1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

اوس هم نهه ميليونه انسانان په نري رنځ اخته دي

په ټوله نړۍ کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر نهه ميليونه اټکل شوی دئ، په داسي حال کې چې کال په کال يو ميليون انسانان له دغي ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نری رنځ هغه مرض دی چې په تېرو څو لسيزو کې په پرمختللو لويديځو هېوادونو کې هېر شوی و. خو په دنيا کې دغه ناروغي يوه تر ټولو عامه ناجوړي ده. تقريبا دوه مليونه انسانان د نري رنځ يا توبرکلوز عامل په ځان کې لري، خو د ناروغۍ نښې په لږو کسانو کې راڅرګنديږي هم. د انسان روغ بدن دغه ناروغي کنترولولای شي، خو که د سړي معافيتي سيستم ضعيف وي، نو مرض ورته راټوکيږي.

ددې ناروغۍ عامل يو ويروس دئ چي د بې وزلو وګړو ناروغي هم بلل کيږي. په تېره بيا د پرمختلونکو هېوادونو اوسېدونکي ځني رنځ وړي او ځوريږي.

د روبرت کوخ انستيتوت د يو رپوټ له مخي په نري رنځ د اخته شويو کسانو شمېر په دې وروستيو کې لږ شوی دئ. خو دا په دې معنا نه ده چې نور خطر نشته د ناروغۍ مخنيوی ډېر مهم دئ:

«د نري رنځ نخښي کېدای شي د ناروغۍ تر لېږدېدو کلونه يا لسيزي وروسته هم څرګندي شي. دا په دې معنا ده چې که د ناروغۍ لېږدېدل نن بند کړو، نو په راتلونکي کې به موهم ورڅخه مخنيوی کړی وي.»

د توبرکلوز بکترياوي د رېزش او ذکام په څېر لېږدي، کله چې د ټوخېدلو په پايله کې پر سړي باندي څاڅکي راشي. اتيا په سلو کې د دغه مرض په نتيجه کې د انسان سږي اغېزمن کيږي.

د ناروغۍ علايم رنګارنګ دي، لکه ستړيا، کم خوراکي، تبه او يا ټوخی کېدای شي د نري رنځ نخښي وي. که د ناروغۍ ډول ډېر سخت وي، کېدای شي له ټوخي سره وينه هم وي، او د سړي وزن کم شي، يا سړی په کوما کي وي او مړ شي.

د ناروغۍ جدي والی په دې پوري اړه لري چې تشخيص ئې څه وخت کيږي او د انتي بيوتيک له لاري ئې کله درملنه کيږي. دا مختلي دواګاني دي چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې ناروغ ته ورکول کيږي. خو د بې پولي ډاکټرانو د ټولني يو ډاکټر سبستيان ديتريش، وايي چې دغه دارو درمل ډېر زاړه دي.

«هغه دواګاني چې د نري رنځ په درملنه کې استعماليږي، هم په آلمان او هم د دريمې نړۍ په هېوادونو کې، د ۱۹۴۴ او ۱۹۶۶ م کال په منځ کې جوړ شوي دي. دا په دې معنا ده چې هغه نيمه پېړۍ مخکي جوړي شوي وې. له هغه وخت راهيسي داسي کومه نوې دوا نشته چې اغېزمنه دې هم وي.»

نوموړی زياتوي چې نويو دارودرملو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي. دا په تېره بيا په اسيايي او افريقايي هېوادونو پوري اړه لري، چې يو مثال يې سواسيلنډ دی. په دغه هېواد کې له هرو يو لکو کسانو څخه ديارلس سوه ئې په نري رنځ اخته کيږي، په داسي حال کې چې په آلمان کې دغه شمېر شپږو ته رسيږي.

خو کار پوهان اوس تر ټولو زياته اندېښنه د توبرکلوز د نويو ډولونو په اړه لري. په تیرو څو کلونو کي د توبرکلوز يو نوی ډول مخ پر ډيريدو دئ چي عادي درمل ورباندي تاثير نه کوي.

«د دغي ناروغۍ درملنه ډېره سخته او قيمته ده. دارو درمل ئې د هر مريض پر سر پنځه زره يورو مصرف لري او درملنه ډېر وخت يعني دوه کاله غواړي.»

اوس که ددې مرض درملنه سخته ده خو تشخيص يا بيا ډير اسانه شوی دئ. تر اوسه پوري د بلغمو د معاينې له لاري د نري رنځ تشخيص کېدی خو د تير کال راهيسي د بې پولي ډاکټرانو ټولنه يو ډوله آله کاروي چي هغه نه يوازي دا چي مرض ژر تشخيصوي، بلکي دا هم ښه يي چي څه ډول دارو بايد مريض ته ورکړل شي:

د بې پولي ډاکټرانو د ټولني يو ډاکټر وايي چي دا ماشين بکتريا هم پېژني او هم دا راته وايي چې کوم دارو درمل دې مريض ته ورکړل شي. ستونزه دا ده چې دغه ماشين يوې ښې زېربنا ته اړتيا لري او کاروونکي ئې بايد سم وروزل شي.

اژانسونه/نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل