1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

انگلستان او ترکيه نور عسکر افغانستان ته استوی

په لندن کې د انگلستان حکومت غواړی په افغانستان کې د خپلو عسکرو په شمېره يو زر او څلور سوه عسکر ورزيات کړی. د انگلستان د دفاع وزير ښاغلی براون دغه خبر تايید کړی دی، چې د هغه حکومت به د افغانستان جنوب ته نور عسکر ورلېږی.

ترکي عسکر په افغانستان کې

ترکي عسکر په افغانستان کې

دا تصميم هغه وخت ونيول شو، چې د ناتو نورو هېوادونو لکه د آلمان فدرالي جمهوريت او فرانسې نه غوښتل، تر څو د افغانستان په جنوب کې يو نارامه ولايت هلمند ته خپل عسکر ولېږي.
افغانستان ته دغو عسکرو د لېږر امکان هغه وخت وشو، چې د انگلستان صدراعظم ښاغلی بلیر اعلان وکړ، چې دی به يوزر او شپږسوه انگليسي عسکر له عراق څخه راوباسي. اوس مهال په افغانستان کې پنځه زره او شپږ سوه عسکر ځای په ځای شوی دي.

د ترکيي هېواد هم دا خبر ورکړی دی چې، افغانستان ته به دوه سوه نور عسکر ولېږی. په دې صورت کښې به د ترکي عسکرو شمېره زرو ته ورسېږي.