1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

انګلستان د افغانستان تاریخي اثار وروسپارل

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د المان خبري آژانس ته وویل چې انګلستان د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي موزیم ۸۰۰ تاریخي توکي بیرته دې موزیم ته ستانه کړل.

دغه توکي د افغانستان د کورنیو چګړو پر مهال له ملي موزیم څخه غلا او بهر ته قاچاق شوي ول. رهین وویل: «د ستنو شوو توکو په ډله کې یوه د بودا مجسمه هم شامله ده چې له ۱۵۰۰ کلونو څخه ډیر قدامت لري.» رهین زیاته کړه چې دغو اثارو د افغانستان د موزیم شهرت بیرته ژوندی کړی دﺉ.

په کابل کې د دغو اثرونو د ورسپارنې د لمانځلو په ویاړ یوه غونډه هم جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل: «دا لومړۍ ځل نه دﺉ چې زموږ بریتانیايي ملګرو د افغانستان د ملي موزیم د غلا شوو توکو په راستنولو کې له موږ سره مرسته کړې ده.»

د افغانستان د کورنۍ جګړې او طالبانو د رژیم پر مهال د دې هیواد له ملي موزیم څخه په لسو زره تاریخي توکي غلا شول. چارواکي په دې باور دي چې په دغه وخت کې د افغانستان د ملي موزیم اویا سلنه توکي غلا او بیا ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شول. پر ملي موزیم سربیره د افغانستان له تاریخي سیمو څخه هم ډیر اثار په غیر قانوني ډول راکیندل شوي دي او بیا بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي چې اوس هم په افغانستان کې په یو شمیر تاریخي سیمو کې ناقانونه کیندنې روانې دي. هغه زیاتوي چې که څه هم افغان حکومت هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي خو بیا هم یو شمیر کسان په تاریخي سیمو کې غیر قانوني حفریات کوي او موندل شوي تاریخي توکې بهر ته قاچاقوي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان موزیم ته د ستنو شوو تاریخي توکو په لړ کې داسې توکي هم موجود ول چې تر ۴۰۰۰ کالونو پورې ئې تاریخي قدامت لاره. د ملي موزیم چارواکي وايي چې د دغو توکو له جملې څخه به ډیر ژر یو شمیر ئې نندارې ته وړاندې کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم