1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

اوباما په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی

امريکايي چارواکو ويلي دي چي ولسمشر بارک اوباما د يو ناڅاپي سفر په موخه افغانستان ته رسېدلی او هلته د بګرام په هوايي هډه کي پاته سوی خو کابل ته ښايي د خرابي هوا له امله ولاړ نه سي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما

د نړيوالو خبري آژانسونو د رپوټونو له مخه د متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په دط سفر کي مخامخ ښایی ونه ويني.

اوباما په لومړي سر کي د متحده ايالاتو له لوړ پوړو پوځي چارواکو او امريکايي سرتيرو سره ويني.

تردې مخکي په رپوټونو کي وويل شول چي هغه کابل ته رسيدلی دی، خو امريکايي چارواکو وويل، اوباما د بګرام په هوايي هډه کي کوزي شوي او هلته پاته کیږي.

د يو بل خبر له مخه د خرابي هوا له امله هغه کابل ته له سفر کولو څخه ډه ده کړي ده.

امريکايي چارواکو وويل چي ښايي هغه د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ويدويي تيلفون له لاري خبري وکړي.

د متحده ايالاتو ولسمشر په داسي وخت کي افغانستان ته د جمعي په ورځ ورسید چي سپيني ماڼۍ د چهارشنبط په ورځ وويل، د اوباما اداره د افغانستان پر ستراتيژي غور پيل کړی.

اوباما يو کال د مخه دغه ستراتيژي په لاره واچوله او اوس په دط هکله ارزونه پيل سوې، چي آيا هغه تر کومه ځايه خپلو ټاکولو هدفونو ته رسيدلې ده.

افغانستان ته د 30 زرو اضافي سرتیرو استول د دغي ستراتيزۍ محوري برخه ول تر څو یاغیانو ته ماته ورکړي او له افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو لپآره لاره هواره سي.

د بلي خوا د ولسمشر اوباما سفر د ويکيليکس د نړيوالي انترنيټي پاڼي له خوا د هغو ديپلوماتي ليکونو او سندونو له بربنډولو سره جوخت سوي چي د افغانستان په شمول له نورو متحدينو سره د واشنګتن اړيکي تر پوښتني لاندي راوستي دي.

اوباما په خپل هيواد کي تر فشار لاندي دی ترڅو د افغانستان کابو نهه کلني ناخوالي جګړي کي چي د سل ګونو امريکايي سرتيرو د ژوند په بيعه تمامه سوې، پرمختګ او برياليتوب ښکاره کړي.

په افغانستان کيت د سرتيرو سره په دې ليدني کتني سره اوباما غواړي چي د خپلي ستراتيژي د ارزوني لپاره د لومړي لاس معلومات تر لاسه کړي.

آژانسونه:عبدالباري حکيم

کتونکی: رتبيل شامل