اوباما تر کلنتن نه لا نور مخکی شو | آلمان او نړۍ | DW | 21.05.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

اوباما تر کلنتن نه لا نور مخکی شو

دهيلاري کلينتن دپلويانو خوشالۍ د پخوا په ډول پای ته نه رسيږي ، او د دې څخه يې په کينټاکي Kentucky کښي ډير ښه هرکلی وکۍ .

Barack Obama

Barack Obama

دغه ۶۰ کلنه سناتوره د امريکا د متحده ايالاتو په اطرافي ايالت کښي د خپل حيرانونکي برياليتوب له کبله چه زيادتره سپين پوستو کارګرانو رايی ورکړې ، ډيره خوشاله وه . ددې خبري د په نظر کي نيولو سره چه د جمهوري رياست د کانديدۍ د لمړنۍ غونډي په دغو انتخاباتو کښي دې ۳۵ فيصده مخکيوالی درلودۍ ، کلينتن وويل چه دا تر پخوا ډيره مصصمه ده چه د بارک اوباما په مقابل کښي سيالۍ ته ادامه ورکي :

«زه به تر هغه وخته پوري خپلي مبارزې ته دوام ورکم ، تر څو چي موږ يو کانديد ولرو، او هغه چه هر څوک وي . »

اوبيا دې مخکي له مخکي وويل چه پر دريمه د جون د جمهوري ریاست د کاندیدۍ د لمړنۍ غونډي د انتخاباتو تر ختميدو وروسته به هم نه دا پخپله او نه هم ددې سيال بارک اوباما ، د جمهوري ریاست د کاندیدۍ دپاره د نمايندګانو لازمي تعداد پوره کي . هيلاري کلينتن وويل چه د دموکراټ ګوند دپاره به دا بيا سخته وي ، چه تصميم ونيسي .

په آخره کښي به داپه تقريبآ ۸۰۰ استازو پوري اړه ولري ، چه څوک به د دموکراټانو کانديد سي . دغه استازي کولای سي ،آزادانه تصميم ونيسي ،چه چاته رايي ورکوي . او خصوصآ هيلاري کلينتن هغو ۲۰۰ استازو ته چه تر اوسه پوري يې هم د هيڅ چا په ګټه تصميم ندی نيولی ، پدې پوښتني سره مراجعه وکړه :

« څوک کولای سي ، چه سناتور ميک کېن ته ماته ورکي . »

په پنسلوانيا ، اوهايو ، او اوس په کينټاکي کښي ددې په برياليتوب سره هيلاري کلينتن ځان تر ټولو ښه کانديده بولي . خو دا خبره دغه حقيقت نسي پټولای چه سناتور بارک اوباما تر هيلاري کلينتن تقريبآ ۲۰۰ اضافه استازي لري .

د بارک اوباما طرفدارانو بيا د کينټاکي څخه تقريبآ ۱۰۰۰ کيلومتره ليري نارې وهلې ، چي هو موږ يې ګټو . او نه يوازي د پاسفيک په ايالت اوريګان کښي چه دغه تور سناتور مخکينی انتخابات يووړل ، بلکه د لويديز په مرکزي ايالت آیوا کښي هم . هغه ايالت چه ۴ مياشتي مخکي دده د برياليتوب لړۍ شروع سوه . دلته اوباما د خپلي ماندينې ميشېل او دوو لوڼو سره يو ځای هغه برياليتوب ولمانځه ، چه په پرون ماښام يې د جمهوري ریاست د کاندیدۍ د لمړنۍ غونډي دانتخاباتو دپاره يو بل قدم پورته کۍ ، يعني داچه د استازو مطلق اکثريت يې پلاس راوړۍ . ده وويل :

« تاسو زه د دموکراټانو د جمهوري ریاست د کاندیدۍ دپاره ورنژدې کړم .»

د بارک اوباما اوس هم ۵۰ رايي کمي دي ، تر څو د استازو لازمی تعداد پوره کي . خو بارک اوباما د انتخاب سوو استازو د مطلق اکثريت په درلودلو سره اوس اميد لري ، چه پر دريمه د جون به نور نمايندګان او استازي هم ده ته رايي ورکي . اوباما، هيلاري کلينتن ته د سه شنبه د کينټاکي د کاميابۍ تبريکي په خاص ډول وويل . که څه هم دی د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي ددې سره څو واره ولويدۍ ،خو بيا هم بارک اوباما ددې نه ستړي کيدونکي فعاليت وستايه .