1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

«انسانان تر پخوا اوږد عمر لري»

د روغتیا د نړیوالۍ ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د نړۍ له پاره یو ښه خبر دا دئ چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو عمر مخ په زیاتیدو دئ، خو روغتیایي او ټولنیز خدمات د هغوی له پاره ډیر وروسته پاته دي.

په نړۍ کې د زړو خلکو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. د اپریل اومه چې د روغتیا نړیواله ورځ ده، د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکوي چې په نزدې راتلونکي کې به د هغو کسانو شمېر چې عمر ئې تر ۶۰ کلونو ډیر وي تر هغو کوچنیانو ډېر وي چې تر پنځه کلنۍ ئې عمر کم وي.

د ډاکټر جان بیرد، په نظر د ځوانانو په تناسب د زړو د زیاتوالي دغه حالت به د نړۍ په ټولو هیوادونو کې رامنځ ته سي:

«ډېری خلک اوس هم په دې باور دي چې دا خبره یوازې په بډایو هیوادونو پورې اړه پیدا کوي. د دوی په آند دغه حالت به یوازې په اروپایي هیوادونو او جاپان کې محدوده پاته سي، خو دا صحیح نه ده. اوس په هغو هیوادونو کې چې خلک ئې ډېر کم معاش لري، هم ئې اوسېدونکي تر ډېره وخته پورې ژوند کوي. په ۲۰۵۰م کال کې به د ځمکي په کره کې دوه میلیارده زاړه انسانان ژوند وکړي چې د هغوی ۸۰ سلنه به ئې په هغو هیوادونو کې وي چې په اوسني وخت کې ورته د صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونه ویل کیږي.»

په اصل کې خو دا یو خوشحالوونکی خبر دئ، ځکه دا په دې معنی دئ چې په نړیواله کچه د خلکو د ژوندانه سطحه لوړه سوې ده. د یوه انسان زړښت هم په اقتصادي ودې پوری تړلی دئ.

له بلی خوا د روغتیا د نړیوال سازمان مشره مارګریت چان، خبرداری ورکوي چی یوازی دا کفایت نه کوي چې سړی دې زاړه عمر ته ورسیږي، بلکی مهمه داده چې په نړۍ کې انسانان د دې حق ولري چی د صحت په درلودلو سره زوړ سي.

« موږ په تېرو وختونو کې تل په دې اړه خبرې کولې چی خپل د ژوند کلونه څنګه اوږده کړو، دا خو سمه خبره ده او د نړۍ ځینو هیوادونو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم کړي دي. خو اوس باید موږ یو بل ګام هم پر مخ ولاړ سو او هغه دا چې په دغو اوږده سوو کلونو کې څنګه ژوند وکړو!»

په نړۍ کې اوس هم زاړه خلک د ورته ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا ډول پیښي زیاتره په بې وزلو هیوادونو کې ډېرې لیدل کیږي. په دې اړه ډاکتر بیرد، وایي چې په بې وزلو هیوادونو کې د مرگ اصلي علت هغه امراض جوړوي چې یو بل ته نه انتقالیږي.

د هغه په وینا «خبره دلته پر میکروبي او یا هم د معدې او کولمو پر ناروغي نه ده، بلکی د زړه، د ویني د فشار، مغزي سکتې او د نفس تنګي پر ناروغیو ده.»

که څه هم د عادي ناروغیو درملنه ډېره آسانه ده، خو بیا هم د هغو څخه په بې وزلو هیوادونو کې، د پرمختللو هیوادونو په پرتله څلور برابره زیات انسانان له منځه ځي. د هغې علت دا دئ چې په دغو هیوادونو کې اساسي معاینات او درملنه نه تر سره کیږي. په صنعتي هیوادونو کې د متقاعدینو له پاره صحي بیمې د دې زمینه برابروي چې ډېری زاړه کسان د یوه ډاډمن ژوندانه خاوندان سي.

که څه هم په ځینو آسیایي او افریقایي هیوادونو کې اورېدل کیږي چې دا زموږ د پاره کومه مشکله خبره نه ده، دا ځکه چې دلته زاړه انسانان د کورنۍ په د ننه کې د عنعنوي درملنې په واسطه تر پالنې لاندې نیول کیږي، خو ډاکټر بیرد بیا هم خبرداری ورکوي چې دا کار به په راتلونکې کې بل ډول وي.

« دا خبره هغه وخت صدق کولای سي چې یوه کورنۍ پنځه او یا هم شپږ اولادونه ولري، دوی بیا کولای سي په نوبت سره د دغه زاړه کس سرپرستي پر غاړه واخلي. خو کله چې په تدریجی ډول کورنۍ لږ ماشومان پیدا کړي او په یو وار باندې د دوو کوچنیانو پر سر د لسو زړو کسانو پالنه ورپه غاړه سي بیا به نو دا کار ډېر مشکل وي.»

لنډه دا چی نه یوازې په پرمختللو هیوادونو کې حکومتونه په دې اړه اندېښنه لري چې څنګه د متقاعدینو د بیمې په سیستم کی اصلاحات راولي بلکې د صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونه هم اوس په دې خبره یو څه پوه دي چې دغه حالت دوی ته هم د نزدې کېدو په حال کی دئ.

کلاودیا ویته/ گل غوټی پوپل
کتونکی: سید ریاض