1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

ايا د کرزي د پلان څخه به نړيواله ټولنه ملاتړ وکړي؟

د افغانستان د سیاسی چارو له کارپوه وحید مژده سره مرکه

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده

د پنجشنبي په ورځ په لندن کي د افغانستان کنفرانس دايريږي، د دغه کنفرانس يوه مهمه موضوع دا ده چي د افغانستان مشر، حامد کرزي غواړي له طالبانو سره دهغه د روغي جوړی او د خبرو اترو له پلان څخه نړيواله ټولنه ملاتړ وکړي، که چيري دغسي يوشين څراغ کرزي ته په رسمي توګه ورکړل سي، ايا ستاسو په نظر د طالبانو مشر ملامحمدعمر به حاضر شي،چي دکرزي سره وږغېږي؟

مژده:په دي هکله بايد ووايم چي کيداي شي چي دا لومړي ګام وي، هغه ته د يو مثبت قدم په توګه کتلای شو. خو اصلي خبر دا ده چي هغه څه چي حامد کرزي يي له بين المللي ټولني غواړي هغه لږ څه مشکل غوندي ښکاري. حامد کرزي له بين المللي ټولني دا غواړي چي د طالبانو د مشرانو نومونه دی له تور لست خخه وايستل شي. خو زما په فکر دا ناشوني خبره ده. ځکه تر اوسه پوری د ملا محمد عمر موقف څرګند نه دي چي آيا هغه مذاکرات مني که نه. يعني د بين المللي ټولني له خوا مخکي له مخکي د دغه تور لست څخه د هغه د نوم ليري کول زه ناشوني بولم.

دويچه ويلي: نو ستونزه به څرنګه حل شي، د طالبانو مشرانو سره خبري اتري ممکن نه دي د تور لست په وجه او له ټيټ پوړو طالبانو سره خبري اتری ګټه نه کوي، ستاسو په نظر د حل لاره نو څه ده ؟

مژده: لوړ پوړو طالبانو سره بايد خبري وشي، خو ستونزه دا ده چي بين المللي ټولني په سر کي یی امريکا، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د پيښو څخه وروسته، داسي يو حالت رامنځ ته کړدی دی چي ځيني کسان يي خپل دايمي دښمنان ګڼلي دي. او وايي چي تر ابده پوري له هغو سره روغه جوړه نه شي کيداي، يعني زما مقصد دا دي په هغه لست کي چي دغه کسان نيول شوي دي، هغوي باندي د تروريستانو نوم ايښودل شوي دي، نو له يو تروريست سره خبري نه شي کيداي، له بلي خوا که چيري د هغوي نوم له دي لست څخه وايستل شي، بيا دا پوښتنه عنوانيږي چي تر اوسه پوری چي دغه کسان له دوي سره په جګړه بوخت ؤ، د هغو دي جګړي ته څه نوم ورکوي، ايا ازادي بښونکي جګړه او که هغه تروريستي عمل، په حقيقت کي له دي ډول انګيرني سره يو دول بن بست رامنځ ته شوي دي، د دغه بن بست لامل يواځي طالبان نه دي ، بلکه امريکا خپله هم د دي بن بست لامله ده، په دي وجه له دي بن بست څخه د خلاصون لپاره بايد د حل يو لاره پيدا شي.

دويچه ويلي: کرزي په استانبول کي خبريالانو ته په يوه مطبوعاتي غونډه کي وويل چي حالاتو بدلون موندلي دی او کله چي په لندن کي د افغانستان په کنفرانس کي وينا کوي، دي به له ملګرو ملتو څخه وغواړي چي طالبان له تور لست څخه وباسي، فکر کوي مقصد يي ملا عمر دي او کو نور کسان دي؟

مژده: دغسي يوه پوښتنه دلته د امريکا له ځانګړي استازي ريچارد هولبروک څخه هم وشوه، له هغه څخه پوښتنه وشوه چي ايا کيداي شي چي د ملا عمر او حکمتيار نومونه له تور لست څخه وايستل شي، هغه په ځواب کي وويل . «دا کار توجيه نه لري»، د دي خبر معني څه ده، معني دا ده ، زما په نظر، د هغه مقصد دا ؤ چي دغه کسان يو ځل بايد له « مونږ سره» خبري پيل کړي ، بيا وروسته کله چي د هغو موقف څرګند شي ، نو په دي هکله به بیا خبري وشي چي آيا د هغوي نومونه له تور لست څخه وايستل شي که نه؟ نو زه فکر کوم چي په دي کنفرانس ( لندن) د کرزي دغه غوښتنه ونه منله شي او نه به د مخالفينو د مشرانو نومونه له تور لست څخه ليري کړاي شي.

دويچه ويلي: خو هولبروک هم دا خبر کړي ده چي هغه د جمهور رييس کرزي له دی پلان خخه ملاتړ کوي چي د طالب جنګياليو د بي وسلي کولو لپاره يو مالي وجهي صندوق جوړ شي، هغوي ته د کار زمينه برابره شي، يا پيسي ورکړاي شي، کله چي ټيټ پوړي طالبان د حکومت خوا غوره کړي، نو بيايي مشرانو ته څه پاتي کيږي، هغوي بيا نو څه مخالفت کولاي شي؟

