1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ايران غواړي يورانيم په ترکيه کښي غني کړي

ددې دپاره چي د نووبنديزونو مخنيوی وکړي، نو يې د آخري چانس څخه استفاده وکړه : په اټومي شخړه کښي سازش ته حاضر ، او اوس غواړي خپل يورانيم په خارج کښي غني کړي

په تهران کی د تړون د امضأ کولو جريان

په تهران کی د تړون د امضأ کولو جريان

پرته له شک څخه چي دا د حيرانيتا خبره ده، هغه يو حيرانتيا چي د هغي لپاره په ډيري هوښيارۍ سره خبري اتري سرته رسيدلي دي . معنی دا چي د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوګان او د برازيل جمهور رييس، لولا د زيلويا وکولای سول چي د خپل مينځگړيتوب د خبرو اترو په وروستي شيبه کي د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژادپر دې قانع کړي ،تر څو د خپلو اټومي بټيو لپاره د يوارنيم د شتمن کولو یوې تبادله یی معاملې سره موافقه وکړي .

د دغي موافقې له مخي چي ددوشنبه په ورځ په تهران کي ورباندي جوړه وسوه، د ايران د اسلامي جمهورۍ 1،2 ټنه يورانيم چي د شتمنوالي کچه يې دري نيم فيصده ده، ترکيې ته استول کيږي . هلته په بدل کي د اتمي انرژۍ د څارني د نړيوالي ادارۍ تر نظارت لاندي شل فيصده لرونکي يورانيم به تر لاسه کوي . دغه شل فيصده لرونکي يورانيم به دروسيې او فرانسي څخه راځي . او ايران ته به ورکول کيږي چي د طبي څیړنو په مقصد په خپلو اټومي بټيو کي ورته اړتيا لري .

د دغي معاملې وړانديز تهران ته د تير کال په مني کي شوی ؤ . خو په هغه وخت کي د ايران حکومت پر دې ټينګار درلودی چي د يورانيمو دغه ډول يوه تبادله بايد د ايران د خاوري په دننه کي سرته ورسيږي .

له هوکړي څخه وروسته دترکيې او برازيل جمهور رييسانو چي په شخړه کي يې مينځګړيتوب کاوه، د هوسايي احساس وکړ . د ايران د اتمي شخړو د خبرو اترو مرکچي، علي اکبر صالحي وويل:

« د اتمي انرژۍ د څارني له نړيوالي ادارې سره د همکاري دپاره د خپلي ښې ارادی او چمتوالي څرګندولو سره ، مونږ دغه تبادله او د هغې سره تړلې لارښوونه ومنله، دا هغه څه دي چي لويديځ پرې ټینګار درلود، يعني يو دريم هيواد ته زمونږ د شتمن کړای شوو يورانيمو ليږدول .»

No Flash Erdogan Lula da Silva und Ahmadinedschad in Teheran

مخکي له دې په لومړي سر کي د ترکيې صدراعظم اردوګان په شخړه کي د ايران د لجاجت ډوله دريځ باندي د غصه کيدو له امله تهران ته خپل سفر فسخه کړی ؤ . ترکيې څو ځلي هڅه وکړه په اتمي شخړه کي منځګړيتوب وکړي ، خو کله چي د برازيل د حکومت د مشر، لولا او د ايران د حکومت تر منځ په خبرو کي پرون ماپښين د پرمختګ نښانې څرګندي شوې، اردوګان هم تهران ته ورغی .

د ترکيې د سياست مشهورکار پوه، مصطفی کيباروغلو د خپل هيواد د مينځګړيتوب هڅو ته په اشارې سره وويل:

«سړی ويلای شي چي دا د ترکيې لپاره يو ديپلوماتيک برياليتوب دی چي وتوانيده خبري اتري تر دغه پړاو راورسوي . دې ته سړی بايد په ټيټه سترګه ونه گوري . خو بياهم دا په دې معنی نه ده چي له دې سره د ايران او لويديځ تر منځ ټولی ستونزي حل شوې .»

دا خبره رښتيا همده، په دغه هوکړه سره له ايران سره په اتمي شخړه کي يواځي يوه کوچنی برخه حل شوه . ځکه اصلي پوښتنه دا ده چي آيا اسلامي جمهوري له خپل شخړه ايز اتمي پروګرام څخه د پوځي مقاصدو لپاره کار اخلي که نه؟

دې پوښتني ته د سمدلاسه نه ځواب ورکولو سره سره، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، دولت اغلو وويل چي د تهران پر ضد د نوو بنديزونو لګولو دوسيه سمدلاسه د ميز له سره ليری کړای شوه . د داسي بنديزونو د لګولو ګواښونه دامريکا متحده ايالاتواو د هغه متحدينو کړي وه ، چي که چيري اسلامي جمهوريت د شخړي د حل پر خوا ځان ونه ښوروي.

واشنګتن د ترکيې او برازيل د مشرانو په منځګړيتوب له ايران سره خبري اتري د تهران د مشري لپاره وروستی چانس ګنلی ؤ ،تر څو ځان له نوو بنديزونو څخه بچ کړي .

په دې منځ کي د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد اعلان وکړ چي اوس هغه وخت دی چي د تهران او 5 جمع يو دولتونو يعني د ملګرو ملتو د امنيت د شورا پنځه دايمي غړو او آلمان تر منځ نوي خبري پيل شي .

اولريش/ حکيم

کتونکي : محمد قاسم نوري