1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

اوباما د سوريې په اړه له پوتين سره خبري وکړې

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره د سوريې په اړه په تليفوني خبرو کي خپله انديښه شريکه کړې ده.

اوباما په داسې حال کې له پوتین سره د سوریې په اړه خبرې اترې کوي چې پر هغه باندې په متحده ایالاتو کې د سوریې په اړه ورځ تر بلې سیاسي فشارونه ډیریږي.

تیره اوونۍ امریکايي استخباراتي سازمانونو داسې شواهد موندلي ول چي ښيي امکان لري چې د سوریې رژیم دې د خپلو خلکو پر ضد کیمیاوي وسلې کارولي وي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې له متحدینو سره یې په دې اړه څیړنې کوي چې معلومه کړي چې آیا په رښتیا په سوريه کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دې که نه.

د امریکا د دفاع وزیر چاک هیګل، په دې اړه خبري نه دي کړي چې آیا امریکا به د بشارالاسد د رژیم پر وړاندي کوم اقدام وکړې که نه.

تر دې مخکې د اوباما حکومت ویلي ول چې هغوی فکر کوي چې په سوريه کې دې د کیمیاوي وسلو کارونه د اسد د رژیم له خوا تر سره شوې وي. خو په دې اړه لا دقیق شواهد په لاس کې نه شته چې وښيي دغه وسلې سل په سلو کې کارول شوې دي.

هیګل وویل: «موږ په دې اړه خپلو څیړنو ته دوام ورکوو چې وپوهیږو په سوريه کې څه شوي دي... زه فکر کوم چې موږ باید د دې پر ځای چې د خپل اقدام په اړه پریکړه وکړي، باید انتظار وباسو ترڅو په دې پوه شو چي هلته څه شوې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګدون، امریکايي چارواکي د سوریې پر رژیم باندي تور لګوي چې د خپلو خلکو پر وړاندي یې له اتومي وسلو څخه کار اخیستی دی. دغه چارواکي وایي چې د سوریې رژیم په دوو موردونو کې له داسې کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی چې د «سارین» په نوم مواد یې لرل. پر امریکا سربیره اسرائیل، بریتانیا، فرانسه او قطر هم د سوریې پر رژیم باندي ورته تورونه لگوي.

«شدیدې پایلې»

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي ول چې د سوریې د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو کارونه او یا هم ترهگرو ته د هغوی ورکونه له «سرې کرښې څخه د تیریدو» په معنی ده. اوباما زیاته کړې وه چې دغه کار به ډیر شدیدې پایلي ولري.

له بلې خوا د امریکا د کانگرس غړي غواړي چې متحده ایالات باید د سوریې له پاڅون کوونکو او د هغوی له پلویانو څخه د یوې امن او د «نه الوتنې» سیمې په رامنځ ته کولو سره ساتنه وکړي.

نړیواله ټولنه هم اوس غواړي چې په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه څیړنې وشي. د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کی مون، په دې اړه د پراخو څیړنو غوښتنه وکړه.

په سوريه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو په وینا تر اوسه پورې پکښې تر۷۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوې دي.

DW.COM