1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اوباما: د کيوبا سره به د اړيکو نوی باب پرانيزو

اوباما غواړي له کيوبا سره سياست ته، نوی سمت ورکړي. دا په داسي حال کي چي د امريکا له خوا د تيرو ۵۰ کالو راهيسي پر کيوبا باندي بنديزونه دي.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په دې نظر دی، چي د امريکا او کيوبا تر منځ اړیکي بايد عادي سي. هغه غواړي د دواړو هيوادونو تر منځ له ۵۰ کالو راهيسي يخی اړيکي تودې او کيوبا ته د ملګرتيا لاس وروغځوي.

اوباما له کيوبا سره د امریکا د نوو اړيکو پر موضوع په وينا کي په هسپانوي ژبه کيوبايان مخاطب کړل او په هسپانوي يې وويل: «موږ ټول امريکايان يو.» اوباما غواړي چي د امريکا او کيوبا اړيکي بهتره سي.

د اوباما په فکر دا يوه منطقي پروسه ده: «هغه چلن چي تر اوسه کېدی هغه زوړ سوی دی. دغه چلن په تيرو لسيزو کي، ځکه پاته راغلی چي زموږ لېوالتياو ته ګټه ورسوي. اوس به موږ د هغه پر ځای خپلي اړيکي عادي کړو.»

په هوانا کي د امريکا سفارت

په پام کي ده چي د کيوبا په پلازمېنه هوانا کي به امریکا متحدو ايالاتو یو سفارت پرانستل سي. د دې تر څنګ به د دواړو هيوادونو لوړ پوړي دپلوماتان د خبرو اترو له پاره ملاقاتونه کوي. پر کيوبا د لګول سوو تجارتي او اقتصادي بنديزونو يوه برخه به ليري کړل سي.

خو اوباما د کيوبا د خپل سياست له کبله له هر لور څخه ملاتړ نه دی تر لاسه کړی. بلکي برعکس، د جمهوري غوښتونکي ګوند استازو پر اوباما سختي نيوکي کړي دي. د امريکا په سنا کي د ياد ګوند د فلوريډا استازی مارکو روبيو په دې نظر دی چي د باراک اوباما دغه دريځ د سياسي تسليمۍ معنی ورکوي.

هغه وايي: «دغه ولسمشر نن ثابته کړه چي د بهرنيو چارو پاليسي يې نه دا چي بچه ګانه ده، بلکي دغه پاليسي بالکل ناخبره ده چي نړۍ څرنګه چليږي.»

د اوباما دليل دا دی چي د امريکا متحد ايالات له چين او ويتنام سره هم د اړيکو پر بهتره کولو کار کوي. د هغه په فکر د تماس او اړيکو درلودلو له لاري تغيراتو ته لاره هوارېدای سي. اوباما د دې تر څنګ له کيوبا سره د امريکا د اړيکو د بهتره کولو په تړاو د تر اندازې زياتو هيلو درلودلو خبرداری ورکړ.

هغه وويل: «زه دا تمه نه لرم چي هغه بدلونونه چي زه يې نن اعلانوم، هغه به د کيوبا ټولنه په يوه شپه کي بدله کړي.»

بنديزونه لا پاته دي

باراک اوباما پر کيوبا لګول سوي تجارتي او اقتصادي بنديزونه نه دي ليري کړي. دغه بنديزونه يوازي د امريکا کانګريس ليري کولای سي.

اوباما هغه اقدام کړی دی، چي د ده په واک کي وو. د اوباما پر دغه قدم تنقيد کوونکی جمهوري غوښتونکی روبيو وايي چي دغه اقدام به د دې سبب سي چي د کيوبا واکمن کاسترو لا زيات پياوړی سي. خو د اوباما د ديموکراټ ګوند استازي وايي چي له کيوبا سره د اړيکو بهتره کول په دې معنی نه دي چي امريکا به په کيوبا کي پر بشري حقونو ټينګار نه کوي.

اوباما د امريکا او کيوبا تر منځ د اړيکو په ترڅ کي د تاريخ يو نوی څپرکی پرانيست. دا چي دغه باب څرنګه پای ته رسيږي، دا به وخت وښيي.