1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

اوکسفم: مرستې بايد په افغانستان کې عادلانه وويشل شی

په افغانستان کې د انتخاباتو نه يوه ورځ مخکښې اوکسفم (يوه مرستندويه نادولتي ټولنه) غوښتنه کړي ده، چې بهرنۍ مرستې بايد په افغانستان کې په ښه او عادلانه توګه سره بيوزلو خلکو ته ورسيږی.

default

د اکسفم نښان OXFAM INTERNATIONAL

په لندن کې ميشتې ټولنې اوکسفم په افغان حکومت باندی نيوکه کوی، که څه هم افغانستان په ملياردونه ډالرو مرسته تر لاسه کړی ده، خو د دغه هېواد بيا رغونه ښه برمخ نه ځی.

د مرستو پيسې په ناسمه، غير منظم او بې له همغږۍ لګول کېږي او عامو خلکو ته کوم چې دغه مرستو ته اړتيا لري او دغه مرستې د هغوی په نامه ورکول کېږی، نه رسيږي.

ټولنه هيله لری، چې د جمهوري رياست او ولايتي جرګو له انتخاباتو نه وروسته به اداري ريفورمونه راشي، تر څو افغانستان ته له بهر ورکول شوی مرستې په ښه توګه افغانانو ته ورسول شي.

اوکسفم دی ته ګوته نيسی چې يوازی د امريکا متحده ايالتونه د امنيت لپاره هره ورځ سل مليونه ډالر لګوی، حال دا چې د ټولو مرستنديو هېوادونو ورځنۍ مرستې يوازی اوو مليونو ډالرو ته رسيږی.

يحيی وردک