1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اولمرت او عباس سبا بيا سره گوري

د اسرائيلو لومړی وزير ايحود اولمرت او د فلسطين مشر محمود عباس به سبا د سې شنبې په ورځ سره وگوري ، ترڅو د نژدې ختيځ د سولي د خبرو پروسه بيا راژوند ۍ کړي.

د فلسطين مشر محمود عباس او د اسرائيلو لومړی وزير ايحود اولمرت

د فلسطين مشر محمود عباس او د اسرائيلو لومړی وزير ايحود اولمرت

د د واړوخواواستازو دا خبره کړې چي په دې غونډه کي به تر هرڅه مخکي د د وه اړخيزامنيت پر سر سره سلا مشورې وکړي.
همدارنگه به د فلسطينانود ژوند د ښه کولوموضوع هم تر بحث لاندي نيول کيږي.
د واړومشرانو اولمرت او محمود عباس ورستي ځل د رواني عيسوي مياشتي په شپږمه نيټه په اريحا کي سره کتلي وه او هلته يي همدا خبره کړې وه چي هروخت به سره گوري ترڅود نژدې ختيځ د سولي د پروسې د خبرو لپاره لاره هواره کړي او بيا يي راژوندۍ کړي.