1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

ايبک: د څښاک پاکي اوبه نه لرو

د ايبک ښار په سلګونه کورنۍ د خپلي اړتيا وړ اوبه په هغه ښار کي د تير سوي نهر څخه ترلاسه کوي. په دې وياله کي نه يوازي چي ټول لامبي، بلکي هلته موټر هم پريوله کيږي او حيوانان هم لامبو وهي.

ډيری کورنۍ د څښاک اوبه له دغه نهر څخه ترلاسه کوي

ډيری کورنۍ د څښاک اوبه له دغه نهر څخه ترلاسه کوي

د ځايي اوسيدونکي په خبره هر کال د سمنګان ولايت په لسګونه اوسيدونکي ددغو اوبو او ددې په څير د نورو نا پاکو اوبو د استفادې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سمنګان اوسيدونکي، چي د تيرو کلونو په لړکي يې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله زغم پای ته رسيدلی د ښار څخه کډه کولو ته اړ سوي.

د ايبک ښار يو اوسيدونکی غلامحي الدين وايي:« په سمنګان کي د څښاک پاکي اوبه نسته، ډيری خلک دې ته اړ سوي چي له همدي کبله له ښار څخه کليو او بانډوته مخه کړي.»

ددغه ښار ډيری خلک د څښاک د پاکو اوبو د نه شتون سره مخامخ دي، په داسي حال کي چي د شمال په ټولو ښارونو کي ژور څانان ايستل سوي.

خو د سمنګان والي خيرالله انوش وايي، چي اوس ددغه ولايت د مرکز تر نمايي ډير خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.

« که چيري موږ د ايبک ښار محاسبه کړو له ۶۰ څخه تر۷۰ پوري خلک پاکو اوبو ته لاس رسی لري او په ولسواليو کي هماغه د طبعي چينو اوبه دي چي خلک ګټه ترې اخلي. او موږ په دې تلاښ کي يو تر ځو د ايبک د ښار ټولو اوسيدنکو ته د څښاک پاکي اوبه برابري کړو »

خو د سمنګان د روغتيا مسولين بيا د والي ادعا وي رد وي. ددغه ولايت دولايتي روغتون مشر ډاکتر محمد يو سف پايز وايي، چي اوس مهال يوازي ددغه ولايت دمرکز ۲ سلنه اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري او ۹۸ سلنه نور ناولي اوبه کاروي.

« له بده مرغه ددغه ولايت اړوند چارواکي د اوبو په قصه کي ندي، معدني اوبه ديري سوي ، دوی په خپله له هغي استفاده کوي ټول خلک خو ددې توان نه لري، چي هغه اوبه واخلي»

د سمنګان د ولايتي روغتون مشر زياتوي هره ورځ له ۲۰ نه تر۳۰ پوري ناروغان د څښاک د ناولو اوبو د استفادې له امله دغه روغتون ته مراجعه کوي، او هر کال د تودوخي په موسم کي د ايبک د ښار ډيری خلک له همدې کبله په راز راز نارو غيو اخته او حتي خپل ژوند هم له لاس ورکوي.

د پاکو اوبو د نشتوالي دغه ستونزه نه يوازي، په سمنګان، بلکي د شمال په نورو ولايتونو کي هم خلک ورسره لاس او ګريوان او له دولت څخه په دې برخه کي د جدي پاملرني غوښتونکي دي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل