1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

انګيلا مېرکل د روسيې دنوي مشر مېلمنه ده

د آلمان لومړۍ وزیره مېرمن انګيلا ميرکل دلومړۍ بهرنۍ حکومتي مشري په توګه، نن د روسيې د راتلونکو جمهوررييس ديميتري ميدويدف مېلمنه ده.

د جرمني لومړۍ وزيره روسيې ته د خپل سفر په پيل کي د جمهور رييس ولاديمير پوتين سره

د جرمني لومړۍ وزيره روسيې ته د خپل سفر په پيل کي د جمهور رييس ولاديمير پوتين سره

په برلين کي ويل کيږي، چي دغه کار د دواړو هيوادونو د نژدې او دوستانه اړيکو ښکارندوی دی. مېرکل غواړي چي د روسيې د راتلونکي مشر سره د هغه د خوا د اصلاحاتو د اعلان په اړه وږغېږي. د آلمان د حکومت يوه وياند وويل: لومړۍ وزيره غواړه په دې پوه سي، چي د ميدويدف ژمني څونده اعتبارلري. ميدويدف ژمنه کړې وه، چي په روسيه کي قانونيت لاپياوړی کړي او دولت او اقتصاد مډرن کړي.

د جرمني لومړۍ وزيره روسيې ته د خپل سفر په پيل کي د جمهور رييس ولاديمير پوتين سره،چي د دندي وخت يي پای ته رسېږي، ګوري په کريملين کي ويل کېدل چي دواړه خواوي غواړي ، چي د کوزووا د وضيعت او د ايران د اټومي پروګرام د لانجې په هکله هم سره وږغېږي.