مژده: دا خبره د پوښتني وړ ده، آيا هغه کسان چي په افغانستان کي جنګيږي، هغوي رښتیا هم د کار او پيسو لپآره جنګيږي؟ او که نور مسايل هم شته دي؟ البته په دي کي شک نه شته چي د طالبانو په ليکو کی ځيني کسان شته چي له هغوي سره د پيسو په خاطر يو ځاي شوي دي، او د هغو ترڅنګ جنګيږي، خو د دغو کسانو شمير ښايي دومره نه وي چي د هغوي له وتلو سره دي طالبان کمزوري شي، زه فکر کوم دا ډول يو وړانديز برعکس اغيزه لري، هغه په دي معني چي طالبان قوي کيږي. د دي خبري معني دا ده ، هغه کسان چي له طالبانو سره يو پيسو په خاطر یو ځاي شوي دي، هغوي خلک برمته کوي، له هغوي پيسي اخلي او په هر ځاي کي په خلکو ظلمونه کوي. نو که چيري دغسي کسان له طالبانو څخه بيل او دولت سره يو ځاي شي، د دي خبري معني دا ده چي هغه صف چي طالبان لري، هغه صف تصفيه کيږي او ښه کسان پاتي کيږي. زه فکر کوم چي دغسي يو پلان د طالبانو په تاوان نه دي، هغوي له دي پلان سره نه کمزوري کيږي. دغسي پلانونه پخوا هم لاس لاندي نیول شوي دي، د بيلګي په توګه د شورويانو د اشغال په موده کي، ځينو ته پيسي ورکولي کيدي چي له مخالف لوری څخه دولت ته مخ واړوی، خو وموليدل چي نتيجه يی ور نه کړه. نو زما په فکر دا هم دغسي يو پلان دی چي هسي چي انتظار او طمع تر کيږي، ګټه ښايي ونه کړي.

دويچه ويلي:خو يوه بله خبره دا ده چي نړوياله ټولنه د افغانستان له لانجي سره ستړي شوی ده، په لويديځو ټولنو کي عامه فشار زيات شوي دي، په اروپا او حتي په امريکا کي خلک په خپلوحکومتونو فشار راوړي چي هغوي بايد له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي، له بلي خوا ځينو حکومتونو لا مخکي اعلان کړي چي په کومه نيټه له افغانستان څڅه د خپلو سرتيرو په وتلو پيل وکړي، آيا فکر نه کوي چي دا ټول د دي نښاني دي چي د سولي د خبرو اترو لپاره شرايط برابر شوي دي؟

مژده:زه فکر کوم چي د خبرو اترو لپاره زمينه مساعده شوي ، د طالبانو مشرملا محمد عمر هم څو ځلي اعلان کړي چي طالبان د خبرو اترو لپاره چمتو دي او حتي اوس هغه پر یو پخواني شرط باندي چي لومړي دی بهرني ځواکونه ووځي او بيا دوي خبرو اترو ته کښني، تينګار نه لري، وايي چي دوي چمتو دي هغه لاري چاري وښيي چي څرنګه بهرني قوتونه « په مصوونه» توګه له افغانستان څخه ووځي. سر بيره پر دي يو بل پرمختګ په دي لاره کي دا دي چي طالبان اوس وايي چي هغوي د ملګرو ملتو او اسلامي کنفرانس د سازمان OIC منځنګړيتوب هم مني، له بلي خوا د اسلامي حزب مشر حکمتيار هم دغسي يو نرم دريځ غوره کړي دي، دا ټول د دي ويندويي کوي چي په مخالف اړخ کی هم يو ډول تمايل شته دي، خو غټه ستونزه د خبرو اترو په لاره کي دا ده چي ټول مسلح مخالفين په دي تينګار لري چي خبر اتري بايد په دي تمرکز پيدا کړي چي څرنګه بين المللي قوتونه له افغانستان څخه ووځي.

دويچه ويلي: خو له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره يو بل مشکل چي را پيدا کيږي، هغه دا دي چي طالبان او د هغوي ملاتړ کونکي په افغانستان کي داسي نظام غواړي چي د نړيوالي ټولني لپاره انديښني پيدا کوي، نو دا څرنګه کيداي شي چي نړيواله تولنه، د افغانستان حکومت او مدني ټولنه دغسي يو مخالف اړخ په حکومت کي ومني؟

مژده :زما په نظر دوي ( نړيواله ټولنه او د افغانستان حکومت) مجبور دي چي دا کار وکړي، ځکه په افغانستان کي غربي ديموکراسي جوړیدای نه شي، که څه هم ديموکراسي دير ښه نظام دي، هغه آزادي او خپلواکي چي ديموکراسي یی خلکو ته ورکوي، د خلکو لپاره د منلو وړ دي. خو هغسي ديموکراسي چي غربيان يي په يو شرقي هيواد لکه افغانستان کي غواړي دلته امکان نه لري. او د دنيا په دي ګوښه کي مونږ داسي مثال نه لرو چي په يو مسلمان هيواد کي دي دغسي يوه ديموکراسي جوړه شوي وي، پاکستان له لس ګونو کلونو را په دي خوا تجربه لري، يا نور هيوادونه چي په دي سيمه کي دي، خو متأسفانه دا ناشوني کار دي، نو د دي لپاره چي په افغانستان کي هم سوله او ثبات راشي، داسي يونظام ته ضرورت دی چي د افغانستان اکثريت خلک هغه ومني. زه فکر کوم هغه اشتباه چي روسانو کړي وه چي په يو شهري قشر باندي، په يو شهري روشنفکر قشر باندي دوي اعتماد وکړ، دوي داسي فکر کاوه چي افغانستان همدغه خلک دي او افغانستان يو څو ښارونه دي. خو دا داسي نه ده د افغانستان په کليو او بانډو کي خلک اوسيږي چي د هغوی نظر تراوسه پوري له لس ګونو کلونو را په دي خوا د هغوي نظر نه دي اوريدلي شوي، نو زه فکر کوم چي مونږ مجبور يو چي داسي يو حالت منو چي په هغه کي د افغانستان د ټولو خلکو قناعت په کي حاصل وي.

مرکه کونکی/ عبدالباري حکيم

کتونکی.زيارمل