1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ايرلنډ په ملياډو ايرو ته ضرورت لري

صدراعظم بَريان کُووين په دوبلين کښي وويل چي ايرلنډ به د اروپايي ټولني د کميسارۍ ، اروپاييمرکزي بانک او بين امللي وجهي صندوق IWF- د کارپوهانو سره تر ليدو وروسته د مالي کومک د اخيستو په باب تصميم ونيسي .

د ايرلنډ صدراعظم بَريان کُووين

د ايرلنډ صدراعظم بَريان کُووين

د ايرلنډ د مرکزي بانک په حواله دغه ډير پوروړي هيواد ډيرو ملياډو ايرو ته ضرورت لري

ايرلنډد د خپل هيواد د خرابو بانکو د ژغورني په منظور 350 مليونه مليارډه کومک کړي ؤ اوس په ايرلنډ کښي ددولتي بودجې کسر 32 فيصده دي ، تر هغه حد لس واره ډير چه اروپايي ټولني ټاکلي دي . دا کار مالي بازارونه ګډوډ کړل .

د جرمني د ماليې وزير شويبله ددې څخه اخطار ورکړي دي ، چه که د ايرلنډ بازارونه همداسي خراب پاته سي ، نو کيداي سي ، هغه پر پرتګال او هسپانيې باندي هم منفي تأثير وکي .

آژانسونه

کتونکی : محمد قاسم نوري