډ ورکوم.

ادبي یاران دا ستا په رحلت ژاړي
رومان ژاړي، عدنان ژاړي، رحمت ژاړي

ایوب صابر د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ضلع د ځنگل خیل په کلي کې د ۱۹۲۲ میلادي کال د فیبرورۍ پر۲۴مه نېټه زیږیدلی وو او باالاخره د ۱۹۸۹میلادي کال د فیبروۍ د میاشي پر اتمه هم هلته وفات او خاورو ته وسپارل شو.

ده گڼ کتابونه لیکلي ول چې په هغه کې مهم کتاب ځیگرخون وو او د پښتو په شعر او نثر او بېلا بېلو صنفونو کې ئې گڼ لیکونه کړي وو او ډیره خوږه ژبه ئې وه او خوږې لیکنې به ئې کولې.

حبيب الله رفيع
کتونکی: سيد رياض